تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه) په افغانستان د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر د سياسي برخې مشرې آرزو هتاکوی هرات د سفر پر مهال د لویدیځ زون له رسنيو څخه د مالي مرستو ډاډ ورکړی.
باختر اژانس وايي، چې نوموړې بهرنۍ مقام د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رييس مولانا نعیمالحق حقاني سره د لیدنې پر مهال د دغو مرستو ژمنه کړې ده.
مېرمن هتاکوی دغه راز ويلي، په پام کې لري چې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د روزنيزو پروګرامونو په اړه د لویدیځ زون راډیو ګانو سره هوکړه لیکونه لاسلیک او په بدل کې ېې مالي ملاتړ ورڅخه وکړي.
هغې د دې ترڅنګ د ښځو د ملاتړ په اړه د ځینو پروګرامونو خبر ورکړی او د طالبانو له لوري یې د رسنيو د ملاتړ کمیټې د ولایتي کمېټې جوړیدل ستایلي او د مرستې ډاډ ېې ورکړی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ځايي رییس د يوناما د دغو پروګرامونو ملاتړ کړی او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
يوناما پرون وویل، چې د افغانستان شاوخوا ۲۰۰ خبریالان تېر کال د طالبانو له لوري شکنجه شوي او ځورول شوي، خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت دغه ادعا په کلکه رد کړه او وويل،چې تېر کال نه یوازې هیڅ خبریال نه دی وژل شوی، بلکې ۷۰۰ بهرنيو خبريالانو افغانستان ته سفرونه کړي دي.
د طالبانو ځينو منتقدانو بيا له دوی پوښتلي، چې له هېواده د وتو خبریالانو او تړل شویو رسنيو شمېر او لاملونه دې هم په ډاګه کړي.