چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهجرمني: ط-انو افغانان یرغمل کړي او ازادۍ یې ورڅخه اخيستي

جرمني: ط-انو افغانان یرغمل کړي او ازادۍ یې ورڅخه اخيستي

تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه)‏‌ ‏‏د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ‏آنالنا بربوک په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره د خلکو په یرغمل کولو او ورڅخه د ازاديو په اخيستو تورن کړي دي.

نوموړي څرګندونې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کي کړي دي.

‏جرمنۍ وزيرې يو ځل بيا د طالبانو د اقداماتو مخالفت کړی او ویلي،چې هېواد به یې افغانانو سره په دغه سخت وضعیت کې هر ډول ممکنه مرستې وکړي.

جرمني د طالبانو له بیا واکمنيدو وروسته، لسګونه زره افغانانو ته پناه ورکړې.

طالبانو بیا تل ټينګار کړی، چې دوی افغانستان ته له بهرنيانو څخه ازادي ګټلې، خو منتقدین یې وايي چې دوی د خلکو آزادۍ له منځه وړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب