یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاقتصادي شنونکي: ط-ان دې د چابهار بندر د پیاوړتیا لپاره هند او...

اقتصادي شنونکي: ط-ان دې د چابهار بندر د پیاوړتیا لپاره هند او ايران سره لاس يو کړي

تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه)‏‌ ‏‏د‌ هندوستان د بهرنيو چارو وزير سوبرانیام جایشنکار د چین – پاکستان پر اقتصادي کرویدر د نیوکو ترڅنګ دغه کرویدر د خپل ملي حاکميت نقض ګڼلی او د چابهار بندر له لارې ېې منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ په پیاوړتیا ټینګار کړی.

د نوموړي په وينا، چابهار بندر هم مختلفو هېوادونو ته اقتصادي فرصتونه او د وصل زمینه برابروي او هم د ټولو ځمکنۍ بشپړتيا ته پکې درناوی کیږي.

د چین او پاکستان کرویدر د کشمير په ناندريزه سیمه او چابهار بندر په افغانستان او ايران تېريږي او منځنۍ اسيا ته د سوداګرۍ زمینه برابروي.

په وروستيو کې چین پاکستان سره د خپل اقتصادي کرویدر د پياوړتيا لپاره هڅې چټکې کړي خو د هندوستان له مخالفتونو سره مخ شوی.

راپورونه وايي، چې د روسیې او لویدیځ وروستيو ناندريو د اسيا له لارې د سوداګرۍ پراختيا ته ښه فرصت مساعد کړی.

هندوستان باور لري، چې چابهار بندر منځنۍ اسيا ته په لږ وخت او مناسبه بيه د‌ سوداګرۍ فرصتونه برابروي.

 ځینې شنونکي ټينګار کوي، چې که په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره د چین او پاکستان د اغېز منلو او پاکستان ته د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د سوداګرۍ د فرصت پر ځای د ايران او هندوستان په ملتیا چابهار بندر پیاوړی کړي، افغانستان ته به ېې ډېره ګټه راوړې وي.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب