پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبکره کتنهد اوبرنګ د شعر رواني اړخونه، بختیار تلاش

د اوبرنګ د شعر رواني اړخونه، بختیار تلاش

عرب شاعر نزار قباني وايې، د شعر ليکل څومره اسانه دي … او په اړه يې خبرې څومره سختې دي … شعر نڅا ده … او په اړه يې خبرې، د قدمونو څارنه ده … زه په ډاګه وايم خوشاله يم چې ګډ شم … او د خپلو پښو د حرکت په اړه په فکر کې نه شم … ځکه په دې اړه مازې فکر، زما موازنه له منځه وړي … زه ګډېږم … خو نه پوهيږم چې څنګه … او شعر داسې ليکم لکه څنګه چې ماهي نه پوهېږي، چې څنګه لامبو وهي … او هوسۍ څنګه ټوپ وهي … او د ځمکې پر سر موجود شیان څنګه د ځمکې له جاذبې نه  مخالفت کوي.

دا خبره مې د رضوان الله اوبرنګ د شاعرۍ په اړه وکړه، هغه چې زه څومره پېژنم؛ د شعر په اړه همداسې فکر لري او زه بیا د قباني په دې خبره متکی یم، چې د شعر په اړه خبرې ډېرې سختې دي.

په هر صورت! هغوی چې رضوان الله اوبرنګ نه پېژني، که یې دوه غزلې یا نظمونه ولولي؛ پوه به شي، چې اوبرنګ په شعر کې د خپلو کومو دروني رواني کریغو په اړه خبرې کوي.

درک به کړي، چې د اوبرنګ د ژوند بي کسي څه ډول بې کسي ده؟ دا بې کسي په شاعر کې کومې دروني غوغاوې راپورته کوي او بیا یې د اظهار له پاره کوم ډول ژبه په کار ده؟ د ده د شعر زاویې ډېر اړخونه ولري، خو یوه تر ټولو مهمه یې د ده یوازیتوب دی.

دی په خپله په خپل شعر کې د دې اظهار کوي، چې څوک دې د ده په بې کسۍ سر نه خوږوي، څوک دې د ده پر یوازیتوب فکر او اندېښنه نه کوي؛ خو بیا هم شته ځېنې داسې انسانان چې اوبرنګ یې پر همدې بې کسۍ خپلې سینې ته نېږدې کړی دی.

ما ته دې زما بې کسي نه ښایي

زړه دې د چا ما باندې خوږېږي نه

موږ کولی شو ووایو، چې معناوې په لارو او کوځو کې پرتې دي بانډچي او متمدن يې يو شان پيژني؛ خو اعتبارالفاظو ته دی. د اعتبار له شاعر او هنرمن کس بل څوک ښه نه شي درک کولی، ځکه خو له یو نادر مفهوم او حالت نه استعارې جوړې کړي، تشبیهات وتراشي او لفظونه د خپلې نوې شاعرۍ له پاره صیقل کړي، اوبرنګ همداسې دی:

زه دې ستا د وصل په ارمان مړ شم

کاڼي دې په ستورو حسابېږي نه

یا دا:

ما غوندې خاموشه یو انځور به شي

رنګ دې له اوبو سره ګډېږي نه

او یا دا چې:

اې ستا له غمه ځار د حیرانتیا په دې کې څه دي

ښکاره ده به ســـا ګانو ستړی کــــیږي نه انسان

….

د تودو دشتو سفر و د یو تریخ منزل په لوري

مجبـــوري وه زندګي وه خامخــــا به دې کوله

باران داسې نعمت دی، چې د نړۍ ډېر انسانان ورسره د خوږلنۍ یو ډول تړاو لري، ډېر داسې کم خلک به پیدا کړو، چې باران یې خوښ نه شي. ځېنې خلک په کې خپل تېر ژوند او خاطرې ورتداعي کوي او ځېنو ته له وطنه د لېرېوالي نوستالوژۍ وکړي، خو اوبرنګ یې په ورېدلو او نه ورېدلو، دواړو حالاتو کې درد، اور او سوز محسوسوي، چې موږ یې د ده ټولنیزه تجربه ګڼلی شو:

درد، اور او سوز مې دغه دوه وخته په زړه ورېږي

یو چې باران اوري او بل چې باران نه ورېږي

یا دا:

موسم رنګین ښه دی اسمانه څاڅکي راوله

د ملاقات شپه ده نری نری باران ښه دی

شعر په ټولو هنرونو کې هغه بریالی هنر دی، چې د انسان د نفس رازونه تعبيرولی او له يوې ځانګړې تجرې نه پنځولی شي.

کارل ګوستاو يونگ په دې باوري و، چې فرد كيداى شي يو فردې ناخود اگاه ولري؛ خو د دې په خوا كې يو جمعې ناخود اگاه هم لري، چې د انسان له پيدايښته يا د انساني ټولني له لومړيو شپو ورځو سره تړاو لري. په عين حال كې یونګ په دې هم باور لرلو، هغه كسان چې په روزمره او عادي مسايلو كې غرقېږي له جمعي ناخود اگاه څخه لېرې كېږي؛ دا خبرې د هنرمن او شاعر په باب بېخي صدق كوي او هغه په خاص حالت كې واقع كوي.

شاعر هنرمن او په مجموع كې هستوونكې تر زياته حده په خپل فردې من كې بندي وي. كه دا ((من))  فردي، ظاهري٬ ورځنى او عادي ((من)) وي او یا د هغه فردي ناخوداگاه وي. شاعر هغه هستوونکی دی، چې د همدې ناخوداګاه حالت د انځورولو له پاره شعري جوهر لري او کولی شي، چې د خپل ((من)) حالت هغه که ښه وي، که بد اظهار کړي.

په انسانان کې د جمعه شویو رواني تکالیفو نه د خلاصون او تخلیې له پاره به ښايي نورې رواني تجربه شوې او له لابراتواره راوتلې لارې هم وي، خو دا لارې هغه وخت ډېرې ګټورې وي، چې په خپله په رواني ځور اخته انسان ورته د حل مناسبه طریقه ولټوي. اوبرنګ په ناخوداګاه حالت کې د یونګ پر پورتني باور برابر شوی دی او د خپلې بې وسۍ د راز کیسه، یې د پیالو تر شرنګه رارسولی ده او غږ یې کړی دی، چې بې وسي یې له حده اوښتې ده، خو بیا هم له خپله درده د تېښتې په پار له خپله درده خوند اخلي.

درد، بې کسي او بې وسي له حده واوښته

دا څو ماښامه تش ګيلاس ته په کتو مرمه

ژاړو او خاندو هم له تېرو کیسو خوند اخلو

څه په مزه مزه او څومره په نخرو مرمه

یا هم دا:

کله نا کله دېوالونه هم بې تابه شي
د بې کسانو همرازۍ ته بیابان ښه دی
حالات بدلېږي سر به ټیټ نه کړي بې دردو ته
اوبرنګ همدغسې د زهرو په ارمان ښه دی

د شعرپه ژبه کې کلمات ــ دژان پل سارترپه خبره ــ د « شي » حیثیت لري، لکه په معمارۍ کې تیږې یا خښتې. د شعر په ژبه کې کلمات یوازې د معنا له پلوه یوله بل سره توپیرنه لري، بلکې د کیفیت او کمیت له پلوه هم بېلابېلې معناوې لري.

کالریج، له کلماتو سره د شاعر د کار په هکله وايي ((پام مو وي، چې زه (په شعرکې) د یوې کلمې د معنا په هکله یوازې د هغه شي په باب، چې د هغه مدلول وي، پاملرنه نه لرم، بلکې ټولې نورې هغه معناوې، چې یاده کلمه یې لري، په نظرکې لرم))

اوبرنګ هم همداسې کوي، په شعر کې هرې کلمې ته له پوره ریاضت وروسته، د کارونې ځای پیدا کړی، دا عیناً لکه د سارتر په پل او د کالریج پر پېژاند روان دی، په دې بیتونو کې د دې خبرې د مصداق تر څنګ د ده د شعر نویوالی او خپل انځور ښه لیدلی شو:

نه د چا یاد مړ کړم، او نه په ژړېدو مرمه

زهر په څو دي دوکانداره، زه په څو مرمه؟

څه خوشبویي ستا د انکار له لیکه راشي واه

هم مې ژوندی ساتي او هم په کاغذو مرمه

کېنه، چې دا شېبه به هم راته بې خونده شي

تا ته به ګورمه قاتلې! چې تر څو مرمه

زه اوبرنګ ته د ځېنو شاعرانه جرائتونو په پار د عزبي شاعر نزار قباني هغه خبره رانقلوم، چې تل به یې پرې ټینګار کولو، هغه ویل، شعر هغه یوازینی لیونتوب دی چې حکومت دې نه شي پرې نیولی او که دې ونیسي نو د زندان پرځای دې روغتون ته د علاج لپاره بیایي.

او دا بیت یې پرته له کومې سپړنې وایم او ځم:

دومره بخیل وم چې مې بل درسره نه شو لیدی

کله نا کله به مې کرکه له خپل ځانه وشوه

مننه

بختیار تلاش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب