یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاپه امریکا کې د لومړي لپاره د تناسلې الې بریالی پیوند

په امریکا کې د لومړي لپاره د تناسلې الې بریالی پیوند

تاند- د امریکا د باسټن په یوه روغتون کې د لومړي ځل لپاره یوه نارینه ته جنسي اله په بري پیوند شوه.

ډاکترانو د ۶۴ کلن ټامس منینګ تناسلي اله د سرطان له کبله غوڅه کړې وه.

ډاکتران هیله لري چې ښاغلی منینګ به په څو میاشتو کې روغ رمټ شي او نه یوازې به د پیوندي الې په وسیله په نورمال ډول ادرار کوي بلکې جنسي مقاربت به هم کولی شي.

د ده د پیوند جراحي عملیاتو ۱۵ ساعته دوام وکړ.

تر دې مخکې د تېر کال په دسمبر کې د هاپکنز پوهنتون څېړونکو ډاکترانو ویلي و چې د افغانستان په جګړه کې یوه امریکايي عسکر ته، چې تناسلي اله یې د بمي چاودنې له کبله له منځه تللې ده، بله تناسلي اله پیوندوي.

ډاکترانو د ژوبل شوي عسکر نوم نه و ښوولی خو ویلي یې و چې ده ته د یوه بل سړي، چې د خپل بدن ټول غړي یې عطیه کړي دي، تناسلي اله پیوندېږي.

ډاکترانو دا هم ویلي و چې په پیوندي تناسله اله به د دوی د جراحۍ تر چاړو لاندې ناروغ ادرار کولی شي، پوره احساس به لري خو دا چې جنسي مقاربت به پرې کولی شي او کنه، دې پوښتنې ته لا ځواب نه شي ویلی. (نور)

په باسټن کې ډاکتران وايي چې ټامس مینینګ به په پیوندي جنسي اله جنسي مقاریت هم کولی شي.

تر اوسه پوري د نوموړي د پیوند د بري په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې روغتون کې یو بل سړی، چې په ترافیکي پېښه کې یې تناسلي اله له منځه تللې وه، ورته جراحي عملیاتو ته انتظار دی.

د لومړي ځل لپاره د جنسي الې پیوند په ۲۰۰۶ م کال په چین کې یوه نارینه ته وشو، خو له پیونده وروسته ناروغ ته سخته روحي ستونزه پیدا شوه او ډاکتران مجبوره شول چې جنسي اله ترې جلا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب