Home+مدیریت | ارسلا احساس

مدیریت | ارسلا احساس

د مدیر او مدیریت له نوم سره به ډېر آشنا یاست؛ خو د مدیریت په اړه تر ډېره یو منل شوی تعریف تر اوسه موجود نه دی، پوهان د مدیریت مسله له مختلفو زاویو ګوري؛ مثلا ځینې پوهان وایي مدیریت په لغت کې اداره کولو ته وایي او په اصطلاح کې ټاکلو هدفونو ته د رسېدو لپاره د انساني او مادي قواوو همغږي کولو په لږ مصرف او لنډه موده کې مدیریت بلل کېږي.

ځینې پوهان بیا په دې نظر دي، چې د موخو، پلانونو، دندو او سرچینو په شان د اداري ارکانو اداري ته مدیریت ویل کېږي.

خو تر ډېره چې پرې توافق شوی یا ورته تعریفونه دي دا تعریف یې غوره او د مدیریت اصلي او اساسي مسایل پکې لیدل کېدای شي.

مدیریت د یو منل شوي ارزښتي نظام پر بنسټ  د کار وړ او انساني سرچینو د اغېزناکې کارونې جریان دی.

دغه تعریف لاندي پنځه بنسټیز ټکي لري.

– مدیریت یو جریان دي.

– مدیریت د انساني تشکیلاتو پر لارښوني دلالت لري.

– اغېزناک مدیریت پر مناسبي تصمیم نیونې او د مطلوبو پایلو پر ترلاسي ولاړ دی.

– کارنده مدیریت د سرچینو تخصیص او مدبرانه مصرف متضمن دی.

– مدیریت پر هدفمنو فعالیتونو تمرکز لري.

نو د مدیریت په اړه د مختلفو پوهانو نظریاتو، تعریفونو او اندونو ته په کتو ویلی شو، چې مدیریت په پلان جوړونه، منظمولو، د سرچینو او مکاناتو تنظیم، هدایت او کنټرول کې د مادي او انساني سرچینو د اغېزمنې او کارنده کارونې بهیر دی.

د مثال په ډول: په یوه سازمان یا ګروپ کې کسان کوم کار، څنګه او ولې ټاکو یا کوم شی له کومو سرچینو او څنګه امکانات او آسانتیاوې په لنډه موده کې رامنځته کوو او د دغو کسانو ټاکل، هغوی ته لارښوونه، سرچینو او امکاناتو رامنځته کول او پر هغوی باندې کنټرول ته مدیریت وایي.

نور بیا………

اخځلیکونه:

۱-  د سازمان او مدیریت بنسټونه

د محمد نواب خوښ ژباړه

۲-  نن ټکی آسیا

۳- sapand is on Facebook

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...