Homeخبرونهافغان ماشومانو سره د اروپايي ټولنې د ۴۰ میلیونه یورو مرسته؛ يونيسف:...

افغان ماشومانو سره د اروپايي ټولنې د ۴۰ میلیونه یورو مرسته؛ يونيسف: ډېر ماشومان شاقه کارونه کوي

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه ) اروپايي ټولنې افغان ماشومانو ته ۴۰ ميليونه يورو مرسته اعلان کړې ، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( يونيسف) له لوري به ولګول شي.

د‌ يونيسف د معلوماتو له مخې ، یادې پیسې به د دغې ادارې او روغتيا نړيوال سازمان له لوري په ګډه د پولیو پرضد د واکسین په تطبيق او له ماشومانو څخه د ملاتړ په برخه کې لګول کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د يادو پيسو ۲۵ میلیونه به د پولیو د واکسین او ۱۵ میلیونه نور د ماشومانو د ملاتړ پر پروګرامونو ولګول شي.

يونيسف په ورته وخت کې راز اندیښنه ښودلې ، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت له خرابيدو سره به د دغه هېواد ماشومانو له نور تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخامخ شي.

یونیسف زیاتوي ، چې د پېچلي وضعیت او اقتصادي ننګونو له کبله به ډېر افغان ماشومان له افغانستان څخه د وتو خطرناکه لارې انتخاب کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې ، ډېری افغانانو د اقتصادي ستونزو له امله پر خپلو ماشومانو شاقه کارونه پيل کړي ، چې دا به يې د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېزې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...