Homeخبرونهروسیه: سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي

روسیه: سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۲۴ )   د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ټینګار کوي، چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کېدل غواړي.

کابلوف ټاس خبري آژانس ته ویلي لوېدیځ هېوادونه غواړي چې طالبان باید تر هرڅه وړاندې حقوقي مسایل په پام کې ونیسي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي:«موږ د سیمې هېوادونه یعنې، روسیه، چین، ایران، پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند باور لرو، چې لومړیتوب باید په افغانستان کې د ټولګډونه مشرۍ جوړښت وي او د دغه راز جوړښت رامنځته کېدل به په افغانستان کې د ښځو د حقونو په څېر د نورو مسایلو په حل کې ډير مهم وي.»

  د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د دوی د رژیم جوړښت ټول‌ګډونه ګڼي او وایي، چې د ښځو حقونه او د نظام د جوړښت څرنګوالی د افغانستان کورني مسایل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د قطر صدراعظم د یوه پلاوي په  مشرۍ کندهار ته سفر کړی او ځینې مهم پيغامونه یې طالب مشرانو ته رسولي.

ځينې شنونکي فکر کوي، چې قطري چارواکو په دغه سفر کې د امریکایي چارواکو مهم پيغامونه طالب مشرانو ته رسولي.

طالبانو د دغو پيغامونو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

1 COMMENT

  1. سمیز هیوادونه د لمړی خپل نظامونه ټول ګډونه کړی بیا د له نورو څخه غوښتنه ولری ، روسیه او چین خو اصلا هیڅ اپوزیسیون نلری او خپل اقلیتو نو ته انسانی او بشری خقوق هم نه ورکوی ، پاکستان او ایران خو د صرف د پلوچان راضی کړی هم به ډبره وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...