جمعه, مې 17, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونتاریخ تیرې خاطرې ـ حکمتیار/ استاد شپون

تاریخ تیرې خاطرې ـ حکمتیار/ استاد شپون

محمدیار یارصیب پر حکمتیار صیب یوه پاروونکې مقاله تاند کې خپره کړې چې تبصرې ته یې هم د سړي زړه هم یۍ ساړه کیږي. پیښور کې خو زمو ډیر ساړه کیدل، یواځې زما نه بلکه د ټول اوغانستان او ان چې د خپل ګوند یې. قاضی امین که ځان له بامه نه وای غورځولی اوس به یې مړی د پیښور ګورګوټیو پاک شپیللی و. مولوي خالص ویل چې حکمتیار د اور پرتوګ دی، که اعوندې یې سغۍ دې سیزي که یې لرې کوې بربنډ پاتې کیږي. لکه چې خالص خوګ خوګییاڼی و، د خر خروټي نه، نه ویرېد. یو پر بل یې ټوکې کولې. یا به ټوکې نه وې نېښونه به یې سره وهل، یو مار و بل لړم.

دا مجروح او عزیز الفت چې یار صیب یې یادوي، زما په ګاونډ کې ګسه شوي. دا، خلکو په حکمتیار پورې تړل خو والله اعلم. نو لا محل زه هم په ویره کې وم. یو شی وا ضح و، هغه دا چې مجروح په خپله به خپل مرګ خبر و. نو ولې نه تښتنېده یا یې د ځان ساتنې جدې اقدا مات (له وطنه تېښته) نه کول؟ دا د قربانۍ له پسه و پوښتئ. موږ ټول د خدای هیلي ته ناست وو. د خالص صاحب دا خبره مشهوره ده چې امین صیب ته یې کړې وه،«یره امین صیب، په تا پسې مو هم ډیرې خوارۍ وکړې خو پیران دې زورور وو، زور مو درباندې و نه رسید. » مګر یوه ورځ لاس تړلی خدای په لاس ورکړ. قوماندان عبدالحق ویل، د امین صیب وژل خالص ما ته سپارلي وو. یو ماښام امین صیب نشه یوې ویالې کې پروت و. ېه موټر کې تېرېدم. هلکانو چې راوښکه، لاهم خر نشه و. خټې مو ترې پاکې کړې، د ده کور ته مو ورساوه.

یوه ورځ د حکمتیار ویاند، زما ملګری، قزیب الرحمن سعید کورته راغی، ویل یې چې که د حکمتیار صیب سره مرکه کوې، چې وخت ترې واخلم. ما زړه د زمری کړ، «ته لا ورته ګورې؟» ما ویل هسې ګپ به وي. خو ده وویل، بس درځه چې ځو. ځو. چې د رښتیا ځای شو ما هر څه ناغیړۍ وکړې خو ونه شوه. نو کورته لاړم ، میرمنې ته مې کیسه تېره کړه، ما ویل زه د حکمتیار دیدن ته ځم، دعا راته کوﺉ. هغه لاس په دعا وه چې زه د سعید صییب په سوزوکۍ سپور او هغه د نهر په غاړه لارو روان شو چې شمشتو ته و که سپینې شګې یا سپینې وړۍ په لار په ناممکن سرعت روان و. ما د ځانه سره ویل، شپنه لا خوړې خو د املوکو په تول کې. یوه توره کۍ دې ونه کړه چې یې څوک یاده کړي، نه دې کوم یادګار پاتې شو. لالا دې کابل ګې شهید شو خښ خو شو، ته به دلته د پیښور په سخا ډنډ کې خیګ غوندې پړسېدلی پروت یې.

سعید صیب ما ته نه کتل، پر شترنګ یې خیټه اچولې وه لار ته ځیر و. چې ورسیدو زه یې یوې ده درده حجره کې کینولم، دی ورک شو.ساعت پس ږیره صاحبان در راس حکمتیار راننوتل. په لاس یې اشاره را ته کړه چې کښینه. بیا یې د خندا په شان خاموشانه شونډې پرانستلې او زما پوښتنو ته منتظر پاتې شو. د نخوت او تکبر کومه علامه نه وه، بس  طبیعي او نیوټرال کاته و. په نیالیچه یې پلتۍ ووهله.

مرکه دوه ساعته اوږده شوه او هماغه ساده او عادي خبرې وې. یوه پوښتنه د بیبیسي د خبریال میرویس د وژلو وه چې دارلامان کې ده ور غوښتی وو خو بیرته رانغی، هر څومره مې چې تاو راتاو کړ، هیڅ ترې بود نشول.

  اوس له هغه وخته لسیزې تیرې دي، مرکه امریکا عږ کې خپره شوه. نافرجامه او ګونګه وه. یاده مې هم نه ده. اختتام یې اعلان کړ غیر د ځان له ابرا ي ذمه نه  بل څه نه و، یا د ده صیپت و. چې مرکه یې ختمه وبلله، سات ته یې وکتل،« تاسو به مړۍ و خورﺉ، زه یو څه وظیفه لرم». په سعید صیبب خولې ماتې وې، لکه چې دا ملاقات د حکمتیار صیب په امر شوی وو او مقصد یې دا و چې یو ځل مې جاج واخلي. نو ما او سعید ښورواګۍ وخوړه، ژوندی ژاړنده یې کور ته ورسولم. ګویا زما د ګسه کیدو ویره بې اساسه وه چې زه تر اوسه د حکمتیار صیب او قریب الرحمن صیب منندوی یم.

هغه ورځ مې واورېدل چې حکمتیار کابل ته روان دی ما ویل چې آن قدح بشکست و آن ساقي نماند، نو کابل ته د تګ ضرورت او ګټه څه ده؟ که زه ولسمشر ته رسېدلی شوای، بیشکه مې ورته ویل چې د حکمتیار  سره روغه درمسال ته خټې دي. نه د جهاد کالونه دي چې انحصار یې د ده او مسعود په لاس کې و. له یوه امریکایي مامور نه مې پوښتنه کوله چې د وسلو او ډالرو زیاتره مرسته ولې حزب اسلامي ته ورکوﺉ؟ هغه لنډ ګنډ ځواب راکړ چې حکمتیار چې هر څومره بدنام وي خو د ده نفر جنګیالي دي، تر نورو ښه جهاد کوي اول حزب، دویم جمعیت. خو اوس چې نه روس پاتې دی نه جهاد شته، هسې د غلو یو څو ډلې دي چې د آی ایس آی په حکم او اراده له حکومت سره خپړې لګوي، نو د حکمتیار په نژدیکت کې غیر د ټلوالې له پارولو بله ګټه نه ترسترګو کیږي. هو، که آی ایس آی له حکمتیار سره څه تار ولری، چې دا ما ته معلومات نشته، او آی ایس ای دا فرمایش ورکړی وي، نو دا بیا بله خبره ده، خو نه یره  داسې به نه وي!!

د حکمتیار په باب د فرانسوی و که امریکایي ژورنالست پيټر جو وینال خبره  تراوسه ېما یاد ده. نور ټول بهرني خبریالان حکمتیار ته ورتلل خو دی صرف یو وار ورغلی و او نه یې و خوښ شوی. ویل یې چې دا ځکه  چې«د حکمتیار ګرد سره  خندا نه زده»

2 COMMENTS

  1. شپون صاحبه! ما د محمدیاریارمقاله ولوسته، پیاوړې وه خوچې اوس خبره د حکمتیارصاحب سره سولې ته نژدې ده، داسې مقالې ته اړه نه وه۰ زما په انډ که زمونږ ټولې مخالفې ډلې سوله وکړي زموږ دهیواد په ګټه به وي۰ تاسو په آخره جمله کې لیکي چې یوه فرانسوی که امریکایي ژورنالست ویلې وو چې «د حکمتیار ګرد سره خندا نه زده»۰
    خو زه وایم د هغه چا چې خندا زده ده، چیرې ئې داوغان ولس وخنداوه۰داسې کور به نه وي چې په دې ۳۸ کالوکې ئې دویر ټغر په کور نه وي خوریدلئ، داسې مرغۍ به وه نه مونده شي چې جونګړه ئې نه وي ورکه۰
    اوبه له پاسه خړې دي۰

  2. که څه هم د سیاست سره مې نه لږي ځکه چې سیاست په تورږمۍ کې د سپوږمۍ لټول دی که په تورږمۍ کې مزل کوی هم به خپله خوله په چا متوې او هم به د نورو خولې ته متوې نو نه مې سیاست حوښ ده او نه سیاستوال که هغه هر څوک وی! خو یوه خبره ، چې دردوي مې،هغه د سردار داود خان خکومت څخه راورسته د سیاستوالو کړنې هغه که حلقیان، پرچمیان مجاهیدین صاحبین، طالبان او تر ننه پورې. پرته د بدبختیو پرته د ظلم زیاتی افعانانو ته نور څه نه دي کړي او که کړی یې دي هغه یې خپلو بچیانو ته کړی دی چې خارج ته یې ولېږل تحصل یې پرې وکړ او بچاره افعانان یې د مجاهد، اتل، قهرمان، سرتېري په نامه یو د بل سره لکه د حیواناتو وجنګول وطن یې کنډر کنډر کړ چې نن یې د بدبحتیو په څپو کې مونږ رانغتي یو او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب