دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد کندوز چارواکي: د پارلمان پخواني رييس خپلو شخصي ځمکو ته د...

د کندوز چارواکي: د پارلمان پخواني رييس خپلو شخصي ځمکو ته د اوبو بند جوړ کړی و

تاند:(جمعه ،د عقرب ديارلسمه)‏‌ د اوبو د تنظيم لپاره د طالبانو د ادارې یوه مقام د افغانستان د پارلمان یو پخوانی رييس عبدالروف ابراهيمي د خپلو شخصي ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د ناقانونه بند په جوړولو تورن کړی.

د آمو د اوبو حوزې یوه مقام رفیع الله مجتبی ویلي، چې عبدالروف ابراهيمي د اوبو دا بند د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په ناقانوني ډول جوړ کړی و او شخصي استفاده ېې ورڅخه کوله.

د نوموړي په وينا، دوی د عبدالرووف ابراهيمي له لوري جوړ شوی دغه بند ويجاړ کړی او ۱۰ زره جريبه ځمکې ته ېې د اوبو رسولو ضايع شوی فرصت بیرته برابر کړی.

د طالبانو د ادارې دغه مقام له نورو جزيياتو پرته ویلي، چې ابراهیمي د دغه بند له جوړولو سره ۲۰ کاله د ۱۰ زره جريبه ځمکې د خرابيدو مخه نیولې وه.

عبدالروف ابراهيمي په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو چارواکي د ورته ډېرو ستونزو سابقه شل کلنه بولي، په داسې حال کې چې عبدالروف ابراهيمي د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال ۲۰ کاله د پارلمان رییس نه و.

د طالبانو ځینې منتقدین باور لري، چې جمهوري نظام کې له شک پرته چې زورواکي موجود او ډېرې چارې ېې په خپله ګټه څرخولې، خو په وینا یې چې طالبان له داسې خبرو او تبلیغاتو سره د جمهوري نظام پر ټولو پرمختګونو او ښیګڼو خاورې اچول غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب