پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeکلتورسینماامېتاب بچن غواړي يوځل بيا ماشوم شي! / عبدالحق سمون

امېتاب بچن غواړي يوځل بيا ماشوم شي! / عبدالحق سمون

د هندي سينما وتلی ستوری امېتاب بچن غواړي چې د کوچنيوالي خپلواکي او يادونه بيا راتازه کړي او په هندي سېنما (باليووډ) کې يو ځل بيا د کوچني ماشوم رول سرته ورسوي.

امېتاب بچن په دې اړه وويل: “کله به چې کوچنی وم، مور او پلار او يا مشرانو به راڅخه د راتلونکي په اړه وپوښتل، نو ځواب به مې ورته نه درلود. اوس په 73 کلنۍ کې هغې پوښتنې ته زه ځواب لرم، او غواړم چې يوځل بيا ماشوم شم”

امېتاب بچن به په يو بنګالي فلم (Open Tee Bioscope) کې د ماشوم رول ولوبوي.

امېتاب بچن خپل کوچنيوالي ته په نغوتې وويل، چې د 1960 ز. کلونو د کلکتې ورځې د نوموړي د ژوند ډېرې خوږې او په زړه پورې خاطرې دي.

نوموړی وايي: هغه ډېر خواږه وختونه و. مونږ ځوانان و، مجرد خو خپلواک وو او داسې ډېر څه به مو کول چې دلته يې يادونه مناسبه نه ده.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم امېتاب بچن په پا (Paa) فلم کې د يو کوچني ماشوم رول لوبولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب