تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو د څه باندې یو نیم میلیارده ډالرو بشري مرستې خبر ورکړی.
سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
پرون د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې راغلي وو، چې یوازې روانه اونۍ افغانستان سره اتيا ميليونه ډالره بشري مرسته شوې ده.
افغانستان بانک د يادو بشري مرستو د تمويل د سرچينو او لګښتونو د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ويلي، چې يادې مرستې د دوی له لوري مصرفیږي.
د د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د امریکا حکومت افغانستان ته یو ملیارد او ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته لېږلې ده.
د جان سوپکو د دې خبرې معنا دا ده چې د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو او د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لا هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستره مالي ملاتړ کوونکې ده.
اقتصادي شنونکي که څه هم د نړيوالو بشري مرستې په افغانستان کې له اقتصادي او بشري ناورين سره د نقدو پيسو د مخنيوي او د لوږې د مخنيوي لپاره سمدستي ډېر اغېزمن بولي، خو زیاتوي چې د طالبانو اداره باید د افغانستان د نړیوالې انزوا د مخنیوي لپاره عاجل اصلاحات په ځان کې راولي.
د دوی په باور، د بشري مرستو له لارې به د افغانستان اقتصاد او د خلکو لړزانده ژوند چندان تامین نه شي، ځکه دغه مرستې د ملګرو ملتونو د پر مصرفه ادارو له اړخه مصرفیږي او بېوزلۍ ځپلو افغانانو ته یې ډېر خیر نه شي رسیدای.