جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکابلوف: ط-لب مشران د امریکا د ډرون له وېرې موږ او چین...

کابلوف: ط-لب مشران د امریکا د ډرون له وېرې موږ او چین نه واټن اخلي

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو د حاکمې ادارې او امریکا متحده ایالاتو په وروستيو خوږو شوو اړیکو غبرګون ښودلی.

نوموړي په داسې حال کې، چې يو ځل بيا ېې امريکا او بريتانيا په افغانستان کې د داعش ډلې په پياوړتيا تورن کړي، پر امريکا تور پورې کړی، چې طالب مشران یې په خپلو ډرون بریدونو ډارولي او روسیې نه واټن اخيستو ته مجبوره کړي دي.

کابلوف په یوه تازه مقاله کې دا هم لیکلي، چې امريکا طالب مشران د چین د مخالفې ډلې ایغوریانو د فعاليتونو نه محدودولو ته هڅوي.

څو ورځې مخکې ‏‌ د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف امریکا متحده ایالات تورن کړل،‌ چې د خپلو سیاسي- جغرافیوي موخو لپاره یې د طالبانو، القاعدې او داعش ډلې رامنځته کړي دي.

روسيې دغه راز اعلان کړی، چې د طالبانو حاکمې ادارې ته ېې د روسیې فارمټ په نوم د افغانستان په اړه کيدونکې سیمه ییزه غونډه کې د ګډون فرصت نه دی ورکړی.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو او امریکا وروستي مذاکرات د طالبانو د ادارې پر وړاندې د روسیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو د دريځونو د سختیدو سبب شي.

د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ څخه مخکې د دوی پر وړاندې د سیمې او امریکا تر منځ په اړيکو کې انډول ساتل له لویو ننګونو څخه ګڼل کیده.

امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ځینې مدافعین دې ته په اشارې سره، چې د سیمې قدرتونو د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ په څه باندې یو کلنه موده کې د امریکا د يوې اونۍ هومره مرسته د دوی واکمنۍ سره نه ده کړې، امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ننګه کوي.

له دې سره څېړونکي وړاندوينه کوي، چې امریکا ته د طالبانو له ډېر نیږدې کیدو به دوی ته تاوان دا وي، چې د سیمې هېوادونه ېې ښايي پر ضد نورو ډلو نه ملاتړ وکړي.

طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د روسیې د لوړپوړي امنيتي مقام تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب