جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان او چين په سي پيک پروژه کې د افغانستان د ګډون...

پاکستان او چين په سي پيک پروژه کې د افغانستان د ګډون هوکړه کړې

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ راپورونه وايي، چې د چین ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د دغو هېوادونو په اقتصادي کرویدر په پروژه ( سيپيک) کې افغانستان د ګډون په اړه هوکړه کړې ده.

ياده پروژه، چې ۶۰ ميليارده ډالره یې ارزښت ښودل شوی، د طالبانو له واکمنيدو وروسته د دوی د ادارې چارواکو پکې څو ځلې د ګډون غوښتنه کړې وه.

د ایران تسنیم خبري اژانس د طالبانو د حاکمې ادارې د وياند ذبيح الله مجاهد يو پخوانی نظر بیا خپور کړی، چې دا پروژه يې د افغانستان اقتصاد ته ډېر مهم ګڼلی.

 د یادې پروژې له لارې د پاکستان د بلوچستان ایالت ګوادر پروژه له کشمیر څخه له تېريدو وروسته، د چېن له سین کیانک ښار سره نښلول کېږي.

هندوستان څو ورځې مخکې یو ځل بیا د دې پروژې مخالفت وکړ او له دې کبله، چې پر کشمیر ناندریزه سیمه یې لاره ده، د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا نقض ېې وباله.

هندوستان باور لري، چې منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ ښه لاره د افغانستان، ايران او هندوستان له لوري جوړ شوی سوداګریز بندر ( چابهار) دی.

په دې اړه نور جزییات پر دې لینک لوستی شئ:

اقتصادي شنونکي: ط-ان دې د چابهار بندر د پیاوړتیا لپاره هند او ايران سره لاس يو کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی