جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد کانکور د پایلو اعلان؛په ۱۰ لوړو نومرو ګټونکو کې يوه نجلۍ...

د کانکور د پایلو اعلان؛په ۱۰ لوړو نومرو ګټونکو کې يوه نجلۍ هم نشته

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د سږنۍ کانکور ازموینې پایلې نن اعلان کړې.

د اعلان شويو پايلو له مخې، د هرات ولایت اوسېدونکي سلیمان د ۳۵۵٫۴۲۰۴ نمرو په تر ګټلو سره د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې عمومي اول نمره دی.

نوموړي په دې ازموينه کې د هرات پوهنتون معالجوي پوهنځي ته بريالی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې په لسو لوړو نومرو ګټونکو کسانو کې د يوې نجلۍ نوم هم نه تر سترګو کیږي.

تېر کال د لغمان يوه اوسیدنکې سلګۍ باران د ټول هېواد په کچه د کانکور ازموینې لومړنی مقام ګټلی و‌.

يو شمير خلکو ويلي، چې يا خو طالبانو په لوی لاس د لوړو نومرو ګټونکو نجونو حق خوړلی او يا د دوی له واکمنيدو سره د نجونو پر زده کړو او د ژوند پر نورو برخو د طالبانو قيودات د دوی د نجونو د مورال خرابیدو سبب شوي دي.

طالبانو د دې کار د احتمالي دليل په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. سلامونه !
    په هيواد کي دښځو اونجونو سره په ټولنيز ډګرکي په سيستماتيکه توګه تبعيض جريان لرى دا اوس چې څه ناڅه دښځوحضور په ټولنه کې احساسوو داهم دجمهوريت برکت دى که دتاليب حاکميت اوږد شو څوکاله وروسته به داهم نه اوپښنو به ښځې دکوراوګور په مينځ کې محدودى کړى وى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی