جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکالمونهقانعکابینه د امتیازاتو خانک/ عصمت قانع

کابینه د امتیازاتو خانک/ عصمت قانع

د ملي وحدت د حکومت کابینه لا د ابهام په دوړو کې پټه ماشوړه ده. هغه حکومت چې باید د خپل دیموکراتیک ثمر خواږه یې د ملت د اقتصاد، امنیت او رفاه وخولې ته ور اچولي وای، لا د ملت لپاره د زهر او زقوم ترخه مړۍ ده، چې نه یې سر معلوم دی او نه یې ښکر.

کله چې انتخابات ترسره کېدل لوټمارو، مکارو او زردارو ډلو د ډیموکراسۍ د ثمر او میوې راټولولو لپاره د کاندیدانو شاوخوا د خپلو ګټو لمنې وغوړولې. ددې پر ځای چې ملت ثمر ترلاسه کړي، میوه د مافیا برخه شوه.

مافیا د خپلو همیانیو او تجریو خولې خلاصې کړې، د خپلو نوټونو بنډلونه یې پرانستل او بالاخره د کاندیدانو پر شاوخوا یې د خپلو مافیایي ګټو د ساتنې لپاره جال وغوړاوه.

د ګمرکونو غله، د اینجوګانو N.G.O کیسه بران، د تریاکو قاچاقبران، د هیروینو پریانان، د استخباراتو پانګه والان، د سفارتونو ګل ټیران، د ځمکو غاصبان، د قراردادونو میلونران، د مرګونو قماربازان، د بانکونو د چور شعبده بازان، د روښانفکرۍ د ډرامې ممثلان او د افغاني ناموسي خصلت پر خلاف د کابل په ګېسټ هاوسونو کې د ازاد سیکس دلالان ټول د ډیموکراتیک جریان کمپاینران وو.

خو ملت بیا هم د تحول او بدلون په ارمان خپل هغه رسالت چې د ډیموکراسۍ د خانک اوړه پرې خمیره کېدلای شي، اداء کړ.

رایه یې ورکړه او د رایې د ورکولو پرسر یې هر ډول خطر ته تن ورکړ، اما د افغانستان د ملت حضور په ډیموکراتیک ډګر کې بیا هم صرف یوه ننداره وه، چې د مافیاګانو د مفاداتو ډرامې ته یې د مشروعیت رنګ او بنګ ورکړ او د تحول هغه ارمان چې باید د ملت لپاره د عملي بدلون په سرچینه بدل شوی وای، ناتمامه سراب دی، چې د وچو حلقونو او تنده غرو خولو لپاره د اوبو غړپ نه لري او نه به د چا تنده پرې ماته شي.

د ډیموکراسۍ د فرهنګ برخلاف انتخابات په یوه داسې نتیجه واوښتل چې د ملت منفور او مقبول ذهنیت ټول پر یوه خانک کېنول شو او د پکتیاوالو په ډنډه کي کې زهر او شربت دواړه سره ګډ شول او ملت یې نوشیجان ته راوبلل شو.

ما د انتخاباتو په پیل کې خپل ملاحضات په لیکلې بڼه په تاند کې نشر کړل، د تاند وییپاڼه چې عملاً د محترم ډاکتر اشرف غني له پالیسو سره د خیر په لور غځېدلې وییپاڼه وه، زما هغه لیکنې سانسور کړې، چې د ډاکتر غني د زعامتۍ او رهبرۍ د خصوصیاتو په باره کې وې.

زه د ډاکتر غني مخالف نه وم، ځکه د یوه شخص په توګه مې همېشه هغه د هېواد یو معصوم کادر بللی دی، زما د مخالفت اصلي علت داوو چې دده پر شاوخوا راټول شوي اکثره کمپاینران په ولایاتو کې د سړکونو د تعمیر د پانګو غله وو، د بانکونو په چور کې یې لاس درلود او زیاتره یې د ملي تحول له ارمان سره نابلده وو او غوښتل یې چې د ډاکتر غني په کمپاین کې د خپلو ګټو د محافظت لپاره د سیاسي منفعت مورچلونه وکیني، هماغسې وشول چې ما وېره درلوده.

اوس چې کابینه تشکیلېږي، هېڅوک هم د یوه داسې حکومتي ټیم د جوړښت په فکر نه دی چې د ملي بقا لپاره د ټیمونو پر سیاسي مرامنامو تمرکز وکړي، بلکې ټول په کابینه کې د هغو پستونو د حصول په غورځو پرځو کې لګیا دي، کوم پستونه چې د امتیازاتو د حصول مورچلونه دي.

د ډاکتر صاحب عبدالله په ټیم کې محترم وحید عمر د هغه د دفتر مشر دی، همدغه وحید عمر د حامد کرزي په وخت کې د اداري فساد د ثابتو اسنادو پر بنسټ له ارګه وشړل شو، حال دا چې ښاغلی عمر ځوان هم وو او د جمهور رییس د ویاند په توګه د رسنیو د مرکز د مشر په توګه او د زغره والو موټرو د یوه قراردادي په توګه یې د میاشتې تر سلو زرو ډالرو زیات امتیازات په روا ډول ترلاسه کول، خو بیا یې هم د ناروا امتیازاتو تشت له بامه ولوېد.

اوس چې د مافیایي ګټو د حصول لیوني پانګوال د دواړو ټیمونو د ستونې فقرات سیستم جوړوي، هېڅ ګمان نه شي کېدای چې کابینه به د ملي روحیې پر بنسټ په سالمه توګه له داسې کاردونو جوړه شي چې د ملت د اوږدې تبې لپاره د یوه مسکن تابلیت کار ورکړي.

یعنې هغه تبه چې د ملت په رګو کې ځغلي دوا یې ددې حکومت د جوړونکي مافیایي ډلې او ډلګیو د وس او توان خبره نه ده. ددې حکومت کمپایني ټیمونه پخواني فاسد بانډونه دي.

د ملت هیله خو دا ده چې د رایې په زور له فساد، مافیا، غلا، قبضې، فتنې او شریرې دسیسې څخه نجات ترلاسه کړي.

خو د ملي وحدت اوسنی ترکیب تر زیاتې اندازې پورې د تحول او بدلون لپاره هغه وطنپرستانه اقدامات له ناکامۍ سره لاس او ګرېوان کوي، چې د دیموکراتیکو حلقو لخوا ترسره کېدل.

ځکه دلته سالمیت د فساد له معافیت سره ټکر کوي، نو د نوې کابینې په ترکیب کې به ۵۰، ۵۰ فیصده ونډه هېڅکله هم د قاطع فیصله کوونکي حکم مثبت اثرات غوړېدلو او پنځېدلو ته پرې نه ږدي.

بالاخره به د تشنج او بحران د پیاوړتوب فعاله مافیا هڅه وکړي، چې د فساد لمن پراخه شي او فاجعه خپل ټول ابعاد او اړخونه دا ډول وغوړوي، چې د ملي نجات لپاره د ملت هیلې سر راپورته نه کړي.

7 COMMENTS

  1. دا مو د بابا وطن — دا مو د دادا وطن
    دا وطن مو ځان دی — دا افغانستان
    دا وطن مو ځان دی — دا افغانستان

    تاسو په خدای باور وکړی چی اوس هم دا سندره اورم خاماخا اوښکی می ورته څڅیږی خو نه پوهیږم چی دا غله، داړه ماران، غاصبین، قاتلان، او نور ……….. به څه وخت په دی هیواد او مظلوم ملت زړه خوږوی؟ حکومت چی په فیصدیو شوه هغه که یو لوری ته ۱۰٪ او بل ته ۹۰٪ هم وی بیا هم ویش شو، خو زما نظر دادی چی هر هغه څوک چی هیواد او خلکو ته وفاداره وی او د زړه له تله کار کوی هغه پښتون وی تاجک وی هزاره وی ازبک وی او یا که هر بل افغان وی باید چی په کار وګمارل شی او د فیصدیو څخه دی دواړو داکتر اشرف غنی او داکتر عبدالله عبدالله تیر شی. خدای دی وکړی چی ۸۰ ٪ کابینه کی وړ کسان چی ملی ارزښتونو ته پر خپل شخصی ارزښتونو لمړیتوب ورکړی که هغه هغه د تاجک قوم وی ازبک وی هزاره یا بل کوم یو افاغان وی وګمارل شی نه پری خفه کیږم او نه دی څوک خفه شی زمونږ او ستاسو هدف باید ددی هیواد ابادول وی ددی ملت پر ټپونو مرحم ایښودل وی نه چی بیا لکه د کرزی صیب حکومت د مافیایی ډلو جوړول او هیواد دی داسی لکه ځنګل قانون په خپل سر پریښودل وی

  2. قا نع صاحب سلام
    ستا ملاحظات، څېړنه او کتنه د خاورې، خپلواکي، پښتونولي او د ملي احساسا تو په هکله يو ستر پيغام دى. باور وکړه کله چې د ټا کنو په وخت کې ما دغه کتليست وحيد عمر چې د افغانستان د قضا ياوو په برخه له يوه ډايپر لرونکي ماشوم نه هم کم دى نو دا فغانستان دولس لپاره مې يو سوړ اسويلى وويست . تاسې فکر وکړي مشت نمونه خروارتر څو پورې. زه نه پوهيږم چې شرم د خلکو او په تيره بيا ددغو غلو چيرې لاړ؟
    تاند زما څو ليکنې خپرې نه کړې هر دليل چې وه خو دادوي د تګلاري کار دى تاند ويب پاڼه د لوستونکو لپاره ستر غنيمت دى زه داخبره د شخصي ګټو او يا کوم بل پټ منظور په خاطر نه کوم
    قا نع : زه يوه پوښتنه لرم ستا نظر د يوه پروګرام په برخه کې چې د احسان الله بيات له تلويژن “اريانا” ” څخه خپريږي چې نوم ” نخبګان” دى او په دې ډله کې سيما ثمر، جاسوسه، سليمان لايق پرچمي، سيد مخدوم رهين نيم ايراني، يونس قانوني د بن د معاهدې نازو ښودل کيږي.ددوي په باره ستا پريکړه څه ده ته خو له ډير پخوا د افغانستان په کړکيچ د بشپړې ارادي ليکوال ېې؟

  3. مجید قرار صیبه: لیکنی ته دی دوام ورکړه، ډیر خلک داسی عادت لری چی پخپله څه نشی کولاۍ او بل څوک نه پریږدی چی څه وکړی- ته هیڅ ضرورت نه لرې چی د اعتبار خان او یا د محمد جمال افغان څخه مسلکی سند ترلاسه کړې- ستا لیکنه زما او دنورو ډیرو خلکو خوښیږی او مونږ یی ښه په زړه سره لولو- زه ستا د لیکنی په تایید کی ددغه دواړو محترمو نه یوه پوښتنه کوم هغه دا چی د کوم امنیتی تړون چی پاکستان ایران ګلبدین د پاکستان جماعت اسلامی او دغه ډول نور د افغانستان دښمنان مخالف وی نو دا تړون به ښه وی او که بد- ځواب یی بیخی اسان دې خو خداۍ دی تاسو پوهه کړی- مجید صیبه ستا په لیکنه کی داسی څه زه نه وینم چی هغه واقعت نه وی- او که څوک تور ته تور او سپین ته سپین نه وایی نو ددغی بد مرض درملنه له هیچا سره نشته- په اوس وخت کی د افغانستان دښمنان په دی انتظار دی چی ټول خارجی ځواکونه بی د امنیتی تړون څخه له هیواد نه لاړشی او دوۍ خپله د ورانکارۍ لوبه ګرمه کړی- که په دغه ساده خبره د چا سر نه خلاصیږی نو نه پوهیږم چی دغه کس ته ساده اووایم او که د افغانستان دښمن

  4. عصمت صیب: هغه پخوانۍ خبره ؛ ستا خپله ګناه ده؛ چی خلکو عبدالله له رای ورکوله نو دوۍ څنګه هر څه دومره ژر هیر کړل کله چی عبدالله خارجه وزیر وو نو ټولو سفارتونو ته یی امر کړې وو چی د پښتو ژبو سره باید د پاکستانیانو وضحه وشی- دغه د نفرت او تعصب بیخی څرګند مثال دې او هیڅ کله د افغانستان د ملی یو والی په ګټه نه دی دا وړه خبره نه ده او نه عبدالله د نا پوهو خلکو په ډله کی شمیریږی- دا د پښتون تاجک یا ازبک خبره نه ده دا د افغانستان د ملی یووالی سوال دې او هر څوک چی د افغانستان د ملی یووالی نه تیر شی څنګ وطنپال افغان کیدیشی- مونږ باید دغه ډول مهمی خبری هیڅ کله هیری نه کړو ګنی انجام به یی هم دغه وی څه چی مونږ وینو

  5. دمحتر م خواږه ليکوال عصمت قانع ديوه مضمون .
    کابينه دامتيازاتو خانک / عصمت قانع.
    تر عنوان لاندی په يوه قسمت کی داسی راغلی.
    د ډاکتر صاحب عبدالله په ټيم کي ( محترم وحيد عمر )دهغه ددفتر مشر دی .
    همدغه وحيد عمر دحامد کرزي په وخت کی داداري فساد دثابتو اسنادو پر بنست دارګه وشړل شو.
    حال داچه شاغلي عمر ځوان هم وو او دجمهور ريس دويان په تو ګه درسنيو دمرکز دمشر په توګه او هم دزغره والو موټرو ديوه قرآردادي په توګه ئ دمياشتی تر سلو زرو ډالرو امتيازاتو
    په روا ډول تر لاسه کول خو بيائ هم دناروا امتيازاتو تشت له بامه ولويده .
    دلته دقانع صاحب اول سوال داکتر عبدالله داجرائ ريس ته متوجه دی.
    هغه داچه ته پخپلو خبرو کی دفسق او فساد په ضد مبارزه يادوی او هغي ته داوليت حق ورکوي.دانو څه دي دافساد نه دی ايا دا فسآد ګر نه دی .ايا دملت غولول نه دی ملت مه غولوه زمونږ به لاس او ستا به ګريوان وی.ملت اوشخصا زه ددي جواب درڅخه غواړم.
    دوهم سوال می محترم ريس صاحب جمهورته متوجه دی.
    هغه داچه ته خو هم په رڼو سترګو داحال وينی تاخو ملت ته دفسق آو فساد په ضد دمبارزي وعده ورکړی وه ولي ددی لري کولو اوقانوني تصميم نيولو عمل او اقدام نه کوی.
    او يا داده چه ريس جمهور او دهغه داجرايوی ريس دقانون اساسي او دنورو مدني قوانينو په مقابل کي کوم مسوليت نه لری.
    افغان يم ديو افغان په توګه قانونی حق لرم چه دځان او دملت دحقه حقوقو په مورد تاسي حضورته عارض شم ملت مه غولوي ملت ته رشتيا ويل په کار دی.
    دحقه حقوقو غوشتل چه اصلاحي جنبه ولری ويل ئ دځان حق بولم ستاسی دجواب په انتظار.

  6. قانع ګله ټولی خبری دی بیخی پر ځای دی. خو یوه پوښتنه……. ولی تاند ستاسی لومړی مقاله په اصلی بڼه نه خپرول او اوس مو دغه مقاله خپروی؟ او هغه هم په داسی حال کی چه تاند پر تاند انتقاد هم نیسی؟.لږ وضاحت په کار دی. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب