جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+دوه خانان: د پښتنو د یووالي نښه | نصیب اللہ اڅکزی 

دوه خانان: د پښتنو د یووالي نښه | نصیب اللہ اڅکزی 

دواړه معاصر وو. دواړه د عدم  تشدد د فلسفې پېروکاران وو. دواړه د مظلوم قامونو د حقونو د ساتنې لپاره کلک لکه غرونه ولاړ وو. دواړه په ګډه د پنځه لسیزې د زندانونو شاته تېر کړ. دواړه د شعور د رامنځته کولو او د پښتون ملت له ژور خوب څخه د راویښولو لپاره بشپړه ھلي ځلي وکړې. دواړو د ظلم پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړه. په هغه وخت کې چې ملت بې منزله او بې رهبره و او کله چې د انګریزي استعمار او د هغوی د وحشتونو تر سیوري لاندې وو، خان عبدالغفار خان عرف باچا خان او عبدالصمدخان اڅکزی د چارواکو په وړاندې په کلکه ودرېدل. نه زندانونه او وحشتونه د دوی غږ خاموش کړی او نه د زمانې د فرعونانو د مراعاتو لالچ د دوی مخه ونیولی.

دواړو د پاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته د چارواکو لخوا د  امتیازاتو وړاندیزونه رد کړل. د دوی صداقت او ملت ته د ژمنتیا تصور وکړئ چې دواړه شاوخوا 50  کاله د زندان تر شا د قام د حقوقو او سر لوړي لپاره تېر کړ. ایا موږ د ملت لپاره د داسې قربانۍ تمه د بل چا سه کولی شو؟

که څه هم دواړو بېل بېل سیاسي ګوندونه درلودل، خو دوی په يوه کښتۍ کې د ورته اهدافو سره سفر کاوه. د ون یونټ له جوړېدو وروسته دواړو خپل سیاسي ګوندونه په NAP کې ضم کړل. د دوی اختلافات د ون یونټ لدد ختمېدو وروسته هغه وخت راڅرګند شو کله چې عبدالصمد خان اڅکزي په بلوچستان کې د یوې جلا پښتون صوبې یا په اوسني خیبر پښتونخوا کې د بلوچستان د پښتنو د اکثریت سیمو د یوځای کیدو غوښتنه وکړه.

خان عبدالصمد خان اڅکزي له NAP سره د جلا کیدو وروسته خپل بېل ګوند جوړ کړ. که څه بیا هم، هغه د ANP  د مشرتابه سره د پالیسۍ مسلو په اړه تحفظات درلودل، مګر ھغه اختلافات د احترام په چوکاټ کې نغښتې وه. خان عبدالغفار خان که څه هم د خپل زيات عمر له سببه خپل سياسي فعاليتونه يې پرېښودل او د سياسي چارو واک يې خپل زوى خان عبدالولي خان ته ورکړى و، ھغوي ھم له عبدالصمد خان اڅکزي سره تودې اړيکې درلودې.

همدا اوس موږ د دواړو ګوندونو د زوانانو له خوا د یو بل د رهبرۍ پر ضد د سوشل ميډيا ټرولنگ، ناوړه کلتور، او ښکنځل شاهدان یو. حتی خان عبدالغفار خان او عبدالصمد خان اڅکزی هم له دې ناوړه عمله نه خلاص نه دي. د قام لپاره د دوی قربانۍ د وړو سیاسي ګټو لپاره د بدنامولو وړ نه دي.

د دې لوی مسوولیت د دواړو ګوندونو د رهبرۍ پر اوږو دی چې د خپلو پلویانو د دې ناپوهۍ د خپرولو مخه ونیسي. د بدنامی په دا جنګ کي هیڅوک ګټونکي نه دي. تاواني ټوله پښتانه دي څوک چې د نفاق په لمبو کې سوځي. خان عبدالغفار خان او عبدالصمد خان اڅکزي دواړو خپل کار په درنښت، سرښندنې او قدردانۍ سره ادا کړ، حتی له خپلو سیاسي سیالانو څخه ھم ستاینه اخیستې ده.  که څه هم د دوی وارثان ، پرته د معقول میراث  چې دواړه خانانو  پریښودل، د ملت په څیر ګټور او بریالي ثابت نه شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب