لیکوال : حبیب الله بختیال –
خدای دې لري زموږ رئیس له حده زیات وطندوست سړی ښکاري، خو له اصله یې یو الله خبر دی، چې له ولس سره د پراخې مینې لیونتوب یې له زړه نه دی او که هسې له بهره پر راغلو مرستو زیاتې مزې او چړچې دی کوی او پاتې شونې یو څه برخه یې ولس ته رسیږي؟!.
زموږ رئیس بیا د نورو خصوصي سکتورونو د رئیسانو په څیر نه دی، چې عادي خلک یې وپیژني او په لوړه کچه د خلکو شناخت نه وي ورسره؛ بلکې له ولسمشره رانیولې بیا د دولت تر ټیټ پوړي چارواکي پورې یې ټول په زور او زیر بشپړ پیژني.
هغه وخت چې زه نوی په دې شرکت کې په دنده وګمارل شوم، نو دفتر ته د تلو پر مهال په لومړۍ تلاشۍ کې یې زما جیبونه خالي کړل او کامره او عصري مبایل یې رانه ستانه کړل او راته یې وویل، چې دفتر ته ددې ډول شیانو پر داخلولو بندیز دی، خو راته وویل شول، چې کله مازدیګر مهال رخصتیدلم بیا به یې بیرته له همدې ځایه را اخلم.
دې کار مې هره ورځ ذهن ته بیلابیلې پوښتنې راولاړولې، چې ولې دفتر ته د عصري مبایلونو او کامرو پر لیږدونه بندیز لګیدلی دی؟. کله به مې دا فکر وکړ، چې کیدای شي دا له دې امله وي، چې اوس د ډیموکراسۍ شمالونو نوي نوي افغانان ښاري افغانانو ته د ډیموکراټیکتوب وخت ورپه یاد کړی، چې له امله یې د جهاد ډیریو پخوانیو مشرانو خپلې ږیرې یا له بیخه خریلي او یا یې له دوه لویشتو یوې لویشتې ته رالنډې کړي دي؛ نو له همدې امله به عمومي رئیس په دې ډاریږي، چې د نوې ډیموکراسۍ مستۍ سوزولي ځوانان او د منځني عمر لروونکي کسان په دفتر کې له خپلې کومې همکارې سره د مینې تار وغځوي او دا اړیکه بیا په مبایل کې د ګډو یادګاري انځورونو د اخیستلو او یو بل ته د مینې د اظهار پر مهال د ویډیوګانو د ثبت تر حده ورسیږي او دا مواد خدای مه کړه بیا له دفتره د باندې ووزي، نو حتما دا با شرافته ریاست او د هغه رئیس بدنامیږي.
بیا به مې فکر وکړ، چې کیدای شي همداسې یوه پیښه شوي وي، چې د کابل ښار کومې چټې پیغلې او د ددې ډول ښایسته پیغلوټو په مینه کې لاهو شوی تږي ځوان کوم خرابی کړی وي او د دواړو یوځايي ویډیوګانې بازار او حتا انټرنیټ ته وتلي وي.
خو په دې به مې هم ځيني وخت ځانته قناعت نه شو ورکولای او نورې نورې پوښتنې به په ذهن کې راولاړې شوې؛ تر دې، چې یوه ورځ مې د صبر کاسه ډکه او له خپل همکار لال مرجان څخه ، چې تر ټولو مخکې په دې دفتر کې په دنده ګمارل شوی ؤ ددې مبهمې موضوع په اړه پوښتنه وکړه، چې ولې رئیس دفتر ته د عصري مبایلونو په رالیږدولو کلک بندیز لګولی دی؟. هغه له لنډې موسکا وروسته راته وویل:
- که چیرې ته تشناب ته تللی وې، نو د دروازې پر مخ یې لیکلي، چې : (هیله ده تشناب ته د تلو لپاره مخکې له مخکې نوبت ونیسئ او منتظر پاتې شئ!).
د هغه له دې خبرې سره هغه وختونه را په یاد شول، چې یو کس به په تشناب کې ضرورت رفع کولو او د باندې به له شلو څخه تر څلویښتو کسانو پورې ورته په وارخطا ډول منتظر پاتې وو او په زړه پورې یې لا دا وه، چې په دفتر کې د ورځې او شپې لخوا د نږدې دریو سوو کارکوونکو لپاره یوازې همدا یو تشناب جوړ شوی ؤ.
له دې فکره وروسته مې بیا له خپل همکار لال مرجان څخه وپوښتل، چې د عصري کامره داره مبایلونو یې له تشناب سره څه؟، خو کور دې یې آباد وي په ورین تندي یې په خندا ځواب راکړو:
- یوه ورځ کوم څوک د تشناب په مخ کې د ضرورت رفع کولو لپاره ډير ولاړ دی او چې سخت په عذاب شوی او خبره خطر ته رسیدلې، نو ځای پر ځای یې له جیبه عصري کامره لروونکی مبایل را ایستلی او د تشناب پر دروازه د لیکل شوې جملې او دروازې یې یو انځور اخیستی. بیا نو هماغه دی، چې د خپل خطر حالت د حل کولو څخه وروسته یې د خپلې عقدې د سړولو لپاره د دروازې جملې او منتظرو کسانو د اوږدې لیکې انځورونه سره یو ځای کړي او فیس بوک ته یې د یو بدل نوم له مخې پورته کړي دي او ورسره یې لیکلي دي، چې رئیس دې د خلکو لپاره ښوونځي ، کلینیکونه او نور ټولګټي ځایونه نه جوړوي؛ بلکې تر ټولو لومړۍ دې د خپل دفتر د عمومي تشناب مخ ته په نوبت ولاړو لسګونو کسانو غم وخوري.
د لال مرجان دې خبرې په اوریدو سره مې دومره وخندل، چې د دفتر وچو او بې غوړیو وریجو او کچالانو وهلي معده ، بډوډي او کولمې مې تر ساعتونو ساعتونو بې حاله وې، خو بیا دې هم د لال مرجان کور ودان وي چې ژر یې را ته جوس را وغوښتل او چې په سد شوم، نو زموږ د عمومي رئیس د هغو هڅو او کارونو یادونه مې په ذهن کې راتازه شول، چې په بهرنیو هیوادونو کې د میشتو افغانانو لخوا افغانستان لپاره د راټولو شویو مرستو پر پیسو به یې تر سره کول.
زموږ رئیس د همدې مرستو پر پیسو په خپل نامه او د خپلې کورنۍ د غړو په نومونو د ښوونځيو او روغتونونو ودانۍ جوړولې او بیا به یې په رسنیو کې ښودلې، چې والله پلاني خو داسې میړانه وکړه او ددې لپاره، چې خپل ځان ولس او ملي ګټو ته ژمن وښيي؛ نو په ټول شرکت کې یې د سلګونو تنو ښځینه او نارینه کارکوونکو لپاره یو تشناب جوړ کړی ؤ او چې کله به کومه ښځینه تشناب ته ننوتې وه، نو بیا به دې د ډیر وخت انتظار شویو هغو نارینه وو باندې زړه وسوزیدو، چې خپلې پښې به یې ښکته پورته کولې، په خولې به یې څه نه شوای ویلی او د ننه به په تشناب کې یوازې دې ښځو یو نیم څخه بیا تر دوو ساعتونو وخت د خپلو نیکرونو ، تنګو پتلونونو او کالیو او کمر بندونو په سمولو تیراوه.
خو د باندې به یې پر لښکر لښکر منتظرو ښځینه او نارینه وو زړه نه سوزیدو او د راوتلو په وخت کې به په غوسه هم وې، خو که به کوم نارینه پنځه دقیقې ځنډ وکړ بیا به تر ټولو لومړۍ ښځینه کارکوونکو د تشناب دروازه په لغتو وروهله، چې هغه به دننه لا پسې وارخطا شو او بې له دې، چې خپل ضرورت رفعه کړي په وارخطایۍ او بیړه به په داسې حال کې، چې سر به یې له شرمه ټیټ نیولی ؤ راووتو او په خپله مخه به پسې ولاړ. ځکه عمومي رئیس به د هر کارکوونکي د مقررۍ په لومړۍ ورځ په دې ټکي ډیر ټینګار کولو، چې ټول نارینه که زاړه وي او که ځوانان ؛ باید چې هر وخت ښځو ته د ډیموکراسۍ اصل ته په درنښت لومړیتوب ورکړي او که د ښځو لخوا سړیو ته سپکه سپوره ، کمه زیاته خبره وشي خو بیا هم نارینه باید داسې پټه خوله اوسي لکه هغه مجرم، چې سترې محکمې د مرګ سزا ورته اورولي وي او څو شیبې وروسته یې دار ته پورته کوي.
منم دې یار! ډېر دې وخندولم، ژوند ژوند