پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ګنډ/اجمل پسرلی

ګنډ/اجمل پسرلی

بریالي تر وړمې ورځې پورې لا په قطعو فالونه کتل چې ده ته، میرمنې ته یې او زوی ته به یې امریکا د کډوالو ویزه ورکړي که نه، پرون چې یې ویزه واخیسته، پاسپورټونه یې د تخرګ په جیب کې تخته کړل ژر ژر د کور په خوا روان شو.

څو بکسونه یې وار له مخه سره ډک کړي و خو کله چې ویزه د ده تر اټکل وځنډیده، هیله یې وخته، ځیني بکسونه یې بیرته پرانیستل.

میرمنې یې سر په دستمال تړلی و، د دیوال له میخونو یې د خپلې خواښې، خسر او خپلې مور عکسونه رابیل کړل، په بکس کې یې د جامو پر سر کیښودل . سړي د خپلې مور عکس سترګو ته ونیو. میرمن یې پاڅیده، په تګ تګ کې یې میړه ته وویل:

-د عکسونو په سر به افغاني ګڼد کیږدم چې مات نه شي

له کوټې څخه د میرمنې له وتو سره  سم بریالي بیرته  عکسونه د بکس له منځه لرې کړل، اړخ ته یې کتار کړل. میرمن چې یې کوټې ته راننوته، له عکسو په ډک غولي یې نظر تیر کړ. ګنډ یې پر بکس واچاوه. سړي د سګریټ ډبی په ګوته وډباوه:

-بار درنیږي نه یې راپریږدي

ښځې د افغاني جامو لمن له مځکې پورته کړه. د کمیس ایینې وځلیدې:

-عکسونه به څرنګه پریږدو که بار درنیږي له چوکاټه به یې وباسو

بریالي له ډبي راوتلی سګریت په شونډو کې ونیو، غاړه یې کږه کړه، لایټر یې ولګاوه:

-ګنډ هم دروند دی، ایسته یې کړه نه ځاییږي

میرمنې یې سر ته لاس ونیو بیا یې د یوه بکس زنځیر پرانیست د جامو پر سر یې یوعکس کیښود، د بل بې چوکاټه عکس پر سر یې ګوتې تیرې کړې، سړي د سګریټو راغونډ شوی لوګی د شونډو له یوه اړخه د یوه عکس د ختلي چوکاټ په خوا پو کړ. مخ یې د ګنډ خواته واړاوه، نور لوګی یې د ګنډ لور ته پو کړ. د میرمنې له لاسه یو چوکاټ ولوید، د ماتې ایینې له تړنګ تړونګ سره یې زوی له بلې کوټې رامنډه کړه، توپ یې په لاس کې و. پلار و مور پرې غبرګ غږ کړ:

-پام پام پام…شیشه دې په پښو کې ولاړه نه شي

هلک د بکس سر ته وخوت. مور یې جارو د ایینې ماتو ټوټو ته ونیو. بریالي په کوټه کې شاوخوا سترګې غړولې لکه څه چې ترې ورک وي. له تاقچې یې قطعې ورواخیستې، د قرې توس یې اړخ ته کړ، ملکه یې هم ورسره کیښوده، غلام هم بیا یې  نورو قطعو ته ټپ ورکړ، د قرې درې بیلې کړې پتې زانګه وانګه لاندې ولویدې. میرمنې یې چې د ایینې په تیګړو پسې سترګې غړولې ورته وویل:

-دغه څه کوې خو دا دی اوس مې جارو پرې تیر کړ

بریالي د ایستلي سګریټ بیخ له کړکۍ بهر واچاوه. زوی یې د بکس له سره لاندې ټوپ کړل، نارې یې کړې ده ته نه مور کتل نه پلار لکه چې د ده لوړ غږ یې نه اوریده.

بریالي د تخرګ له جیبه خپل پاسپورټ راوایست، ویزې ته یې وکتل بیرته یې پاسپورټ داسې بند کړ لکه په مکتب کې چې به د رخصتۍ زنګ ووهل شو او پرانیستې کتابچې ته به یې ټک ورکړ.

پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب