یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهچک جمهوریت په افغانستان کې خپل سفارت بندوي

چک جمهوریت په افغانستان کې خپل سفارت بندوي

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) چک جمهوریت غواړي چې د راتلونکي ۲۰۲۳ د جنورۍ له لومړۍ نېټې په افغانستان کې خپل سفارت بند کړي.

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پرون د دې پرېکړې د اعلان ترڅنګ وویل، د دې لپاره چې د افغانستان په امنیتي وضعیت کې د ژر بدلون تمه نه کېږي نو خپل سفارت بندوي.

چک جمهوریت د افغانستان د جمهوري نظام تر پرزېدو مخکې په کابل کې محدود شمېر دیپلوماتان لرل خو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې خپل دیپلوماتان وایستل.

چک په ۲۰۰۷ م کال په کابل کې سفارت پرانیستی و.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ګڼ شمېر هیوادونو خپل دیپلوماتان له افغانستانه وایستل. د امریکا په شمول یو شمېر هیوادونو لا هم د افغانستان لپاره خپل دیپلوماتان د قطر دوحې ته بیولې خو ځینو هیوادونو خپل کم شمېر دیپلوماتان بېرته کابل ته لېږلي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب