یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهطالبان د تېلو او ګازو ځینې زېرمې لیلاموي

طالبان د تېلو او ګازو ځینې زېرمې لیلاموي

تاند:(یکشنبه ، د غویي ۲۴ )  د طالبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور له یوه چینايي پلاوي سره په خبرو کې وویل چې دغه وزارت به ډېر ژر په هېواد کې د تېلو او ګازو یو شمېر زېرمې مزایدې ته وړاندې کړي.

طالبانو ویلي، چې په دې کتنه کې د چینایي شرکت استازو د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې.

شهاب الدین دلاور د افغانستان د کانونو په برخه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل: افغانستان د تېلو او ګازو بډایه زېرمې لري. د کانونو وزارت به ډېر ژر د دغه هېواد د تېلو او ګازو یو شمېر سیمې لیلام کړي او مینه وال کولای شي په قانوني توګه په مزایدې کې برخه واخلي.

طالبانو د تېر کال په فبرورۍ کې، د امو سیند په حوزه کې د نفتو د استخراج چارې چینايي کمپنۍ CPEIC ته سپارلې دي.

دغه چینايي شرکت به د سرپل ولایت د «قشغري»، «زمردسۍ»، «بازار کامي»، «اګدریا» او «انګوت» په سیمو کې د ۴۵۰۰ متر مربع مساحت په لرلو سره د نفتو یوه زېرمه استخراج کړي.

2 COMMENTS

  1. دا د ملت حق ده او طالبان قانوناً نشی کولی چی د افغانستان زیرمی لیلام کړی او دخپل دجهالت پرمخ بولوی مصرف کړی دوی کوم قانونی او رسمی حکومت نده نو خارجی پانګوال د په نظر کښی ونیسی. او له دی بی قانونه کړنو ځان لری وساتی او د افغان ملت د رضایت نه پرته دا ډیر ناګواره عواقب هم لری دا په دی معنا ده چی غل په رڼا ورځ د چا له کور څخه غلا وکړی چینایانو ټول پاکستان ګرو کړی ده او اوس د طالب له حماقت څخه ګټه پورته کوی او افغانستان ګرو کوی دا د افغانستان ملت پوری اړه لری چی ملل متحد ته شکایت وکړی او له غیر قانونی قرادادو چی رسمی حکومت نه وی ډډه وکړی

    • په هغه ګاډوله جمهوریت کی خو زورواکو چورواکو او دامریکا او ناتو چور اوچپاول ته هیچا هم عکس العمل نه ښود اوس چی نه چور شته نه چورواکی شته او نه دچا شخصی جیبونه ډک ګیږی بیا هم منفی نیوکی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب