پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپښتین: جنوبي وزيرستان کې مو د« ډالري جګړې» خلاف پراخ لاريون وکړ

پښتین: جنوبي وزيرستان کې مو د« ډالري جګړې» خلاف پراخ لاريون وکړ

تاند:(جمعه ،د عقرب ديارلسمه)‏‌ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ د روانو عملياتو خلاف، چې هغه ېې « ډالري جګړه» بولي، د پراخ لاریون خبر ورکړ.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې د ياد شوي لاريون د يو شمېر عکسونو له خپرولو سره لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له عملياتو سره ولسي خلک زیانمنیږي.

ښاغلي پښتين ټینګار کړی، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د ظلم، ترهګرۍ او د ترهګرۍ د رامنځته کوونکو پالېسیو ټولو خلاف دی او په دې اړه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

پښتانه ملتپال په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د پوځ اعلان شوي عمليات له دې امله ډالري عمليات بولي، چې په وينا يې امريکا نه په دې نوم ډالرې اخلي او د خپل لاس جوړ شوي ترهګر نه ، بلکې عام پښتانه پرې ځپي.

په وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ورته لاریونونه زیات شوي، چې د پاکستان پوځ، استخبارات او حکومت ېې ټول په غوسه کړي.

پاکستان د ياد شوي غورځنګ د فعاليتونو په رسنیز پوښښ سخت بندیزونه لګولي، خو له دې سره بیا هم پښتنو ملتپالو د خپلې حق غوښتنې مبارزې ته دوام ورکړی او له پاکستان څخه د باندې هم د دغه هېواد د استبدادي سياستونو خلاف غږ پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب