Homeخبرونهملا برادر کمال خان بند له نیږدې وکوت

ملا برادر کمال خان بند له نیږدې وکوت

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پرون نیمروز ولایت ته سفر کړی.

د نوموړي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:« ملا برادر اخوند د یاد ولایت مسوولینو په ملتیا د کمال خان بند اړوند چارې له نېږدې وکتلې او مسوولينو ته يې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.»

سرچينه زياتوي:« برادر اخوند کمال خان بند ملي او حياتي پروژه وبلله او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسوولينو د هڅو قدرداني وکړه.»

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه، چې برادر د کمال خان بند د کومو« چارو» په اړه سپارښتنې کړي او د کومو « رامنځته شویو نوښتونو» قدرداني ېې کړې، څه نه دي ويل شوي.

دا کمال خان بند ته د ملا برادر څووم سفر ګڼل کېږي.

مخکې ايران د طالبانو له خوا د ياد شوي بند د اوبو د خوشې کیدو خبرونه ورکړي وو، چې د خلکو توند غبرګون ېې پارولی و.

کمال خان بند د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له تر ټولو لویو پروژو څخه و، چې د ایران د سخت مخالفت او د لسګونه افغان ساتونکو له وژل کيدو سره يې چارې بشپړې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...