جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: د ورځې ۲۰ میلیونه افغانان وږي ويدیږي

د خوړو نړیوال پروګرام: د ورځې ۲۰ میلیونه افغانان وږي ويدیږي

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۲۴ )   په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې هیو وی لی د دغه هېواد د بشري وضعیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده او اعلان وکړ چې شل میلیونه افغانان هره ورځ د خوړو لپاره کافي خواړه نه لري او وږي ویدیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې وضعیت خورا کړکیچن وباله او زیاته یې کړه: په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

اغلې هیو وی لی په افغانستان کې بشري وضعیت تر ډېره په افغانستان کې جګړې او سیاسي بې ثباتۍ ته منسوب کړ، چې د هغې په وینا د پراخې بې وزلۍ، د خوړو د خوندیتوب او لومړنیو خدمتونو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي لامل شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ: تېر کال یې په افغانستان کې د ۱۲ میلیونو ښځو او نجونو په ګډون له ۲۳ میلیونو وګړو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

 دغه نړیوال بنسټ ټینګار کوي چې له افغانستان سره د مرستو دوام ۸۰۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو، سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی، تر ټولو کمه بودیجه لري.

مخکې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څار ادارې(سیګار) په یوه راپور کې ویلي وو، چې له افغانستان سره د امریکا مرستو د طالب مشرانو خیټې غټې کړي، خو برعکس ورځ تربلې د افغانانو په څېرو کې د لوږې شدت زیاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب