زړه او ذهن د خبرو د تنظیم دوه مهم مرکزونه دي، ذهن په خبرو کې فکر، ژور والی، مفاهیم او دروند والی رامنځته کوي، خو زړه په کې د عاطفې، مینې او اغېز خواږه ګډوي، هره خبره چې له زړه راوتې وي، زړونو ته لار کوي او کله چې د پیاوړي او بیدار ذهن ورکړه هم ورسره شریکه وي؛ نو خوږلت، وزن او تلپاتې والی پنځوي. حمزه بابا بیا له ذهن او زړه لرې د سترګو خبرې هم ورسره یو ځای کړې دي چې دا بیا جلا نړۍ نه ده.
دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
د زړه خبرې مې په زړه پاتې دي
دلته د سترګو خبرې جلا کیفیت لري، سترګې هر وخت د زړه د هیلو او غوښتنو استازې وي، ځکه حمزه بابا خپل محبوب ته لومړى د سترګو د خبرو لوستنې بلنه ورکوي، خو د سترګو خبرې داسې یو کتاب دی چې ځانګړې پوهه او سواد غواړي، هر څوک یې نه شي لوستلی، هغه خبرې چې له زړه را وځي، د پیغام او هیلو رسولو کې له سترګو وروسته څرګندېږي او یو معمول دي، خو د هنرونو غوټۍ په غیر معمولي حالتونو کې غوړېږي.
د خبرو په اړه پښتو شعر کې خورا زیات تصویرونه او تعبیرونه راغلي دي او ښايي زموږ دا اصطلاح یې په اړه صدق وکړي چې « په خدای او خبرو کې هر څوک حق لري» یا « خبرې له خبرو پیدا کېږي». بېل لاري لیکوال شهرت ننګیال خو خپله یوه منظومه /شعري ټولګه هم د «خبرې» په نامه خپره کړې ده چې د حمزه بابا یوه کوچنۍ، خو خوندوره مقدمه هم ورسره مل ده. عصمت قانع هم پر دغه ټولګه خپله منظومه مقدمه کې لیکي:
اشنا خبرې دې په ګل بدلې
راته کوه د اسویلو خبرې
موږ د پې مخي د ستایلو نه یوو
موږ په کوو د سپېرو خولو خبرې
ولسي ادب او په ځانګړي ډول پښتو لنډۍ بیا د خبرو جلا او رنګینه دنيا ده، د مفاهیمو او ښایستونو د بیان لپاره خپل طبیعي تصویرونه لري چې پر نادرو تشبهیاتو او عالي ترکیبونو ولاړې دي. په یوه لنډۍ کې داسې راځي:
خبرې کړې شونډې دې رېږدي
لکه سور ګل چې د سهار شمال وهینه
دلته د سرو شونډو لپاره د سره ګل مستعار کول یوه ښکلا ده، خو د سره ګل او د سهار د نرم شمال تر منځ د پټې یارانې تصویر یا د نرم شمال او د خبرو د کولو پر مهال د شونډو رېږد ددغه ښایست د طلايي سیکې د بل اړخ تصویر وړاندې کوي.
خو له دې شاعرانه او هنري ښکلا ور ها خوا د ولسي ډیالوګ او خبرو لپاره هم د یوه بل چاپېریال انځورګري ته ټپې لرو چې یوه یې داده:
راځه چې تېښته سره وکړو
نورې خبرې به سپین ږیري خلاصوینه
په همدې ډول شاعرۍ کې هم دغه ولسي ډیالوګ یا خبرو ته اشارې شوې دي چې د ولسي او دودیز هنر یا تاریخ ښکلا لري:
ما نه د مور دغه یوه خبره نه هېرېږي
عادت د پلار او د نيکه کوه خبرې کوې
د ځینو خبرې په ځانګړي ډول د ښکلو خبرې دومره خوږې وي چې اورېدونکي او بیا خاص اورېدونکي بیخي په کې ځان محوه کړي، خو دا د هر چا خبرې نه دي او د جلان خبره د داسې کسانو خبرې دي چې «دومره نازک دی چې خبرې کوي هم خوګېږي». شاعر وايي:
د سپين یار سپینې خبرې مې خوراک دي
شین طوطي یمه شکرې مې خوراک دي
خو ښه ده چې خبرې خلاصېږي او خوړل کېږي نه، کنه د شوق او ذوقونو انحصار به موږ دلته هم ډېر د غربت او تش لاسۍ په ټغر کېنولي وو او ښې خبرې به موږ ته له رسېدو وړاندې ټولې خوړل شوې وې.
که دا خبرې د خوراک شی وی
ما به دا ستا ټولې خبرې خوړې
د ښار او کلي جګړه په دې وروستیو کې بیخي د شاعرۍ په یوه موتیف اوښتې وه او ښايي لامل به یې دا و چې زموږ کلي او ښار تر اوس هم مشترکه ژبه نه ده موندلې او یو بل ته برند برند ګوري، د کلي خبرو ته په ښار کې د وروسته پاتې والي او ساده توب جامې ور اغوستل کېږي او د ښار خبرې بیا په کلي کې د پردېتوب او نا اشنایۍ په اشارو کې سوځي.
پرون مې په خلوت کې ترې اخیستې وه خولګۍ
خبر چا کړ چې نن راپسې ښار غږېده
خو کاروان صاحب به هېر کړي وې چې دېوالونو خو غوږونه درلودل، اوس سترګې سترګې هم دي، له دېوالونو پرته ونو، څانګو، نرګس، ګلابونو، چنارونو او لارو هم سترګې کړې دي، د برېښنا ستنو، مزو او بې مزو اړیکو نن سبا ډېره ستره غمازي پنځولې ده، خو زما ګیله دا ده چې:
له غره نه راشي او د غره خبرې ښار ته راوړي
اخر به ټولې د خپل زړه خبرې ښار ته راوړي
یاران مې ښه وو رحماني خو ترې خپه یم په دې
چې په صحرا وکړي جګړه خبرې ښار ته راوړي
هو؛ زړونه باید له خبرو تش شي، که ډک پاتې وي، زړونه په هغو ډنډونو بدلېږي چې اوبه یې د وتلو لاره نه لري او اخر خپلې پولې ماتوي او په هره لاره بهېږي، خو تر دې لا ښه دا ده چې د سترګو سواد او ژبې هم زده کړو، ځینې پیغامونه او خبرې له سترګو او څېرو واخلو، نور خو هسې هم تظاهر او ریا زموږ د سخاوتونو شتمنۍ لوټلې او د ځان ښوودنې سمندر کې یې د ریا په بېړۍ کې سپاره کړي یوو.
او هغه د استاد الفت خبره : په پښتو کې ښځه او خبره دواړه د تانیث (ښځینه والي) نښې لري، اوس چې ډېرو ښځو خپل مخونه را لوڅ کړي دي، نو اړتیا ده چې ډېرې خبرې هم پټې پاتې نه شي، بلکې را څرګندې شي.