جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه تاشکند کې د افغان – ټرانس اورګاډي د پروژې ګډ دفتر...

په تاشکند کې د افغان – ټرانس اورګاډي د پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۲۴ )  د ریل پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو رژيم ویلي، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ریل پټلۍ د کار د پرمخ بیولو په موخه د افغان – ټرانس اورګاډي د پروژې ګډ دفتر جوړ شوی او د درې واړو هېوادونو د اړوندو استازو له خوا به اداره کیږي.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو ویاند عبدالسمعیع زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل او اسلام اباد کې هم د افغان – ټرانس اورګاډي د پروژې دفترونه پرانستل شي.

د طالبانو د رژیم د اقتصاد وزارت مرستیال “عبداللطیف نظري” وویل دا پروژه کولای شي په دغه هیواد کې د اقتصادي تحرک، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، اقتصادي ودې او پراختیا لامل شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان هم وايي چې دا پروژه به د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ټرانس افغان اورګاډي پټلۍ د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسیا له هېوادونو سره نښلوي.

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د معلوماتو له مخې، له مزارشریف څخه تر تورخم پورې د افغان – ټرانس پروژه څه باندې ۷۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري او په پام کې ده چې د شپږو میلیاردو ډالرو په لګښت یې چارې په پنځو کلونو کې بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب