جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودله پوهاند دوکتور زيار سره یو بانډار/ ډاکټر خسرو سنگروال

له پوهاند دوکتور زيار سره یو بانډار/ ډاکټر خسرو سنگروال

د پښتو پانگې پرله پسې پراختيا او پرمختيا
د” يوې- کره- ليکنۍ پښتو “د نيم پېړييز غورځنگ بريا ده
يوازې د پوهاند زيار نه.

ولسمشر، ولسمشريزې ټولټاکنې، سرمشريزه، وړانديز، پايله، نوماند، ځايناستی، رسنۍ، برخمن، برخليک، ستاينليک، کارپوه، مرستندوی، چارواک، زورواک، ولسواکي، بنسټپال، ځانمرگی، ځانوژنه، منځلاری، سختدريزی، لوبغالی، لوبډله، پېروپلور، گڼمېشتی، لاسرسی، ډېری، لږه کی، پرېکړه، هوکړه، ژمنه، پوخلا ينه، بيا رغاونه، ارزونه، مننه، منښته، شننه، شونتيا، ترينگلتيا، نوملړ، شپېپاڼه، خبرپاڼه، کورپاڼه، پوهاوی، ناسته، ستاينغونډه نمانځغونډه، يادغونډه…

پورته ټکي هغه خواږه او آسانه ویونه دي چې نه یوازې په ژبو او غوږونو ښه لگېږي، له علمي او څانگپوهیز اړخه هم په تول برابر دي. دا ویونه مونږ ته په دې بڼه له لرغونو متونو څخه نه دي راپاتې، بلکې د علم او پوهې د پراختیا نه د رازېږېدلې اړتیا پر بنسټ د پښتو ژبپوهنې سرلاري پوهاند استاد مجاور احمد زیار پنځولي دي.

خو د استاد زیار علمي کار او بریا د نوو ویونو تر بریده نه ده ایساره. زه وایم دا به ډېره ناځواني وي چې استاد يوازې او يوازې د نويو ټکو(وييونو) پنځوونکی و انگېرو.

دی پر نړیوال کچ يو پېژندلی، او بيا پر هېوادني کچ په ټوله مانا، د لومړي اکادېميک پښت يوازېنی ژبپوهاند دی چې له نيمې پېړۍ راهيسې يې د ”يوې يواز ېنۍ- کره ليکنۍ پښتو “د غورځنگ له لارې، خپلې پنځونې له نو رو ژبو سره د سيالۍ او برابرۍ په موخه پر مخ وړي دي.

په نورو ټکو، تراوسه د نوې پښتو ژبپو هنې يوازېنی استازی دی چې د پښتو سيالي ته يې خپل ټول اندوژوند ځانگړی کړی، شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې او ورسره ور سره يې سختې ستو غې، نادودې، ناخوالې او تاوانونه توپانونه گاللي او زغملي، او تر ننه پورې دغه تاريخي استازي (رسالت ) په ټوله تيوريکي او عملي وړتيا او پيا وړتيا پر مخ بيايي.

لکه څنگه چې له ډېرو پښتومينو مې اورېدلي او لوستلي دي، دی په يوازېني ځان د څومره یيز او څرنگيز پلوه يوې ” اکادېمي “ هومره ارزول کېدای شي او دا دی، دخپل ژب-فرهنگي غورځنگ په لړکې يې د يوې ازادې اکادېمي د رامنځته کولو پور هم راپورې کړی دی.

ما یوه موده د مخه د څه زده کولو په موخه آکسفورد کې استاد سره يوه ګړۍ نیمه مرکه وکړه چې دلته تاسو سره د هغې مرکې يو نڅوړ وړاندې کوم.

پوښتنه:

استاده! دا رښتيا ده چې په ليکنو، ويناوو، رسنيو کې پرلپسې رادودېدونکي نوي نوي ټکي او وييونه له سېلمې ستاسې رغاونې دي؟

استاد زيار:

وارله مخه چار ناچار دا خواشيني او نهيلي څرگندوم چې يو گڼ شمېر ليکوال او ان پوهان له نورو ژبو سره زما د”سيالۍ“ خبره يوازې او يوازې له نيولوجېزم سره غوټه کوي او د نوې تيوريکې او مېتوديکې ژبپوهنې په رڼاکې مې له پارسي تر انگليسي پورې د سيالۍ له مخې د نوې پښويې(گرامر)، وييپوهنې، آرپوهنې (اېتمو لوجۍ) ، سيندکښنې(لېکزيکوگرافۍ)، ليکلارې (ستايلېستيکس)، شعر پوهنه او غږپوهنه (پويتيکس و فونېتيکس) ، گړدودپوهنه (گويش شناسی)، گړ نپوهنه (فرازيولوجي)، د هېواد څوار لس ژبو پر څه له پا سه سل گړدودونو څېړنې او څه له پاسه درې زره (رسنيزې) ليکنې څېړنې او تر ټولو روسته، د پښتو او پښتنو لومړنی ژب- توکميز(اېتنو- لېنگوېستيک) تاريخ پر بډه وهي!

نوې رغاونه (نيولوجېزم) زما د ژبني- فرهنگي هاندوهڅو او هغه هم د يوې يواز ېنۍ کره ليکنۍ پښتو د يوې نه بېلېدونکې برخې په توگه د ارڼاوی ياسپيناوی په کار دی چې داټولې علمي- فرهنگي نوې رغاونې نه دي، بلکې له لويه سره هغه ((څلورگونې پښتو پانگه)) رانغاړي چې ماد غورځنگ په هماغو لومړ يوکې ډا گيزه کړې ده:

(۱) ژوندۍ اودوده گړنۍ گړدودي، لکه: پړاو، لوبغا لی، ډېری (اکثريت)، خبر يال،کډوال، ستونزه، ربړه، پنډغالی، بټۍ، پرگنه، اړ يکی ، اړين، ولکه، نيو که،کچ (سطح، مقياس)، کچه (اندازه، مقدار)، شونی، پلور و پېر، لا رې چارې (تدابير)، ماتې گوډې، خپلمنځي(خودمانی، ذات البينی)، خپلمنځي اړيکي، تر ينگلی، نچوړلی، پسو للی، ښاغلی، اغلې.. .

(۲) زړه پانگه، لکه: نړۍ، هېواد، يون،وياړ، ويی، اند، واند(خيال)، نوماند، پېر، بهير، پايله، لا مَل، ناورين،ناتار، رښته (حق)، برم، پرتم، بريا (دستآورد) بری او بريا( پيروزی ودست آورد)، ژمنه، پرېژه (طلاق)، دوتنه، اړه تړه،اړاوتړاو نور.

(۳) رغاونيزه، لکه: روغتون، پوهنتون، زېږنتون،زېرمتون، مرستون، پوهنځی، پالنځی، پخلنځی، خبرځای، تمځای، الوتکه، چورلکه، اورگاډی، خرگاډی، اسگاډی، لاسگاډی، بنسټپال، بنسټپالي، ښکېلاک، زبېښاک، نيواک، نيواک گر (اشغا لگر)، بلوساک ، بلوسگر (تجاوزگر) ،بلواک، خپلواک، پلاوی، کتنپلا وی (امين دريځ)، پوهاوی، ورانپو های (ناسم پوهاوی)، ټولگټی (وزارت فوايد عامه)، همگټي(هېوادونه)، ټولگټي (هېوادونه)،وييپانگه، وييز ېرمه، رغاوی، خپراوی، رغاوی، سماوی، نوملړ، نو مليک، نومليکنه، لوبغا لی، لوبډله، اور لوبه، وزلو به، پايلوبه، لاسر سی، لار يون، پر مخيون،ليکلار، چارواک، زورواک ، ولسواکي، تنظيمواکي، کورواکي، ولسمشر(کره: هېواد مشر)، برېښناليک (کره: برېښليک) وگړنی، وگړ پوهنه، ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، توکمپوهنه، ټلوا له، شتون،نشتون، منښته (اقرار)، نمښته (انکار)،ليکنه، څېړنه، شننه،ځيرنه، شونتيا،گواښنه، پانگونه، ننگونه، ارزونه، وړ انديز،گوتڅنډنه،گوتنيونه، پو خلاينه، وړانديز، وړاندويينه، وړاندېينه (عرضه)، غو ښتنه وړاندېينه (عرضه اوتقاضا)، خونديينه، پېروپلور،اړه تړه يا اړاو تړاو (زد وبند، بندوبست)، رخه سخه (کينه وعناد)، خپرېدا، سړېدا، ټو کېدا …

(۴) پور پانگه(مستعاره) پانگه،لکه: حکومت،دولت، تخنيک، ميخا نيک مېکا نيزه، اننير، ډاکتر(دوکتور)، بانک ، کمېسيون، تېکنا لوجي،کمپيو ټر، انټرنېټ، وزير، وزارت، والي، سفير، سفارت، پاسپورت، ويزه،سکرتر، آتشه ، ما ليه، دفاع ، عدليه، محا کمه،محکمه، مخابرات، اطلاعات،فرهنگ، گمرک، بيمه، تعرفه، آوېز، سپورت (ورزش) ، رپورت (رپوټ) (گزارش) ، دېموکراسي (ولسواکي)….

اودا خبره هم سمه نه ده چې دا دومره نوې رغاونې د يوه نومېرلي(مشخص) وگړي کار دی، دا د ډېرو ليکوا لو، رسنوالو، پوهانواوفرهنگيالانواو په تېره دځوان کمپيو ټري پښت له نوښتونو گڼل کېږي چې دکمپيوټر ساينس دنومونو (گورتپاڼه، کورپاڼه،ووبپا ڼه ياجالپاڼه، نړيجال…) او بيايوزرکلن (پارسي-عبري) اوونيز نومونه (شنبه، يک شنبه ، دوشنبه،سه شنبه، چارشنبه…) راپښتوکول (لومړنۍ، يونۍ،دونۍ،درنۍ، څلنۍ، پېنځنۍ، ادينه).

پوښتنه:

دلته دا پوښتنه او اندېښنه رامخته کېږي، چې د څانگسيندونو یا اختصاصي قاموسونو دا دومره خپلسري وييرغاونې گډوډي يا انارشېزم نه را ټوکوي؟

استاد زيار:

ما دا يوښه شگوم بللی چې دځوان سولگري (کمپيوټري) پښت له راټوکېدو سره، يو بشپړ ډېری هغه ليکوال، شاعران، پوهان او رسنوال دغه ستر کار ته را هڅېدلي،.نه يوازې يې زموږ د رغاونو دودونې، چې لا ترڅنگ يې يومخيز او هراړخيز نيولوجېزم ته هم اوږه ور کړې ده. په تېره هغه ښاغلي او اغلې چې زما له لارښودونو سره سم يې تر سره کوي او يا يې لږ تر لږه تر خپرونې او دودونې وړاندې يې راسره شريکوي. يوه غوره بېلگه يې د بي بي سي پخواني پښتو وياند (گوهر) رغاونې وې، ځکه تروسې وسې يې زما د وييپوهنې پر کنډه برا برولې، او نور يې راسره تر جوړجاړي روسته پرکار اچوي. په کتابي بڼو راسره د دوکتو رې سيما ابراهيخېلې، دوکتورنجيب او مجيب بياباني طبي،اناتومي او اقتصادي څا نگسيند ونه، او ان تازه پرتازه دافغانستان دکرېکټ بورډ نومونې(ترمونه) د ديجيتال نړ يجال (انټرنېټ) له لارې پر ليکه دي. د زاهد مشواڼي او دوکتور بهيج څو ټوکيز چاپ کړي هغه دومره اړپېچ نه لري، خو بياهم څانگپوهيزه پازوالي(مسلکي مسووليت) مې دېته راڅکوي چې د نويزونو(نيولوجېزمونو) سيندگي په درېيم چاپ کې يې ترکرونې روسته راخوندي کړم. همداسې د بېلابېلو خپلسرو ليکوالو او څانگپوهانو ناکره هغه هم درواخله! دا نو، نن سبا د څانگپوهو سيند کښونو (قاموس ليکونکو) پازه ده، د بېلا بېلو پوهنڅانگو پرلپسې رامنځته کېدونکې پښتو ترمينالوجيو د اړوندو لارښودونو اولار ښوونو په رڼا کې په بېلا بېلو سيندگيو او بيا سره يوځايي په ((لومړني بشپړ پښتو سمندر)) کې راونغا ړي، لکه څنگه چې زموږ د څلوېښت کلن غورځنگ، هغه هم د((زيار اکاېمۍ)) له لومړنيو کارونو څخه گڼل کېږي. له ښه مرغه د پوهنتو ني ړومبي دوه سوه مخيز چاپ ۳۵کاله راروسته د وييپوهنې(لېکزيکولوجۍ) څلورهومره غځېدلی کتاب مومند خپرندويې ټولنې تازه راچاپ و خپور کړ. هيله ده، د نوې پښتو ژبپوهنې، وييپو هنې او بيا وييرغاونې مينه وال يې تر لاسه کړای شي!

پوښتنه:

پر سرکاري کچ پښتو وييرغاونه د څرنگوالي او څومره والي له مخې څنگه ارزوئ؟

استاد زيار:

هسې خو وييرغاونه له آره له وگړنۍ ژبې راپيلېږي او پر بنسټ يې په ليکنۍ ژبه کې رغاونې کېږي، لکه: اجلځی،درمندځی، کټمل،غوبل،غوبلرگی، غويمنډ،غويمه، غوجل، غولانځه، غو يلاڼه،غوبه، کوچلانه (مشک مسکه اندوزی )، پلاڼه (مشک کلان آب)، لېر به، وزبه، اوښبه، اوړبه، خسبه، پوونده، کوربه ، نارينه، ښځينه، ښځوک، ښځنوک، نر گله، ښځگله، (د اوښانو په تړاو)، د کوچاني او پووندگلي او بيا د ځمکوالي پړاو پانگه. په ليکني پېرکې د همدغو ولسي مخبېلگو له مخې له ليکوالواو شاعرا نو سره را نښلي چې ترننني پرمختللي علمي- فرهنگي پېره رارسي. په دې کې څه خرخشه نشته چې ترما درې څلور لسيزې له مخه په سرکاري ((پښتو مرکې- پښتو ټولنې)) اډانه کې دپښتو له ((ملي-رسمي)) دريځ راخپلولو سره د روا نې لمريزې پېړۍ له دويمې لسيزې راهيسې، هغه هم پرايران (آريان) د (پارس) نوم اړونې دغبرگون او د خپلواک افغاني وکر(هويت) د زبادونې په انگېزه، له پښتو پلار مومند بابا رانيولې تر استاد رښتين پورې پخوانو استادا نو او ليکوالو د گرا مري او ليکدودي يووالي ترڅنگ د گړدودي او زړې پانگې په دودونه او د نوې پانگې په رغاونه کې څه نا څه هاندې هڅې کړې دي، خو له نويو ژبپوهنيزو او بيا وييپوهنيزو آر ونو(اصولو) سره نابلدتيا اوبيا يې نه پرلغښتيا د دې لامل شوې چې له تربرې پارسۍ سره د ((ايراني پشتوانې)) په در لودنه څومره ييزه او څرنگيزه سيالي و نه شي کړای.

لکه چې مې وار له مخه وويل، ماد غورځنگ په لومړيو کې يوازې نوې رغاونې نه، بلکې دوه نور ډوله (زاړه او گړدودي) وييونه ورو ورو رادودول ، داسې چې تريوه مهاله مې پخواني(عربي، پارسي، انگرېزي …) انډولونه ورسره په لينديو کې نيول، خو يو وخت دومره را دود شول چې ځينې يې ان پرلنډنومونو کورنيو نومونواو بيا وگړنومونو واوړول شول، لکه: اند، پا څون، غورځنگ، بهير، ځواک، ځواکمن، يون، رغون، سمون، لمسون، پيوستون، مر ستين، لورين، انځور،کرگر، کروندگر، بلهار،گلونه، گلڅانگه، گلپاڼه، گلمينه، سرغندوی، ژغورندوی، رغنده، رغندوی، سهاند، ژمن، مر ستيال، ننگيال، پتيال، تور يال، جنگيال، پتوال، پاسوال، پتمن، پر تمين، بريال، برم، برميال، وگړپال ، څاروان، مخکښ….

زما وييرغاونه   زيا تره پر پوهنيزو او بيا ژبپوهنيزو نومَونو(دانشواژه ها) راڅر خي. د خبرتيايي تخنيکپوهې دوه درې زره نومونې چې پر۲۰۰۵کال دمخابراتو د(کمپيوتر ساينس) څانگې د سروال ښاغلي منصور انصاري، استاد صميم او زما له خوا رغول شوې، د مايکروسافټ د غونډو( شپږلکو اوشپږويشت زرو) نو مَونو يو ناڅيزه برخه راخلي او په اړوند گروپ کې له انگلېسي او روسي رانيولې تر عربي او پارسي ژبو پورې لا کلونه پخوا ټولې سرته رسولې دي. هن، ما داخپل څانگپوهيز واک ځانته خوندي سا تلی چې د وييپوهنې او وييرغاونې د ټولمنلو آرونو او چمونو له مخې وارزوم او تر سمون روسته يې د دودونې هوکړه او پرېکړه وکړم، لکه واخلې داوونۍ د ورځو نومونه (خالي، يونۍ، دوه نۍ، درې نۍ، څلور نۍ، پېنځه نۍ،جمعه) پر(لومړنۍ، يونۍ،دونۍ، درنۍ، څلنۍ، پېنځنۍ، ادينه)، ياد استاد بختاني په وړانديز(څلورلاری) پر(څلاري) او د يوه بل ناپېژند ليکوال په نوښت (پلې لار) پر(پللار) اړول او داسې نور.

پوښتنه:

تاسې به خپلو ليکنو او کتابونو کې دا فارمول وړاندې کړی چې د يوې ژبې ليکنی آرومعيار پررغاونيز-پښوييزې یا گرامري يو رنگۍ او وييپانگيزې یا لغوي رنگارنگۍ ټيکاو لري، خو ځینې بيا ستاسې دا لومړی آر (اصل) تر يوځايه مني، خو دويم دا، په دې او هغې پلمه نه درسره مني، او په تېره وييرغاونه خو ځینې ستاسې ځانگړې سليقه بولي، نه له نورو ژبو سره سوسيو- لېنگوېستيکي اړتیا، که په دې اړه راته لنډه رڼا واچوئ!

استادزيار:

دا سمه ده چې ځینو کسانو پرته له کوم علمي ملاتړه ورته څرګندونې کړي دي. په دوي کې یو هم هوتک صاحب دی. نوموړی له دې سره سره چې پخپله د ژبپوهنې داوه نه کوي، او نه دکومې بلې تيوريکي-اکادېميکي پوهنڅانگې، خو له پښتو او بيا خپل سيمه ييز(کندهاری) گړ دود سره د بې کچه مينې او بيا د يونيم دوديز او د نوې ژبپوهنې داوه گير پر پليونۍ او پېښو تر ډېره زما څانگپوهيز تيوريک او پر کتيک آرونه را ننگوي. خو هغه هم زما د ۷۵ يمې کا ليزې په نمانځغونډه کې چې تاسو هم گډون درلود د ډېرو برخوالو پر وړا ندې بښنه وغوښته.

له ښايسته ډېر مهاله پر دې تيورۍ زيات ټينگارکېږي چې پر نړيوال کچ له پر لپسې نويو نويو رامنځته کېدونکو جاجونو او اړوندو وييونو بوج د يوڅه سپکو نې په پار بايد د ټو لو ليکنيواو بياعلمي- فرهنگي ژبو رغاونيز-پښوييز(ساختا ری- دستوري) دويو(قاعدو) او بيايې ارکاييزم دومره په پام کې ونه نيول شي، خو گران هوتک او نور اماتوران په سر چپه توگه تروييپانگيزې غځونې د خپلې سوېل- لوېديزې پښتو پر بې کچه گرامري ارکا ييزم ټينگارکوي اوبيايې پر يو اړخيز معياريوالي چې له نننۍ ټولمنلې ژبپوهنيزې تيو رۍ سره هېڅ اړخ نه لگوي!

د ارکايېزم پرځای يې((يووالی او کره والی)) اړين بلل کېږي چې بې شمېره گرامري ځېلونه ورسره يوه ځېل ته رالنډېږي، او ورسره ورسره د پارسي، اردو- انگليسي د گرامري اغېزو مخنيوی په دې اړين دی چې تر پوروييونو(مستعارو لغتونو) زيات مانيز تاوان توپان را پېښوي، لکه له پارسي علتيه او بيانيه (( تا)) سره قيديه (ترڅو،څو) انډولول، يا له اضا في- ملکي ادات ((از)) سره منشايي(له- څخه) انډولول (له کابل څخه کتنه- دفاع- مرسته- يادونه- ستاينه…)، د اردو-انگرېزي اړيکوييکو(کوم چې، څوک چې، چاچې…) لا څه کړې څه کړې!!؟

پوښتنه:

استاده په دې کې هېڅ شک نشته چې ډېری لوستي افغانان تا سو په نړیوال ډگر کې د نورو ژبو سره د سیالۍ جوګه کړه. په هېواد کې دننه درته په دې مزل کې کومې ستونزې درېدلي دي؟

استاد زيار:

په هېواد کې دننه زما دغه سيالي وار له مخه له نژدې او برلاسې (پارسي) ژبې څخه راپيلېږي. هغه هم د رغنده ((ملي)) ژبني- فرهنگي سيالي په نامه، نه د هسې نا څانگپوهيزو پښتني ولولو دوچ تعصب له مخې. ځکه زما د نيم پېړييزو څېړنو او ازمېښتونو پر بنسټ له دغې دويمې غورې ملي ژبې سره د پښتو نه برابری او نه سيالي لاملونه، تر گردو سيا سي تنگليديو او ايراني ننگونو او پانگونو وړا ندې لېنگوېستيکي او بيا فر هنگي دي. نو که په نړیوال او هېوادني ډگرونو کې دا غبرگې سيالۍ په خپل ژوندکې ترسره نه شم کړای، په لرمهال کې خو به مې چېرې يو ځايناستی دغه ورسيخه کړې لاره رَوده پسې واخلي، ۵۰-۶۰کاله پخوايو پېښوري شاعر ويلي ول:

اوس قافلې دې بې خطره درومي

ماورته لارکې مشالونه کېښوول

دوکتورخسرو:

استاده د پښتو ټولنې نورو کوموغړيو دنوې ژبپوهنې لاره خپله کړې وه،او ستاسو کارسره یې توپیر په څه کې و؟

استاد زيار:

دا سمه ده چې له ماسره څه ناڅه هممهاله د نوې ژبپوهنې د ماستر و ډاکتر په نامه يو څو پک ورک داوه گير هم له امريکا او شوروي راستانه شوي ول، خو هر يو د دغو هېوادونو د اړوندکرېکولم پر بنسټ په سېرکې مټې يوه يوه پڼۍ ورېشلې وه.د امريکا يو نيم ما ستر، لکه شاکر، الهام زياتره د تشريحي څا نگې يوه څانگوړې لوستې وه او د شوروي هغو د تاريخي څانگې يوه يوه څکه هو مره کړې وه. خو له ارواښاد دوست شينواري پرته نوروڅلور-پېنځو ((ماستري)) نه، لا ((کانديدنووک)) ستاينو مو نه تر گوتو کړي ول. زما د پرتلنې او ارزونې له مخې د دغو گردو په منځ کې پوها ند تږي ته يوڅه تمه کېده چې لږ ترلږه په سپڼيزه (تشريحي) ژبپوهنه کې د چومسکي(زېږنده-لېږنده) ليدتوگه راخپله کا ندې، خو په هماغه يوه څکه يې دا داوه کوله چې گوندې ((د پښتو وييکو يا ناخجنو ادا تو)) داکتري تېزس يې پر هماغه کنډه وربرابرکړی، خو استاد (دېويد مکنزي) په خپله کره کتنه کې هغه هسې بې سروبوله پېښې بللې وې او لنډه تنگه ((شېوه کيواله)) پښتو يې هم پرمخ ورويشتلې وه. تر مسترۍ راروسته ((نوې ژبپوهنه او ژبني مسا يل)) رساله گۍ يې څه ناڅه يو غنيمت وه چې د نورو خبرو تر څنگ يې پکې د (( معياري پښتو)) په تړاو دا وړانديز ښه تر را ډاگيزه کړی وو چې ديوه گړدود پرځای له گردوڅخه يو غورچاڼ د کره والي ( معياريتوب) جوگه کېدای شي. خو راروسته يې خپله لار پوکوله او هماغه دوده ليکنۍ پښتو يې هم له خپلې کليوالې پښتو بلهاروله.

د هغو نورو خو پر يوه داسې پښتوبرخليک ټاکې تاريخي ربړه(مسله) گړ سره سرنه خلا صېده او نه يې پسې سرگرځاوه. لا دپښتو ټولنې سروال به يونيم راتوشا وه هم، لکه وا خلې حکيم هلالی چې د يوه څانگپوهيز دک ودليل پرځای يې په خو له کې دا ورکړي دروغ رامخته کړي ول: ((زموږ دري ژبي ورونه نوې وييرغاونې نه کوي، موږ يې ولې وکړو؟))؛ هغه خوارکی تر سرکاري اغېز لاندې ((دري)) او ((پا رسي)) سره بېلابېلې ژبې انگېرلې!

دايوه برابري وه چې ما ماستري او ډاکتري زده کړې داکسفورډاوکېمبرېج پوهنتونو له ارت وبيرت سېستم سره سمې په يوه لويديز اروپايي هېواد او بياد سويس په برن پوهنتون کې ترسره کړې وې چې تر ټوليزې، هندواروپايي او بيا ترآرياني ژبپوهنې يوه څانگه رانه پاتې نه وه. څېرمه څانگې (ادبپو هنه،وگړپوهنه، توکمپو هنه، لرغونپوهنه…) خولاڅه کړې څه کړې. په ترڅ ترڅ کې راته داهم جوته شوه چې پښتا نه او پښتو ددرېيمې ياپرمختيايي ښکېلاک- زبېښاک ځپلو نويوازادو ټو لنو غوندې په روسته پاتې هغې کې ټيکاولري چې ملي ژبې يې تراوسه دلاسبرو ژبو ترگو نډو لاندې دي اوبې له پرلغښتو ((ملي)) هلوځلو يې يومخيزې ځايناستې کېد ای نه شي، لکه هندي ژبې دانگرېزۍ، يا په الجزاير، تونس، مرا کش کې عربي له ټوليزې ديني فرهنگي مخينې سره سره د فرانسي ژبې. ځکه ترازادۍ پورې هما غسې د ويونکيو په خولوکې پاتې وې،نه يې کره ليکنۍ بڼې راخپلولای شوې او نه يې د وييپانگې رابرسېرونې او پرکاراچو نې شونتياوې ترلاسه کولای شوې.

په دې توگه راروسته له ((ملي- رسمي)) نومونگ سره سره د پخوا په څېر ((local lang- uages)) بلل کېږې، لکه څنگه چې پښتو هم په کړن کې دپارسي پرخلاف د دوه گونو بنسټيزو شرطونو د نه بشپړتيا له لامله، لا تراوسه په ورته نامه نومول کېږي. داهم پرزباد رسېدلې چې له يوه داسې پرلغښتي ژبپوهنيز- فرهنگي غور ځنگ پرته، لکه زموږ دې پرته تر پښتو پورې هره “لوکل ژبه” په لږمهالپېرکې خپل رغاونيز او وييپانگيز اکروکر له لاسه ورکوي او پر يوه (هېبريد) يا د چا خبره کنډيباغۍ ژبه اوړي. که يوازې په ((سياسي- ملي)) انگېزه کېدلای، اوس به د هند د لومړني سروزير جواهر لال نهرو ((هندي)) او نورې ۱۲۱۳رسمي سيمييزې ژبې (پنجابي، بنگالي، سېنگهالي، گوجرا تي،مرهټي…) به، له دېپلوماسۍ او دوتر دېوانه تر لوړو زده کړو پورې د انگرېزۍ ځا يناستې وای،او د پا کستان د((مقتدره)) اردو غوندې به د هماغې ښکېلاکي ژبې لاسکتوې نه پاتېدې!

په دې توگه په اړوندو هېوادوکې د زاړه او نوي ښکېلاک و زبېښاک له بېخبنايي او مخبنايي پايلو او اغېزو پر وړاندې ملي گوندونه، سازمانونه او غورځنگونه او ورسره ورسره دملي ژبو سرڅڼه او سيالي نياومن يامترقي ((progressive)) بلل کېږي،خو په پر مختللواو بيا په پانگوالي هېوادو کې “ملي” خوځښتونه له نژادي تنگليدۍ سره له نوي فا شېزم پرته بله مانا درلودای نه شي، او همداراز خپل نيولو جيزم د هماغې ټو لمنلې (څلورمې) پورپانگې ځايناستی کول هم فاشېستي ور ته (پيورېزم) بلل کېږي. پار سي تر هرڅه وړاندې د دويمې ديني ژبې په توگه دايوه زرۍ پښتو تر گونډو لاندې راوستې، او موږ هم د څلورگوني انډول په مو خه دارښته لرو چې لږ تر لږه خو له ((ايراني)) نيولوجېزم سره يوه لږه کۍ سيالي هو مره وکړای شو؛ همداسې ورسره په ليکني يووالي او کره والي کې هم.

له اروښاد استاد الهام پرته چې تر ډېره پارسي استاد، ليکوال اوڅېړنوال پاتې شوی، د ژبپوهنې يو داوه گير پر دې هم نه پوهېده چې پارسي ژبې پرنيولو جېستي او فرهنگي برواله سر بېره، له پېړيو پېړيو راهيسې يوه- يوازېنۍ- کره ليکنۍ بڼه او هممهاله يو سبک و ستايل راخپل کړي دي او پښتولا هغسې د گړدودونو په لوموکې ښکېل پاتې ده!

دوکتورخسرو:

استاد زيارصاحب د وروستۍ پوښتنې په توگه خپلو مینه والو، لارویو او شاگردانو سره خپلې اړیکې ته په کومه سترگه گورئ، او ځان پسې د دومره لارویانو د راروانولو راز مو په څه کې بولئ؟

استاد زيار:

داپوره ډاگيزه ده چې گرد ښه او بدياپرمختگپالي او پرشاتگپالي (مترقي او مرتجع) ټو لنيز، ملي، فرهنگي، سياسي او ان گروهيز خوځښتونه، غورځنگونه او انقلابونه وار له مخه ديوه زبروگړي په مخکښۍ رامنځته کېږي او نور يې له بېلابېلوټولن- رواني لوښواو دريځونو سره پليوني يا لاروي کوي. له همدې کبله اړوند مخکښان يې د اورگاډي له لوکو موتيف سره پرتله کېږي چې د سونتوکو(سکرو) يا برېښنا په زور پر مخ ځي او نورې ډبې په ځان پسې ورکاږي. هرگوره، دغه انرجي اوډينامېزم د هرچا په رغښت(سرشت کې) نشته، لکه پښتانه چې وايي: له کوره يو لېونی بس دی!

مننه استاد

5 COMMENTS

  1. سلامونه تاندلوستونکووروڼواوخويندوته
    ډیر ښه باڼډار و. دلته زه د یوکوشني په صفت غواړم د نوې تورکۍ ژبې چې آتاترک له پخوانۍ عثماني لیکدود څخه په نوي لاتیني الفابت راواړوله او ډیرئ ترکان وايي چې دنالوستیو کچه یی ډیره ژر راښکته کړله، خو ملا ډوله پرشاتګپالي يي بیا په کفر تورنوي چې ګواکې نوي نسلونه له قرآن نه لیرې کوي!؛.لږه یادونه وکړم۰ حال دا چې مونږاوتاسو د اسلام پرمختګ په ترکیه کې هم وینو او په نورو تش په نامه اسلامی جمهوریتونو کی هم!!!.د قرآن زدهکړه د ایتونو په مانا کې نغښتې ده نه د فضلرحمان یا سیاف فتواګانو کی!!
    که تاسو تورکي آبِجِ..(الپ بِ تِ ثِ) وګورئ له ۲۹ تورو جوړه ده چې حتی زورکي ته یی هم حرف یا توری بیل کړی دی.(بې ټکي آی).همدارنګه دثِ،س،ص په ځای (اِس) اود ذ،ز،ض،ظ، په ځایناستی کی(ځِټ) لیکلای شي.چې داپه لیکلوکې ترډیره آسانتیا رامینځ ته کوي.او د واییلونو لپاره یی هم ځانګړي توري لکه الماني یا فرانسوي لیکدود کړي.
    زما هیله له منلي هڅاند پوهاند زیار صاحب نه داده چې دافغانستان اوبلوڅوپښتونخوا نا لوستو وګړو ته داسې یو آسانه لیکدود ورغوي چې په رښتیا هم یوه کره پښتو شي.
    بل داچې ځينې دوستان به خبروي که نه : دنومبر پر ۲۹/دبلجیم په ښنټ ښار کې دافغان کلتوري ټولنې له خوادپوهاند صاحب زیار په ویاړ یوه ستاینغوڼډه کیږي،هیله ده مینه وال په کې ګډوڼ وکړي. خبرتیا یی په تل افغان اوبپاڼه کې کتلی شئ.په درنښت.

  2. په نورو پسې بد ویل خو ولاکه د خوند خبره وي. استاد زیار ته پکار ده چې د واقعي عالم په شان د نورو هڅې وستایي، نه دا چې په مړیو او ژوندو پښتنو عالمانو پسې بد وایي. دی به په ژبپوهنه یو څه پوهېږي خو پښتو لویه ژبه ده او نور هم شته.

  3. د زیار صاحب خدمتونه د ستاینې وړ دي خو یو لوی عیب لري او هغه دا دی چې هر څه له فارسي نه راژباړي. ده یا بله ژبه نه زده یا دومره پرې پوهیږي نه چې سمه استفاده ځني وکړي. ایرانیانو د عربۍ سره د مخالفت دپاره ځیني غیرضروي الفاظ جوړ کړي ده هم ترجمه کړي دي. کلمې باید د ضرورت دمخه جوړې شي. د مثال په توګه نن سبا سمارټ فون راوتلی که مونږ دې ته نوې کلمه جوړه نه کړو د ایرانیانو ټکی به مجبوریږو چي خپل کړو. . ایرانیان ورته تلفن هوشمند وايي، ممکن ډاکتر زیار یې هوښمن فون کړي. لکه برګ ریزان چې یې پاڼرېژ کړی دی
    بل مشکل یې دا دی هغه ټکی نه مني چې ده جوړ کړی نه وي لکه ولسمشر چې د جمهور رييس مترادفه ده. زیار صاحب ډلمشر ورته وايي حال دا چې ډلمشر کېدای شي د ټیم یا لوپدلې مشر وي یا د کوم ګوند یا تنظیم مشر وي
    خو د دې سره سره د زیار صاحب ټولې خبرې به نه منو خو ځیني یې د قدر او منلو وړ دي
    ورته اوږد عمر غواړم

  4. زیار صاحب ته دي خدای د صحت سره اوږد عمر ورکړي.
    د ده پر ټول خذمت باندي د ده یوه دغه خبره”له کوره يو لېونی بس دی!” دلالت کوي.
    فکر کوي چي پښتو یواځي د ده ژبه ده او په راتلونکي کي باید د پښتو سره هروخت د ده نوم یاد سي.
    د ده دا ارزو به خدای پوره کړي، خو ښه به یاد سي که بد، دا د فکر کولو خبره ده.

  5. او که رسم ګذشت ته دود ګرځ ووايو ليلې ته شپتون ووايو، او که نرسې او پرستارې ته رنځورپاله او رنځور پال ووايو، او که نظامي عملياتو ته پوځي ځواکړه ووايو، او که رقاص ته نڅاڼ او رقاصې ته نڅاڼه ووايو او که زندان او محبس ته ايسارتون ووايو او که دارالمجانين ته لېونتون ووايو او که د اونۍ ورځو ته په ترتيب سره شنبې ته تش ورځه، يکشنبې ته لومړځه، دوشنبې ته دويمړځه، سه شنبې ته درېمځه، چهارشنبې ته څلوځه، پنجشنبې ته پنرځه ووايو څنګه به وي؟ او جمعه چې په ټوله اسلامي نړۍ کې ورته جمعه واي.
    موږ لکه د نورو ژبو په څېر کولای شو د ويو او کلمو هغه توري لېرې او يا چپ او غلي کړو چې د کلمې ويل سختوي لکه پاس په چهارشنبې څلوځه کې چې بايد څلورورځه ليکل شوې واي ر، و، ر مو ترې لېرې کړي ترڅو کلمه په ښه او نرمه توګه وويل شي موږ کولای شو ډېرې نوې کلمې د خنډ اچونکو تورو په لېرې کولو سره يو ځای کړو او يوه نوې کلمه ترې جوړه کړو چې دا په نورو لويو ژبو کې ليدل کېړي. زما نوم هم بايد په سوچه پښتو وای لکه د توره باز خان په ځای توره لوبن خان وای، خو د خوښۍ ځای دئ چې پښتانه اوس د بل هر وخت نه خورا ويښ شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب