Homeخبرونهعمران خان: زما پلویان دې د حاکم حکومت خلاف پراخ لاریونونه وکړي

عمران خان: زما پلویان دې د حاکم حکومت خلاف پراخ لاریونونه وکړي

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د پنجشنبې ورځې له وسله وال برید وروسته، چې د حکومت ضدو لاریونو پر وخت پرې ترسره شو او دی ېې سخت ټپي کړ، په لومړۍ وینا کې د پاکستان د اوسني صدراعظم شهباز شريف په ګډون ۴ تنه په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن کړي.

نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي، چې د شهباز شريف د حکومت خلاف پراخ لاریونونه وکړي.

عمران خان له ډېرو جزییاتو پرته ادعا کړې، چې له دغه برید څخه یوه ورځ مخکې د داسې برید په ترسره کیدو خبر شوی و.

عمران خان، چې څه موده مخکې د پارلمان له لوري ګوښه شو، تازه د پاکستان د ټاکنو کميسيون ورڅخه په ټاکنو کې د بيا ګډون حق اخیستی‌.

هغه د دې پریکړې او دغه راز له وخته د ژر ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د پراخو لاریونونو اعلان کړی.

د‌ پاکستان حکومت دا پېښه غندلې او په اړه يې د جدي پلټنو ډاډ ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...