یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېفیمینسټې سترګې | صهیب راوي

فیمینسټې سترګې | صهیب راوي

که په یو محفل کې څوک سړی بې لستوڼو جامې واغوندي ټولو ته به د شرم وړ ښکاره شي او ښایي بې نزاکته یې وګڼو، خو که همدغسې جامې ښځې واغوندي بدې نه ګڼل کېږي او حتا عصري او پرمختللې راښکاري.
کله کله فیسبوک کې د ځینو اروپایي کورنيو عکسونه مخې ته راشي سړی یې  په دریشي ښکلی پوښل شوی وي او ښځه یې ټوله پوښلې نه وي د پښو ډېره برخه یې لوڅه وي هسې ځان سره ووایم، که هغوی ته دا شی ازادي ښکاري بیا خو یې یوازې ښځمنې له دې ازادي برخمنې دي او سړي خواران یې پوره ازادي نه لري. که وایي چې په پښو د لمر لګیدو لپاره یې لوڅوي او ویټامین ډي اخلي بیا خو یې سړي هم ویټامین ډي ته اړتیا لري او که د ښکلا خبره وي بیا خو په بدن کې د پښو په پرتله مخ ډېر مهم دی او فکر نه کوم شاعران د دوی د لېنګیو په ستاینه کې شعرونه ووایي خو د مخ په ستاینه کې د شاعرانو ډېر اشعار لرو.
ښایي داسې ډېرې بې مانا چارې فیمینسټانو ته په زړه پورې ښکاره شي او فکر وکړي چې ښځې خپلو حقوقو ته رسیدلې دي، خو دا په خپله ښځمنې په هماغه منفعل حالت کې ساتي چې د دوی د ستونزو په ختمیدو کې هېڅ رول نشي لرلای.
که یو سړی له خپلې ښځې مخکې روان وي کېدای شي ځینې فکر وکړي، چې نرواکي لا ختمه نه ده او سړی تر ښځې مخکې ځي؛ خو که عین چاره کومه ښځه کوي د ښځمنواکۍ فکر نه رالویږي او حتا د ښځمنو ازادي او هوساینه را ښکاره کېږي.
په نالوستو پښتنو کې د اشخاصو ډېر نومونه د مانا په لحاظ غوره نه وي او چې څه په فکر برابر ورغلي وي پخپل اولاد یې ایښي وي. څه وخت وړاندې راسره دوه کوچیان مخ شول له دواړو مې چې د نوم پوښتنه وکړه یو ګک نومیده او بل پیت. ماته د دوی نومونه ډېر نااشنا او خنداوړ وو، ځکه په نورو سیمو کې مې دغسې نرینه نومونه نه وو اوریدلي په همدې ډول د ښځینه وو په نومونو کې هم دغسې نومونه پیداکولای شو، چې د نالوستې ټولنې اغېز پرې لیدل کېږي، خو اوس چې د فیمینسټانو لیدلوري زموږ ټولنې ته هم ریښې راغځولې دي ګک او پیت ورته دومره حیرت انګیزه نه ښکاري، لکه د ښځو ځینې نومونه چې له ستم او نرواکۍ رازیږیدلي بولي. زموږ ځینې پوره او ځینې نیمچه فیمینسټان ادعا کوي، چې پښتني کولتور له ښځو سره له زیاتي کار اخیستی دی او حتا تر دې چې څه راته ښه ښکاره شوي نرینه مو بللي او څه چې بد را ښکاره شوي ښځینه مو ګڼلي؛ دوی له اره د پښتو ښځینه نومونو له ښکلا ناخبره دي. زموږ په ژبه کې په خپلواکغږ پای ته رسیدلي اکثره نومونه ښځینه دي، لکه رڼا، بریښنا او هیله چې له ډېرو نرینه نومونو څخه ښکلي، روان او خوږ غږه دي. همدا خپلواکغږونه یا واولونه دي چې د څپې هسته او زړی جوړوي او د پښتو شعر د تقطیع او تلنې چاره هم پر مخ وړي. زموږ په پښتو کې خو رواني او فصاحت هم په همدې کې دی، چې لومړی مونثې او ورپسې مذکرې کلمې ووایو، لکه سمه او غر، ښکلا او ښایست او ځمکه او اسمان. همداسې که په کوم کلي کې شریف نامی وي؛ نو د شریفې په نامه نجلۍ به هم خامخا پکې ژوند کوي، که چېرته حمید او جمیل اوسیږي؛ نو حمیده او جمیله به هم ورسره حتما په نظر راځي. همدا راز که له ښو اسلامي نومونو څخه عمر او علي غوندې نومونه لرو؛ نو کلی مو له حفصې او فاطمې څخه هم خالي نه وي.
دلته ښځې ځانګړی مقام لري د یوې نجلۍ په یو جوړ جامو ښایي دومره کار شوی وي او دومره ښکلې ګنډل شوې وي، چې د سړیو د څو جوړه جامو له لګښت سره برابرې خېژي، خو بیا هم ډېر خلک نه وایي، چې ګواکې نجونو ته له هلکانو ډېر پام کېږي او حتا ځينې فيمینسټان لا فکر کوي، چې دلته ښځې ته د دویم درجه انسان په سترګه کتل شوي دي.
د افغانستان د نالوستو ښځمنو سربېره ډېرې لوستې میرمنې هم چې واده کوي ټول لګښت او هر جنجال یې د هلک په غاړه وي هلک چې هر څنګه وي مجبور دی، چې د خپلې کوژدنې فرمایشونه پوره کړي هغه بې له دې چې د خپل نامزاد اقتصادي وضعیت په پام کې ونیسي ممکن په هوټل کې واده، طلا او ښه لوړ مهر ترې وغواړي. زموږ په ټولنه کې پر هلک او کورنۍ یې دا ظلم و ستم له پخوا څخه روان دی، خو تراوسه مو فکر ونکړ، چې لوستې ښځې باید دغه دود مات کړي او له سړیو سره دې په دې مهم پړاو کې همکاري وکاندي، ځکه واده خو یوازې د هلک خوښي نه ده.
پښتنې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په خپله خوښه دوه درې سړیو سره واده وکړ او بیرته یې پرېښودل خلکو دومره و نه رټله لکه څومره چې یو سړی په دویم واده پړ ګڼل کېږي. د فيمینسټانو په وینا ښځه چې ډېره موده له ټولنې لرې پاتې شوه؛ نو پر انساني ټولنه نرواکي غالبه شوه او ښځې منځوي شوې، خو په موږ پښتنو کې ښځې له ټولنې لرې پاتې شوې نه دي که سړي به لو کاوه ښځې به هم ورسره برخه اخیستله او که سړي به په کرنې بوخت وو؛ نو ښځو هم ورسره یوځای کار کاوه. زموږ پر ټولنه که بېسوادي له ډېر پخوا څخه غالبه ده، خو نرواکي دومره غالبه نه ښکاري څومره یې چې په نوره نړۍ غلبه درلوده.
په پښتنو کې د نارینه وو هېڅ ځای او بنډارغالی دومره مقدم او محبوب نه دی پاتې شوی لکه څومره چې د ښځینه وو ګودر ځانګړی و او د قدر په سترګه ورته کتل کېدل. پر ګودر به د کلي ټولې ښځې راټولېدې دوی به دلته د خپل منګي د ډکولو سربېره پخپلو کې خواله هم سره کول او تفریح به یې هم همدلته کېدله.
 په افغانستات کې ټولو هغو پلرونو چې اکثره یې په ښارونو کې اوسیدلي او د زدکړو لپاره ورته شرایط برابر وو که پر زمنو یې تعلیم کړی؛ نو خامخا یې لورګانې هم باسواده دي او د ښځو له تعلیم سره یې مخالفت نه دی ښودلی. که د میرویس خان نیکه په کور کې محمد هوتک لیکوال و؛ نو خور یې زینب هم لوستې وه او د خپل وخت ښه شاعره پاتې شوې ده. د پښتني کولتور پر هغو اړخونو څېړنه پکار ده، چې ښځمنو ته پکې حتا تر سړیو په غوره سترګه کتل شوي. که د تاریخ په اوږدو کې زموږ د کولتور همدا اړخونه له نورو ټولنو سره پرتله شي، نو ضرور به د خپل کولتور  غوره والی و وینو او د فیمینزم خبرې به دومره نوې راته ښکاره نشي، چې خپلې ژبې او ادب ته یې محک او زرکاڼی وګرځوو.

1 COMMENT

  1. To be accord with Mr.Rawi Suheyb, I think there was equality btwn Man & Woman in modern Afghanistan esp.in period of King M.Zaher Khan up to 1990s in govt. and politics too.
    Just no PM or President or Queen yet like some other Eastern or Western lands.
    For example: Indira gandhi, Golda Myer, Tatcher, ElsabethII, Sheykh Hasina Vajed, Angela Merkel, Tressa May, Rosa Desalva, Liz Tuss, Marioni, Benazeera Bhutto, etcetera.
    If we select or elect a full Moslem and Afghani National Maerman as our Leader or Malikah , she may most beter guide the nation than most oppurtunist Men!!!!
    Thank you.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب