جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د باسکټبال ولایتي سیالۍ پای ته ورسیدې

کندهار کې د باسکټبال ولایتي سیالۍ پای ته ورسیدې

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ ‏‏په کندهار کې د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنیزي سیالۍ پای ته ورسېدې.

‏دا سیالۍ چي شپږ ورځې یې دوام وکړ هرات لومړی، کابل دوهم، کندهار درېیم او نیمروز ولایت څلورم مقام خپل کړ.

د‌ طالبانو د ورزش سیمه ييزې ادارې، چې يادې سيالۍ یې سمبال کړې وې، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې له کندهار څخه د نورو مثبتو خبرونو ترڅنګ د ورزشي فعالیتونو د زیاتیدو خبر هم ورکول کېږي.

دا ولایت د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د سختو جګړو مرکز و، چې په مختلفو برخو کې ېې ډېره صدمه لیدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب