جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهراپورونه: طالبانو قادر شاه په هند کې سرپرست سفیر ټاکلی

راپورونه: طالبانو قادر شاه په هند کې سرپرست سفیر ټاکلی

تاند:(یکشنبه، د غویي ۲۴ ) راپورونه وایي، چې هندوستان په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او د طالبانو له لوري یې د یاد سفارت د سرپرست په توګه د قادر شاه ورمعرفي کیدل منلي دي.

قادر شاه، چې په خوست او کابل کې د سولې پيغام راډیو کارکوونکی و، وروسته یوه موده د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند و.

هغه په هندوستان کې زده کړې کړي او د جمهوري نظام په وروستیو کې په هندوستان کې د افغان سفارت کارمند و.

نا تایید شوي راپورونه څرګندوي، چې په هندوستان کې د جمهوري نظام سفیر ډاکټر فرید ماموندزی په یوه سفر لندن ته تللی و، چې له ستنیدو مخکې یې طالبانو د هندوستان په همغږۍ قادر شاه د هغه پرځای سرپرست ټاکلی او هند ماموند زي ته د بیرته ستنیدو اجازه نه ده ورکړې.

هندوستان او طالب رژیم دواړو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې  پاکستان، ایران، چین، ترکیې، متحده عربي اماراتو او روسیې هم د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارلي او د دوی له لوري معرفي شوي دیپلوماتان یې منلي دي.

د طالبانو رژیم تراوسه د نړۍ د هیڅ هېواد لخوا په رسمیت نه پېژندل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب