سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+انساني ادارک، فهم (پوهه) او مصنوعي ځيرکتيا

انساني ادارک، فهم (پوهه) او مصنوعي ځيرکتيا

سپين روان نورزی

د مې مياشتې په لومړۍ نېټه د ګوګل شرکت د مصنوعي ځيرکتيا پنځه اويا کلن ډاکټر جيوفري هېنټون چې ( د مصنوعي ځيرکتيا پلار هم بلل کېږي) استعفاء وکړه او په خپل دې تخليق يې پېښمانتيا څرګنده کړه او استدالال يې وکړ چې مصنوعي ځيرکتيا به د انسان ځای او کار ونيسي حتا د تخليق او څېړنې په برخه کې به هم په انسان مسلط شي، ده د چټ جي پي ټي(Chat GPT) ته په اشارې وويل، ځکه هغه څه چې انسان يې په مياشت کال حتا په کلونو کې زده کوي، هغه به دی په يوې کاپي په سلګونو او زرګونو ماشينونو کې تکثيروي.

ښايي د دې انجينر موخه او بيان ځينې نور تعبيرونه هم ولري، خو ډېر خلک يې په دې اندېښنه کې کړل چې دا ځيرکتيا به د انسانانو ځای ونيسي او هر ډول انساني هڅه او تفکر به د ماشين تابع وي او له ماشينه به ځيرکتيا کاپي کوي.

موږ په دې بحث نه کوو چې دا به د انسان په خير وي او که په شر، زموږ د بحث محور دا دی چې رښتيا هم انسان دومره محدود دی چې کاپيو ته مجبور شي، او د خپل سرنوشت په اړه د ماشين تابع شي؟

د انسان يو ستر صفت ټولنيزې اړيکې او په ټولنه کې ژوند دی، په همدې وجه انسان ټولنيز مخلوق بلل کېږي، له ټولنې موخه يوازې ټولونه نه ده، بلکې د يوه او بل همکاري او هره ورځ د نوي تفکر زيږيدل دي.

انسان چې هر شپه د خوب ځای ته ځي په دې فکر کوي چې سبا به د خپلې تيرې ورځې د سختۍ حل په کومونو ميتودونو او تکتيکونو سره اسانوم، او له خلکو سره به په کوم انداز تعامل کوم، يعنې انسان له خپل پرون څخه زده کوي او په نن کې استفاده ترې کوي ترڅو سبا يې روښانه وي.

له بلې خوا انسان په انساني ټولنه کې د فرهنګي مخلوق په توګه ژوند کوي، او هره ټولنه د ځانګړي فرهنګ لرونکې ده، او په دې فرهنګونو يوازې انسانان پوهېدلی شي او بس، ځکه انسان پرته له دې چې په اشارو او ظاهري عکس العملونو پسې وګرځي، احساساتو او روابطو ته هم ارزښت ورکوي او هرې اشارې ته غبرګون د احساساتو او روابطو په بنياد څرګندوي، د بېلګې په توګه که موږ ته پلار ترخه خبره کوي يا مو په څپېړه وهي، موږ ورته سر ټيټوو، يا مو ملګری او همځولی کنځا ( ځياړه) راته کوي، موږ ورته خاندو، خو که همدا عمل يو پردی کس وکړي، نو زموږ غبرګون به يو سلو اتيا درجې تغيير وکړي، همدا ډول د وېرې او يا د برلاسي په وخت کې هم زموږ عمل او غبرګون د اشارو او خبرو په وړاندې سل په سلو کې توپير کوي او دا درک کوو چې څه بايد وکړو.

دريمه دا چې د فرهنګ مترادفې جوړې شوې اصطلاح (هڅوب) ” هغه څه چې ولسونه سره بېلوي” ته په کتو انساني ټولنه د بېلا بېلو فرهنګونو ټاټوبی دی، او هر فرهنګ له هغه بله بېل دی، د بېلګې په توګه افغاني خواړه، په افغاني ټولنه کې خپلوي پالل، استوګنه، د خبرو انداز، د وسايلو کارونه، د وسايلو توليد، ارزښتونه او نښې (سمبولونه) له هرې بلې ټولنې سره توپير لري، همدا توپيرونه په هره ټولنه کې د ځانګړو اقتصادي، سياسي او ټولنيزو شرايطو محصول ګرځي، يا همدا شرايط د ټولنې لپاره فرهنګ توليدوي. که چېرې موږ خپله ادعا له لويو ټولنو د کوچنيو په لوري تعقيب کړو، نو څومره چې لاندې راځو دا توپيرونه به وينو، حتا تر دې پورې چې افراد هم لکه څه ډول چې په خپلو کې بيولوژيکي توپيرونه لري، همدا ډول فرهنګي او فکري توپيرونه سره لري، د هرې ورځې په تيرېدو سره د انسان فکر د بدلون په حال کې دی، او دې توپيرونو په انساني ټولنه کې د تنوع يو بې پايه او نه اټکلېدونکي رنګا رنګۍ جوړه کړې ده. که څه هم ټولنه د متنوع او ډول ډول انسانانو کوربتوب کوي، خو هغه څه چې د ټولو انسانانو يو شان دي، هغه د ځان ساتنې حس، په نورو د حاکميت جذبه او تعامل د هر انسان ځانګړتيا ده، خو د دې کچې او شرايطو معلومول چې يو کس د يادو شويو دريو ځانګړتياوو په کوم حالت کې دی حتا خپله د انسان له وسه هم وتلې خبره ده، نو په همدې اساس موږ ويلی شو چې هغه ماشين چې يو انسان يې جوړ کړي يا يوه ډله انسانان يې جوړ کړي، دوی به څه ډول هغه دومره ځيرک کړي چې د يوه انسان په اړه سمه پرېکړه وکړي او يا د يوې ټولنې راز راوسپړي، ځکه که موږ په يوه غريبه ټولنه کې د يوې مور سره د هغه د مسافر زوی په اړه خبرې کوو، په لومړی مرکه کې يې مور د خپل زوی په اړه معلومات نه لري، د خبرو په جريان کې يې له سترګو اوښکې راتويږي، په دويمه مرکه کې همدا مور د خپل زوی په اړه يې معلومات پيدا کړي، حتا يو‎ لاسي ساعت، يوه شامپو او څو دانې خوشبويه صابونه يې هم ورته رااستولي، خو مېرمنې ته يې هم همدا شيان رالېږلي دي، د خبرو پر مهال بيا هم د مور له سترګو اوښکې بهيږي، يو ماشين چې په اروپا کې جوړ شوی، يا په کابل کې جوړ شوی او يا په يوه بل ښار کې جوړ شوی دا څنګه معلوم کړي چې د مور دا اوښکې د خپګان دي، عاطفې دي او که د غصې دي.

په اتلسمه پېړۍ کې انګريزانو او پروتګاليانو چې غوښتل يې نړۍ تر خپل ولکې لاندې راولي، د انسانپوهنې څخه په استفادې يې د هدف لاندې ټولنو د فرهنګو مطالعې پيل کړې ترڅو په هغه ټولنو باندې د دوی له فرهنګ سره سم تسلط پيدا کړي، خو له څه مودې وروسته نه يوازې بريالي نه شول، بلکې د علومو په تاريخ کې يې دا پوهنه وشرموله او دې ته يې د علومو موټونګۍ ( حرامزاده) نوم ورکړ.

لنډه دا چې يو ماشين به وکولی شي چې په رسنۍ کې خبرونه وړاندې کړي او يا په يوه هوټل کې د يوه خدمتګار په توګه دنده اجرا کړي، يا په يوه دفتر کې د يوه مامور په توګه کار وکړي، يا په بل هر کار کې به د انسان زحمت کم کړي او کارونه به اسانه کړي، خو دا نه شي کولی چې د انساني فرهنګ سره سم د خلکو احساسات درک کړي، او داسې پرېکړې وکړي چې د مقابل لوري د فرهنګي شرايطو په چوکاټ کې سمې  وي، ځکه انساني ځيرکتيا د خالق (ج) له خوا له يوه ځانګړي فرهنګ سره جوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب