تاند:(جمعه ،د عقرب ديارلسمه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې سرپرست رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس په يوه لويه غونډه کې، چې د بانک په اعلامیه کې« د چارو د همغږۍ او کړنو کې د اصلاحاتو غونډه» بلل شوې، د بانک له کارکوونکو غوښتي څو خپل صورت اوسیرت له «اسلامي شریعت» سره برابر کړي.
د افغانستان بانک د اعلاميې له مخې، سرپرست رئیس په چارو کې همغږي او په کړنو کې اصلاحات د ډېر ارزښت وړ یاد کړل او زیاته یې کړه چې ګډې موخې ته د رسېدو لپاره باید یاد ټکي په نظر کې ونیول شي.
د طالبانو په دې اعلاميه کې پر شريعت د صورت او سیرت د برابرولو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو طالب چارواکي د ږيرې د پريښودو او خولۍ یا پګړۍ د په سروبي لپاره خلکو ته همدا اصطلاح کاروي.
د افغانستان بانک اعلامیه زیاتوي، چې ياده غونډه د افغانستان بانک د دعوت او ارشاد آمریت له لوري جوړه شوې وه.
د افغانستان بانک د ریاست دفتر لوی آمر صدیق الله خالد په دې غونډه کې ویلي:« ټول کارکوونکي باید د ظاهر او باطن په جوړولو سره خپل کارونه په شفافه او منظمه توګه سرته ورسوي.»
د طالبانو له واکمنيدو وروسته د دولتي ادارو پر کارکوونکو د ږيرې پريښودو، خولۍ يا لونګۍ په سرولو او د طالبانو د امر بالمعروف د اړوندو ادارو په غونډو کې ګډون جبري شوی.
پر خام او کنډکپر سړک باندی د اربیزو نقلیه وسائلو د اصطکاک او بِریک محصول د سورلۍ یا بار حرکت《 عمودی》وی ( شا او مخته ټوپونه وهل ).
امّا
زموږ د دوو سوو وروستیو کلونو ( خصوصاً سلو وروستیو کلونو ) د سیاسی – اجتماعی تاریخ په سمندر کی د ټولنی د روانی کښتۍ طوفانی حرکت 《 افقی 》 دئ ( د څپو په نتیجه کی احمد او محمود او سربراه د کښتۍ د کیڼ او ښئ دیوال سره جنګېدلی او تقریباً د ټولو سرونه مات سوی دی البته د کښتۍ چلوونکی خو بیخی هر څه له لاسه ورکړی دی ).
د امیر عبدالرحمن زوی ( حبیب الله ) په مشری د کښتۍ مسیر یو ډول کیفیت درلود، زوی ئې امان الله خان ( چی البته تر ډیره د ستائنی وړ دئ ) د نیکمرغۍ او پرمختګ د ساحل د مشاهدې په نیت او موخه انګریزی – اروپائی دوربین سترګو ته نیولئ ؤ او د سختو اشتباهاتو له امله ئې د وطن او خلګو کښتۍ د ویرانوونکی تلاطم سره مخامخ کړه او د لیاری په نیمائی کی د کښتۍ د کابین څخه کوز سو ( یا کوزیدو ته اړ وتئ ) او د کښتۍ دکابین کنټرول هغه چا پلاس کی واخیست کوم چی حتی د خټو د بایسکل لیسنس ئې هم نه درلود ( د بل حبیب الله بله وحشی او صحرائی کاپی ).
د نکل کار دئ ( خوا به نه سره بدوو ) نوبت د انګریز په زیږنتون کی زیږېدلی او د انګرېز په وړکتون کی روزل سوی نادر جان ته د کښتۍ چاری ور وسپارلی سوې ( ۴۸ ) کلونه د یحیی خان کورنۍ حاکمه وه او کښتۍ په ټپه ولاړه وه ځکه نړیوال سمندری ژاندارم ( مسکو او لندن ) د افغان کښتۍ د حرکت او مسیر د ټاکلو او ادامې اجازه نه ورکوله.
د ثور پر اوومه کښتۍ ته د شمالی ( منجمد ) قطب پر خوا د حرکت اجازه ورکړه سوه. دا کیسه اوږده او ترخه ده او د تریخوالی یوه وړوکې نمونه ئې د دولت ټولو منسوبینو ( عسکری او ملکی ) ته د مارکسیزم د فلسفې درسونه او کورسونه پرانستل سوه ( قسم ده چی خپله د ثور د کودتاچیانو او د هغوی د مشرانو هم د مارکسیزم په فلسفه سر نه خلاصېدئ او خوشی کاغذونه ئې ژووَل ).
پورته کیسه می ځکه بیان کړه چی د طالب د حمارت د تازه قوانینو په پلی کېدو سره به زموږ د د وطن د ژوندی موزیم په متحرکو الماریانو کی د “عجائبو او غرائبو ” کلکسیون بشپړ سی.
د نړۍ هیڅ هیواد به افغانستان غوندی د سلو کلونو په اوږدو کی ۳۶۰ درجې بدلونونه نه وی لیدلی.