Homeادبشعرپه لایکونو کې مسکۍ ده، اجمل تورمان

په لایکونو کې مسکۍ ده، اجمل تورمان

یو څوک شته دی چې ما څاري

ان له لرې ـ لرې ـ لرې

خوښوې زما شعرونه

او ساده باسي خبرې

په ظاهره کې به داسې

چې ته وا رانه یې کرکه

خو په ما کې لټوي دا

خپله مینه، خپله ورکه

کمنټونو کې به نه وي

په لایکونو کې مسکۍ ده

ما ترې جار او صدقه کړې

چې دا څرنګه جلکۍ ده؟

غرونه ـ غرونه فاصلې دي

خو زړګي ته مې نېږدې ده

قدمونه مې چې شمارئ

دا دعا خو د هغې ده

دا نن بیا پسې خپه یم

دا نن بیا راته یادېږي

لکه دوه ګوتې چې موښې

زړه مې داسې – داسې کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...