تاند:(جمعه ،د عقرب ديارلسمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، چې د کانکور ازموینې پایلې سبا اعلانېږي.
دغه اژانس په یوه لنډ خبر کې ليکلي:«د ازموینو ملي ادارې ویلي هوډ لري چې سبا شنبه د لړم په ۱۴ مه د ۱۴۰۱ کال د کانکور پایلې اعلان کړي.»
باختر اژانس په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
مخکې يادې پايلې د لوړو زده کړو وزارت د وېبپاڼې له لارې اعلانيدې.