جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ۴۰ میلیون ډالري بشري مرستې بله کڅوړه کابل ته ورسیده

د ۴۰ میلیون ډالري بشري مرستې بله کڅوړه کابل ته ورسیده

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۲۴ )  د افغانستان لپاره د طالبانو واکمنانو ویلي، چې نن د نړیوالو بشري مرستو یوه بله ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رسیدلې.

تېره چار شنبه هم د نقدي پیسو یوه ورته کڅوړه کابل ته رسیدلې وه.

طالبان وایي دا پیسې د ملګرو ملتونو اړوندو مرستندویو موسسو ته ورکول کیږي، چې پر بشري مرستو یې ولګوي.

د دوی له بیا واکمنیدو سره تر اوسه کابل ته نیږدې دوه میلیارده ډالره په ورته کڅوړو کې لیږدول شوي.

 د طالبانو منتقدین دا پیسې دغې ډلې ته د خپل واک د دوام لپاره د نړیوالو او په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالاتو د نامستقیمو مرستو نوم ورکوي، خو طالبان وایي دا پیسې دوی نه؛ نړیوالې موسسې لګوي.

نن په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې هیو وی لی د دغه هېواد د بشري وضعیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده او اعلان وکړ چې شل میلیونه افغانان هره ورځ د خوړو لپاره کافي خواړه نه لري او وږي ویدیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...