دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د مجذوب په شاعرۍ کې رومانټسېزم | جاوید آفتاب

د مجذوب په شاعرۍ کې رومانټسېزم | جاوید آفتاب

لنډیز

په دې مقاله کې د رومانټسېزم مفهوم او پېژندنې، له رومان سره توپير او ځانګړنو باندې خبرې شوې دي. رمانټسېزم یو منل شوی نړۍوال ادبي غورځنګ دی، چې خپلې خاصې ځانګړتیاوې لري. یاد غورځنګ د شعر په اډانه کې خپل اوج ته رسېدلی او پیل یې له انګلستان نه شوی دی. ما د پښتو ژبې وتلي روماني شاعر عبدالرحیم مجذوب په شاعرۍ کې پر دې اړخ له یو څه مطالعې وروسته نیمګړې هڅه کړې ده. د مجذوب په نظمونو کې د رومانټسېزم څرک اوڅار او په دغه برخه کې د ځانګړي طرز ایجادګر شاعر دی. هغه په انګرېزي ادب کې له ژورې مطالعې او اغېزمنتیا وروسته په پښتو ژبه روماني شاعري کړې ده. ځینې صاحب مطالعه لیکوال نوموړی د انګرېزي شاعرانو شیلي[1]، کیټس[2] او نورو په څېر د پښتو ژبې سیال شاعر بولي. د مجذوب د روماني شاعرۍ له خوږو هغه وخت خوند اخیستی شو چې هغه په ځیر مطالعه کړو.

سریزه

د نولسمې پېړۍ پیل د اروپا د ادبیاتو د نوي عصر ښه پېر دی. دغه دور ته د رومانتیک عصر نوم ورکول کېږي، چې د بورژوازي طبقې عصر بلل کېده. په دې دور کې تجمل او اشرافي ژوند، خپل اهمیت او نفوذ له لاسه ورکړ، د ادبي آثارو قلمرو پراختیا ومونده، له دې وروسته شاعران او لیکوال د ټولنې له بېلابېلو طبقو څخه وو. رومانتیک ادبیاتو په نولسمې پېړۍ کې په اروپايي هېوادونو کې، پر یو بل پسې ظهور وکړ. د غرب په تاریخ کې ښايي داسې بل مکتب د رومانټسېزم په څېر نفوذ او وده نه وي کړې. کله چې د رومانټسېزم یا رومانټیزم خبره کېږي، معمولاً د ټولو په تصور کې د عشق او عاشقۍ کیسې را تازه کېږي؛ ځکه د دې کلمې پیوند او خپلوي له رومان او رومانټیک سره ده. خو رومانټسېزم بیا له دې سره په متفاوته معنا یو نړیوال ادبي مکتب دی، چې پراخ مفهوم په ځان کې را نغاړي. بلکې په دې مکتب کې ټول، افکار، عقاید، ټولنیزې او سیاسي نظریې او مذهبي غورځنګونه هم شامل دي، په دې خاطر رومانټسېزم یواځې یو ادبي غورځنګ نه، بلکې یو ټولنیز – سیاسي حرکت هم بلل کېږي، چې دا برخه یې یوې جامع او ژورې مطالعه ته اړتیا لري.

رومانټسېزم د یو فلسفي او هنري – ادبي مکتب په توګه د اتلسمې پېړۍ په وروستیو او نولسمې پېړۍ په پیل کې په انګلستان کې رامنځ ته شو او بیا آلمان، د اروپا شمال او فرانسې ته خپور شو. په عامه توګه هغه دورو ته ویل کېږي چې په هنر او ژوند کې پر عاطفي او تخیلي کیفیت ټينګار شوی وي. د دې غورځنګ د اوج دوره د نولسمې پېړۍ لومړۍ نیمايي او انګلستان دی. ځانګړنې یې له طبیعي بکر او منظرو سره مینه، د تېر غربت په اړه غم او حسرت، له آزادۍ سره شدید تمایل، روایتي مسایلو خلاف مزاحمت او داسې نورې دي.

په پښتو ادب، په ځانګړې توګه پښتو شاعرۍ کې چې کله د رومانټسېزم یا روماني شاعرۍ په اړه خبره کوو، نو د څو د ګوتو په شمار شاعرانو کې د عبدالرحیم مجذوب نوم اوڅار برېښي. د مجذوب نظمونه د رومانټسېزم ښې بېلګې دي. هغه روماني فکر له انګریزي شاعرۍ او د هغې له ژورې مطالعې نه په تأثر سره پښتو ته راوړی دی؛ د مجذوب روماني طرز او سبک د کیفیت او کمیت له پلوه خپل ځانګړی اغېز او رنګ لري، د هغه سیمه­ییزې سوچه لهجې که د نوموړي شاعرۍ ته د سپرلي په څېر تازه­والی او رنګونه ورکړي دي، خو ځینو شعرونه یې بیا نورو پښتنو ته مبهم کړي هم دي. په دې مقاله کې په روماني رنګینیو او ښکلاوو خبرې شوې دي.

رومانټسېزم

رومانټېزم له لوېدیځ ادب نه پښتو ته راغلې اصطلاح ده چې په اصل کې دا یو باقاعده فکري تحریک دی، چې د کلاسېزم پر وړاندې د ۱۸مې پېړۍ په پای او د نولسمې پېړۍ په سر کې په اروپا کې رامنځ ته شو.(۱)

رومانویت د انګرېزۍ د Romanticism ترجمه ده، کوم چې د انګرېزۍRomance  نه او په­ خپله Romance بیا د فرانسوي ژبې  Romanzنه مأخوذ دی، چې لغوي معنا یې د خلقو خبرې دي او د رومانس لغوي معنا حکایت، داستان او افسانه ده.(۲) خو په اصطلاح کې، رومانټسېزم له لغوي معنا څخه بېخي په جلا معنا او مفهوم کارول کېږي. د یوه مکتب یا غورځنګ په بڼه را مخ ته شوی چې ډېر خصوصیات په ځان کې رانغاړي.

”عمید فرهنګ“ یې داسې را پېژني: یو ادبي او هنري مکتب دی چې د اتلسمې پېړۍ په دویمې نیمايي او نولسمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې په اروپا کې رواج و او د فردپالنې یا انفرادیت او آزادۍ په اصولو تکیه کولو سره د انسان د دروني احساساتو، شخصي عواطفو او د عادي وګړو ژوند د څرګندولو غوښتونکی و.(۳)

رومانټسېزم د اتلسمې پېړۍ د وروستیو او نولسمې پېړۍ د لومړیو وختونو غورځنګ دی چې په ادب فلسفه، هنر، مذهب او سیاست کې د پخوانیو شکلونو پر ضد یو عکس العمل بلل کېږي. د رومانټسېزم لپاره یو مشخص او د ډاډ وړ تعریف نه شو موندلی، خو ځينو پوهانو او ادیبانو یې ځانګړنې وړاندې کړې دي.(۴)

انګلیسي نقاد والټر پاټر رومانټسېزم د ښکلا او حیرانتیا مجموعه وبلله. د یوه امریکايي پوه په باور د رومانټسېزم جوهر الهام دی چې مبدا یې په رمز او حیرت کې ده. د رومانټسېزم عمومي ځانګړنې په دې ډول ښودلی شو:

حساسیت، له پخوانیو وختونو سره علاقه، ملي ماضي، محلي رنګونه، خاص ته په عام ترجیح ورکول، خیالي ارزوګانې، مافوق الطبیعت، شپه، مرګ، تباهي، هدیره، شیطان، د کلیوالي ژوند ستاینه، د نااشنا شیانو خوښول، بې کنټروله تخیلات، د حیواناتو له ژوند سره همدردي، په افسانه کې هیجاني روحیات، رومانټیک قهرمان یا ژوند څخه ستړی وي یا د ټولنې په مقابل کې متمرد وي. هیجاناتو ته پر عقل او خیال ته پر حقیقت ترجېح ورکوي.(۴) فکري آزادي، بغاوت، مقصدیت او انفرادیت.

یعنې رومانټسېزم د فلسفې په څېر هېڅ اصول، قوانین او حدود نه مني، بلکې د بشپړې شخصي – فکري آزادۍ په پایله کې هر ډول بغاوت، د فکر او خیال اظهار، مبالغه او عواطف بیانولی شي.

د رومانټسېزم او روماني شعر په اړه له نور بحث څخه مخکې اړینه ده چې د عبدالرحیم مجذوب پېژندنې په اړه لنډ ولیکم:

عبدالرحیم مجذوب د عبدالکریم خان زوی، د ۱۹۳۵م. د جنورۍ په څوارلسمه د خیبر پښتونخوا د سوېل په لرې  پرته سیمه د لکي مروت په نار صاحب ادمیدادخېلو کې زېږېدلی دی. مجذوب له مولانا عالم لنګرخېل نه قرآن کریم، فقه، د سعدي مشهور کتابونه «ګلستان او بوستان»، د نورالدین عبدالرحمان جامي «یوسف او زلیخا» او د نظامي ګنجوي «سکندرنامه» لوستي دي، لومړنۍ زده­کړې یې په نورنګ دولتي ښوونځي او لوړې زده­کړې یې د قانون  په څانګه کې د پېښور په اسلامیه کالج کې کړې دي.(۵) مجذوب یو څه موده د وکالت دنده کړې ده.

د پښتو معاصر ادب، د رومانټيک غورځنګ دغه نماینده شاعر د ۲۰۲۱م. د اکتوبر پر  ۲۳مه له نړۍ سترګې پټې کړې.

مجذوب د شلمې پېړۍ په سرخېلانو کې جوت نوم دی، د پښتو نظم د یوه ځانګړي سبک روماني شاعر دی او همدارنګه ښه لیکوال او ژباړن دی، چې یوه جلا لار، فکر او شعري نړۍ لري. هغه په پښتو نظم کې د فکر او فن له پلوه نوې رنګ رنګ تجربې وړاندې کړې دي، پښتو شعر ته یې نوې ژبه، نوي موضوعات او نوی نړۍوال تحریک را وړی دی او موږ ته یې ځان یو رومانسټ او موډرنسټ شاعر را پېژندلی دی.

د مجذوب په اړه ایوب صابر لیکلي: «مجذوب د پښتو په اوچتو شاعرانو، محققینو، مقاله نګارانو او ادیبانو کې شمارلی شي. خاص طور سره پښتو نظم او افسانه د جدید ترینو اقدارو په سانچه کښې په اچولو کښې د هغه ژور لاس دی او چه هر کله د پښتو د ساهو نظم­ګو شاعرانو ذکر کېږي، نو هغه څوک نظر انداز کولی نه­شي».(۶)

ډاکټر نسیم اقبال په خپله مقاله «د مجذوب انفرادیت» کې د یوه بل لیکوال له قوله، چې نوم یې نه دی یاد کړی، لیکي: «مجذوب یو فطرتي او روماني شاعر دی او په نظم کښې خصوصي رنګ او انفرادیت لري. د ده کلام ډېر سلیس، روان، فصیح، بلیغ او له ده سره د پښتو د نازکو او شایسته الفاظو بې­اندازې ذخیره ده، د ده انداز بیان ډېر خوندور او مؤثر دی».(۶)

شېر زمان طایزی وايي: «مجذوب صاحب هغو یو څو سرزوره مخکښانو کښې شمېرلی شي چې په پښتو کښې یې د انګرېزۍ په رنګ نظم ته رواج ورکړی دی او د پښتو لرغونې روایتي بڼه یې نوې کړې. د ده دا نوښت ډېر لږ وخت کښې مقبول شوی دی. دی هیئتي نوښت نه علاوه مجذوب ډېره درنه، ارزښتناکه او رنګینه نظریاتي او توهماتي پانګه هم پښتو ته را اړولې ده. هغې سره نوي الفاظ، اصطلاحات، تلمیحات او محاورې هم د پښتو په زمکه وټوکېدې».(۷)

رحمت الله درد مجذوب ته «قادرالکلام شاعر خطاب کړی» هغه وايي، د مجذوب په شاعرۍ کې چې کوم مکمل ابلاغ او اظهار دی، هغه ما د قلندر مومند نه سیوا ډېر کم پښتو شاعرانو کې لیدلی دی.

 هغه د مجذوب د شاعرۍ په اړه زیاتوي: «تشبېه او استعاره د شاعرۍ ګاڼه ده خو د مجذوب فنکارانه کمال دا دی چې یو خو یې نوې نوې تشبېه­ګانې او استعارې استعمال کړې دي او بل د شاعرۍ حسن یې دوچند کړی دی او بل خوا یې له دې دواړو د ابلاغ او د مکمل اظهار کار اخیستی دی. پورنیما د مجذوب ماشومه ورېره، د ځنکدن په حال له تندې او درده بیقراره پرته ده. مجذوب د دې حالت ترجماني کول غواړي، د تشبېه کمال وګورئ»: (۷)

د کب غوندې به لکې سترګې ځای کې تلېدله
څاڅکي شـان اوبـــو ته بـــه عاجزه کړېدله(۷)

یو بل نظم «مس پروین» د هسپتال نرس او د حسن و شباب مجسمه ده، مجذوب یې د تقدس او شباب دواړو نه متأثر دی. دلته د استعارې سحر کاري وګورئ:

د مریمې پاک ناموس د عیسی ناوه
ایشېدونکې د تقدیس له ډېره تاوه (۷)

محب وزیر وايي: «مجذوب د طرزِ ادا او اسلوب په لحاظ خو رومانویت خپل کړی دی، ولې په فکري لحاظ هغه یو مترقي پسند شاعر دی، د هغه رومانونیت ترقي پسندۍ ته او ترقي پسندي یې رومانویت ته ورننوتې ده، نو د ده په شاعرۍ کې د هغه رومانوي رجحان او ترقي پسند فکر په خپله کې سره بېلول که ممکن نه دی، نو اسان هم نه دی.»(۲) د بېلګې په ډول: کله چې د «مس پروین» نظم لولو، نو د محب وزیر پورتنۍ خبره به مو ټیک ذهن ته را وګرځي.

زه د پورته پوهانو او لیکوالو نظرونو سره موافق یم، مجذوب په پښتو نظم کې یو پېژندل شوی نوم دی، هغه پښتو شعر ته نوی روح، نوې ژبه، نوي موضوعات او نوي نړۍوال تحریکونه راوړل. مجذوب د خپل فکر جوهر، تجربې او پنځونې په نظم او غزل کې وړاندې کړې دي، خو د نظم تله یې پر غزل درنه ده. د مجذوب نظمونه د کمیت او کیفیت له پلوه ډېر اوچت او جدید انداز لري، چې د ډېر خوږوالي او نوښت له کماله یې ځينې نظمونه انګلیسي ژبې ته په نظم کې ژباړل شوي دي، چې د نوموړي د ښې شاعرۍ ښه ثبوت کېدای شي.

زما د معلوماتو له مخې، تر دا دمه د مجذوب څلور شعري ټولګې (زېړ ګلونه، لعل او کُتي لعل، د مینې تنده او دارلاوهام) خپرې شوې دي، چې یادې ټولګې او د هغه نوره ناچاپه شاعري یو ځای په «د مجذوب کلیات» کې راټوله  او په ۱۹۹۹م. کال چاپ شوی دی. دا چې دا کلیات د مجذوب په حیات کې چاپ شوی، نو نوې شاعري یې په ۲۰۰۸م. کال کې «د مجذوب کلیات – دویمه برخه» په ۱۲۴ مخونو کې چاپ شوې ده او له دې وروسته نوو شعرونو او نظمونو لیکلو او خپرولو په اړه یې معلومات نه لرم.

 په یادو اثارو کې «د مینې تنده» د شیکسپیر د مشهور نظم «وینس ايډوینس» پښتو منظومه ژباړه ده، چې د مثنوي په قالب کې په ۸۶۸ بیتونو کې ژباړل شوی دی. مجذوب له شاعرۍ ورهاخوا علمي- څېړنېزې مقالې او لنډې کیسې هم لیکلې دي.

استاد زلمي هېوادمل په خپله مقاله کې د مجذوب د دوو نورو آثارو «د نور مظهرونه او دو آتشه» یادونه هم کړې  او وايي چې په «دو آتشه» کې د قصه­یي نظمونو منظومې پښتو ترجمې راغلي او همدارنګه مجذوب په لومړي ځل د «مروتوکسرونو» د متن سمون او تحشیه په ډېر زیار ترسره کړل او پر ۱۹۵۹م. دا مجموعه چاپ شوه او د پښتو ادبي څېړونکي لومړۍ پلا د کسرونو له نامه خبر شول.

مجذوب په پښتو معاصر ادب کې یو منفرد او د ځانګړي سبک لرونکی رومانسټ شاعر دی، اکثر لیکوال هغه د روماني شاعر په نوم یادوي، ځکه چې د هغه شاعري د رومانیت په خوږو را ټوله ده او د ده په شاعرۍ کې د سحر غوندې اغېز دی. که تاسې د مجذوب دا نظمونه ولولئ: «مس پروین، پورنیما، زېړ حسن، کوه مري، زما زړه انیا وه، د برګ بنین څښتن او شیخ بدین»، په دې نظمونو کې له روایاتو نه د بغاوت جذبه ده، په واقعاتو کې د تخیل رنګیني او ابهام دی، له پېړیو راهیسې راغلي قیوداتو نه آزاد سوچ، نوې نکته نګاه او فلسفیانه تجزیه ده؛ د لهجې پُر اسراریت دی او په تېره د شاعر د رسا ذهن جدیت او د هغه د ژور شخصیت انفرادي چاپ دی.(۸)

مجذوب رومانوي اثر له انګرېزي شاعرۍ نه اخیستی دی، بلکې په شعوري ډول یې دا هڅه کړې ده چې د شلمې پېړۍ پښتو شاعري د نولسمې پېړۍ د انګرېزي شاعرۍ له سویې سره برابره کړي او په انګرېزي شاعرۍ کې هم هغه له شیلي، کیټس، بائرن[3] او ورډزورتهـ[4] نه زیات متأثره دی.(۲)

د مجذوب روماني شاعري:

د مجذوب په روماني شاعرۍ باندې خبرو نه مخکې د روماني شعر لنډ تعریف کوم:

روماني شعر هغه شعر ته ویل کېږي چې د کلاسیکیت له ښکلا سره سره په رومانیزو زېوراتو، لکه فکري آزادي، د خيال ندرت، بغاوت، انفرادیت، منظرکشي او موسیقیت سمبال وي.(۱)

د مجذوب په نظمونو کې د «مس پروین» نظم کې د هغه تخلیقي ځواک او روماني فکر اظهار ډېر ښکلی دی. مس پروین یوه نرسه ده چې ښکلا، کړه وړو، تقدس او شفا بخشه اغېز یې د مجذوب اروا وړې ده او هغه یې دې نظم لیکلو ته اړ کړی:

د مریمې پاک ناموس د عیسی ناوه
ایشېدونکې د تقدیس له ډېره تاوه
هغه سترګې چې د میو دوه پيالې وې
اننګي چې به روانې ترې شغلې وې
تورو زلفو کې یې ربن براقي وه
که ولاړ حجر اسود سره حاجي وه (۹)
تر پایه …

د دې نظم تر پایه لوستلو سره به د شاعر تنده، خيالي هیلې او بې­کنټروله تخیلات در معلوم شي، چې شاعر د دې نرسې څنګه مبتکرانه انځورګري کړې او د خپل کاري چاپېریال هغه حقایق یې بیان کړي چې د ننني انسان فطرت او په زړه کې خښې خبرې دي، خو اظهار یې هر څوک نه شي کولای.

منظرکشي په روماني شعر کې د طبیعت د ټولو موجوداتو په ځانګړي ډول د غرونو رغونو، صحراګانو، ځنګلونو، د سیندونو شرشرو، څپو او سیلیو او له اړوندو طبیعي منظرو څخه ډول ډول ذهني حسي او عیني تصویرونه جوړول د روماني شاعرۍ یو عمده خصوصیت ګڼل کېږي. (۱)

په «زلفې» نظم کې د مجذوب د منظرکشۍ قوت پوره په زور کې دی. د خپلې منظرکشۍ په ترڅ کې یې که یو خوا له مشاهدې نه کار اخیستی دی، نو بل خوا یې د مطالعې څرکونه هم په­کې جوت کړي دي. مجذوب د زلفو مختلف مشابهتونه وړاندې کړي دي، کله ورته د ګمبیلي په دلن کې کیلې کیلې شګې د زلفو په رنګ لیدل شوې دي، کله ورته شاعر په خوا کې شنه لوخړه د خپلې محبوبې زلفې یادوي، کله ورته په سنبل او ریحان کې بدلې شي، کله ورته د افریقې ګڼ ځنګلونه د چا د زلفو سیوری ښکاري او کله ورته د خټکو له غرونو غونډۍ غونډۍ وریځ چې د لکۍ په لوري په شتاب را روانې وي، د زلفو عکس وړاندې کوي. د نظم په بین السطور کې اصل مقصد او پيغام د فطرت ښایست او ښکلا پېش کول دي، چې زمونږ پام یې ورته د محبوبې د زلفو په تناظر کې را اوړلی دی.(۲)

چې د شپې زلفې وزانګي

ترږمۍ شي

د غره خوا کې له شاعر به شنه لوخړه شي را پورته

تور لوګی شي

ما ته ستا ګړګوتي زلفې را په زړه شي

بې قراره مې بدن شي

هر ویښته را باندې لک

لکه میږي شي… (۲)

د مجذوب په نظمونو کې «زېړ حسن، زېړ تصویر» ډېر لوړ نظم دی، په دې نظم کې د شاعر لوړ تخیلي ځواک او لفظي انځورګري کتلی شئ، دلته تصویرونه فزیکي وجود نه لري، بلکې له لفظونو یې تصویرونه جوړ کړي دي. په دې نظم کې پر منظرکشۍ سربېره د رومانیت نورې ځانګړنې شته. د مجذوب په ځينو شعرونو کې کله کله په دې پوهېدل هم سخت وي، چې د دې شننه اوس څنګه وکړو. د دې نظم متني سپړنه نعمت الله صدیقي ډېره ښه کړې ده. په دې نظم کې د الفاظو دومره رنګیني پرته ده، چې یواځې په همدې یو نظم لیکنې کېدای شي. پيل یې داسې شوی دی:

دا تصویر دې څله پنځولی ده
رنګ دې دومره زېړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
رنګ خو د ګلابو په ګلشن کې و
رنګ په فلک خور د شفقونو شته
رنګ خو د آفتاب د الوانونو شته
یو کرښه دې بله کرشولې وی
څړیکه دې د لمره شوکولې وی
فن سره دې بخل ولې کړی ده
رنګ دې دومره زېړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده…(۹)

«نقشې» د مجذوب بل نظم دی. په دې نظم کې هغه د خپل ماضي منظرکشي کړې ده، د خپلې مینې او عشق انځورګري یې په ډېر ښکلي روماني انداز انځور کړې ده، زړه راښکونکې مصوري یې کړې، حسن او جمال یې اوس هم د هوس او ضمیر دروازې ټکوي، دغه تېر یاد دی یو ډول د مازوخېزم حالت کې را ایسار کړی دی او د ډېر عجیب کیفیت احساس بیانوي:

نوې سپوږمۍ لکه اوږۍ د مستې شپې په غړۍ
څومره مزه کا، څومره خوند کا، څومره ښکلې ښکاري
د پښتنې جینۍ په شان پاس آسمان زهرا
په خپلې زنې شپې د خال په ځای وهلې ښکاري
په نمر خاته کې ورېځ رنګۍ رنګۍ بیدلې ښکاري
د شپې له سره لوپټه نرۍ ښویېدلې ښکاري
لکه ګناه چا د ژوندي ضمیر څښتن په ضمیر
نقشې مې مخ ته د هغو تېرو وختونو ګرځي
هغه وختونه چې ګوډ دي محبت کې د چا
هغه ساتونه چې مې تېر دي په صحبت کې د چا…(۹)

ماضي پرستي د رومانویت حصه ده. کله کله رومانوي شاعران له ماضي نه هغه کردارونه او واقعات را اخلي، کوم چې د خپل وخت د مروجو عقیدو او قاعدو په خلاف د مزاحمت علامتونه ګڼل کېږي او په داسې رنګ یې وړاندې کوي چې د شاعر د خپلې زمانې رسمونو، رواجونو، روایتونو، عقیدو، توهماتو او قاعدو په وړاندې کلک ودرېږي او په ولس کښې جوش او مستۍ د را اوچتولو او مزاحمت ته د تیارولو سوب ورګرځي.

د مجذوب په نظمونو کښې ماضي پرستي یا تاریخي شعور بېخي ډېر جوت دی، هغه د وړاندې تګ په دوران کښې قدم قدم په شا کتلي دي او د خپل ماضي او خپل تاریخ نه یې کومک اخیستی دی. (شیخ بدین غره ته خطاب، د مروتو اپالو ته خطاب، د رمې شپونکیه څه شوې، پښتو ته، د آزادۍ ښاپېرۍ ته او نور) دا قسمه نظمونه مونږ ته په لاس راځي.(۲)

په دې نظمونو کې «د رمې شپونکیه څه شوې؟» خان عبدالغفار خان ته هغه مهال ویل شوی، کله چې هغه زندان کې و. د دې نظم له عنوانه ښکاره معلومېږي چې شاعر د پښتنو هغه ستر رهبر او د سر سړي ته غږ کوي چې په هغه خپل ټول ټبر او ولس راټول و. هغه په رښتنیې معنا یو داسې مشر او پښتون و، چې د پښتون ولس ډېر ناخوښ او بې­ځایه روایتي مسایل یې نفي کړي وو، پښتون ته یې د نړۍ نوي دور د ژوند اصولو درس ورکاوه، هغه یې د کاروبار، اقتصاد، تعلیم، نړۍ سره سیالۍ او په هغو مسایلو باندې یې پوهاوه چې د هغه وخت پښتون ترې یا ناخبر و، یا یې ځان ته شرم باله. شاعر شپونکي (رهبر) پسې غږ کوي چې ته څه شوې؟ له رمې(پیرویانو) دې بیا لاره غلطه ده، بیا تار په تار شوه، د رڼا لار ترې ورکه ده، په تیارو یې سر دی، ته چېرته د غفلت په خوب ويده یې، ولې مې غږ نه اورې.

د دې نظم پیل په دې بیتونو شوی دی:

نمر خو لاړو مازیګر شو لوګه درګه وران ګودر شو
د رڼـــا پـاڼـه زیړیږي ورځ مـرګـونـې معــلومیــږي
په مخ شپه خوف و خطر دی د شرمخو شور و شر دی
زمــا دوه ستـرګې څلور دي په کتو کتو اوبـه شوې
ولې ته را ښکاره نشوې د رمې شپونکیه څه شوې؟(۹)

همدارنګه په «پښتو ته» نظم کې په تېر تاریخ کې د پښتنو غفلت او آواره­ګۍ ته اشاره کوي، د خپلې ژبې په اړه حسرت کوي، چې پېړۍ پېړۍ د پښتنو د ډېرو سترو پاچاهانو په دورو او واکمنیو کې، ته بیا هم هماغسې خواره پرته یې. پښتو یواځې ژبه نه ده، بلکې پښتو د یو ستر قوم هویت، کلتور، فکر، مېړانه او د نړۍ په تاریخ کې د یو پېژندل شوي ستر ملت جوت نوم او د آسیا زړه دی، چې ټوله نړۍ ورته په ځانګړي ارزښت قایله ده. زه د دې نظم څو بیتونه دلته راوړم:

زما پښتو زما شیرینې پښتو
غم مې دې وچې کړلې وینې پښتو
تا سره خوا کې بادشاهان تېر دي
آهم له تا نه غافلان تېر دي
مغلو هر څه دي لوټلي د تا
کالي یې واړه دي ایستلي د تا…(۹)

په مینه کې عاشق په یو عجیبه کیفیت کې وي. د دې مینې کیفیت او د عاشقانه رمز اظهار شاعر په لاندې شعر کې په ډېر ښکلي انداز کړی دی:

په نه لیدو یې تر لیدو ښه یمه
مینه کې داسې مرحلې راغلې
ستا له حیاناکو سترګو وګرځم
خپله ست کوي خپله منکرې شي(۱۰)

د مینې په جذبه کې خپل محبوب ته په دومره تقدس قایل شوی چې په خپل شاعرانه مهارت او تخیل هغه له بشر نه ډېر لوړ بولي. خپل محبوب ته وايي، ستا ځينې خویونه له نورو بدل دي، عام انسان نه یې، نو ځکه دې عالي بولم.

زه که دې خدای بولمه توبه مې ده
ځيـنې قصې ستـا د بنیادم نــه دي(۱۰)

بل اړخ یې دا هم کېدای شي چې شاعر یوه فرعون ډوله انسان ته مخاطب شوی، د هغه تکبر، جبر او پر انسان ځان لوړ ګڼل، دې اړ کړی چې دا اوصاف د انسان نه دي، لوی او جبار ذات یواځې د کایناتو ستر خالق دی، نه انسان؛ نو ځکه شاعر توبه وباسي او ورته وايي چې ستا ځينې چارې د انسان نه دي.

مجذوب په خپله څلورمه ټولګه «دارالاهام» کې په نوي انداز شاعري کړې ده، په دې ټولګه کې یې روماني تصوف لیدل کېږي. ځینو لیکوالو د ده تصوفي شاعرۍ په اړه هم لیکل کړي، د ده په شعر کې د وحدت الوجود تصوف ویني او وايي چې تصوف یې هم روماني دی، چې «ما ته نه و پېژندلی، کارساز، یاران، باغ، ماشوم او… نظمونه» یې ښې بېلګې دي. دا شاعري یې چې لولې، رښتیا هم انسان احساس کوي چې تصوفي شاعري هم ډېره ښکلې او له رومانیته ډکه ده، خو خپله مجذوب په یوه مرکه کې وايي چې: «زما په شعر کې رښتینی تصوف نشته، بلکې زباني یا د الفاظو تصوف په کې دی، زه صوفي شاعر نه یم.»(۱۱) دلته یې د نمونې په ډول یو څو شعرونه راوړم.

مجذوب په «معمه» نظم کې د انسان د راتګ په اړه پوښتنه کوي، په کوم لور روان دی، چېرته ځي، څه کوي…؟

ګل له کومه را ټوکېږي
کوم خوا لاړ شي او رژېږي
ورځې شپې ولې بدلېږي
د ګل تخم کې ګل چېرته دی څه چل دی
دا عقده لږه راته وا کړه
د دې  غوټې چېرته ول دی …(۱۰)

بل ځای وايي:

د هجر د وصال قصه ده ډېره مختصر
موجود و په هر ځای چې کوم مکان ته رسېدم
«»

دا د وجود دی چې رڼا پکې جوته شوه
ودې ښايي څوک دی دا رڼا ته پته نه لګي(۱۰)

له خپل خالق سره د تل پاتې مینې اظهار په ډېر عجیب انداز کوي:

خدای خبر دی چې دا مینه به په څه مري
عزرائیل به ومري مینه به ونه مري (۱۰)
یا وايي:

فرق د ظاهر او باطن دغه وه
پټ چې له سترګو شه نزدو راغی (۱۰)

پایله

معاصره نړۍ ورځ تر بلې د نويوالي او موډرن کېدو خوا ته زور څه چې چټک ګامونه اخلي او اخیستي یې دي، په ټولو علومو، فنونو او هنرونو کې ډېر پرمخیون شوی او لا هم چټک مزل کوي، خو زموږ غوندې درېیمه درجه ملتونه له دې کاروانه په ټولو برخو کې ډېر وروسته پاتې یو او په هیڅ لحاظ له دوی سره د سیالۍ جوګه نه یو. منظور دا دی که له دوی سره په ټولو برخو کې په یوه صف کې نه شو درېدلی، لږ تر لږه په شعر او ادب کې خو پسې ګامونه اخیستلای شو، یعنې نړۍوال ادبي غورځنګونو په صنف کې باید د یوه لایقه او فعال شاګرد په توګه خو لاس پورته کړو. لکه څنګه چې د پښتو رومانېسټ شاعر عبدالرحیم مجذوب د رومانټسېزم په غورځنګ کې لاس پورته کړی دی. اوس د کلاسیکیت دور تللی دی، رومانټسېزم، کوبېزم او نورو نوو حرکتونو ته ترجیح ورکول په­کار دي.

رومانټسېزم او نور نړۍوال غورځنګونه، چې له هر ځای یې سرچینه اخیستې وي، د تل لپاره هماغه ځای او اشخاصو پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د هرې ټولنې وګړو چې ښه رنګ او سینګار ورکړ، نوښت او تخلیق یې په کې وکړ، ښه ریاضیت او مزل يې په کې وکړ، بیا یې صاحب همدا خلک بلل کېږي، بیا د دې غورځنګ په سرخېلانو کې د همدې ټولنې او وګړو نومونو یادېږي. د خپلې خبرې د اثبات لپاره له موضوع بهر یوه ښه مثال وړاندې کوم. د کرېکټ نړۍوالې لوبې ایجادګر انګلستان دی، خو په نړۍوال کچ دا لوبه اوس هندوستان خپله کړې ده او له نېکه­مرغه افغانستان هم په ډېر لنډ وخت کې په دغه نړۍوال ډګر ځان ثابت کړ او د یادې لوبې ایجادګر یې په نړیوال جام کې را چپه کړ.

د رومانټسېزم ادبي غورځنګ د ایجاد مرکز هم انګلستان دی، خو نن د نړۍ د هېوادونو وګړو دغه غورځنګ ته نړۍوال نوم ورکړی چې له نېکه­مرغه پښتو ادب کې هم د مجذوب په نوم یو ستوری شته چې نن یې د خپل شعري وړتیا له کبله په دغه غورځنګ کې پښتو ته غړیتوب ورکړی دی.

 مجذوب د پښتو معاصر ادب د رومانټسېزم مکتب په سرلارو او هنرمندو شاعرانو کې یو مخکښ شاعر دی، د ده شعري کیفیت او سبک له نورو جلا رخ او رنګ لري. د ده په ځينو شعرونو کې مو د رومانټسېزم په ځانګړنو خبرې وکړې. دا چې شاعري یې لکه د نورو شاعرانو په اوس وخت کې یا ډېره رسنیزه او بحث شوې نه ده او یا د لیکوالو او څېړونکو ور پام شوی نه دی؛ ښايي یو لامل یې دا وي چې د مجذوب د شاعرۍ په مختلفو اړخونه باندې هومره بحث نه دی شوی، چې باید شوی وای، خو بیا هم د لرې پښتونخوا ځینو محدودو لیکوالو پرې لیک او بحث کړی دی. د دې بل دلیل دا هم کېدای شي چې ده په شعر کې سیمه­ییزې کلمې او خپله مروتۍ لهجه ډېره کارولې او دا به لوستونکو او لیکوالو ته یو څه د ابهام لامل شوې وي. په ډېرو لهجوي کلماتو یې زما سر هم نه خلاصېده، خو ځینو شعرونو ته یې ښکلا ورکړې ده او د دې بله ګټه دا ده، چې د یوې سیمې او قبیلې هغه سوچه کلمې او توري په شعر کې ښه خوندي کېږي، چې له دې سره د ژبې لغوي پانګه هم زیاتېږي.

په هر صورت د مجذوب روماني فکر د ده په شعر کې داسې جوت دی لکه د شودو پر سر پېروی. نور درنه د مجذوب په دې بیتونو سره اجازت اخلم، چې:

د زنې خال دې د خلیل نخښه ده
چې ورسره چاه د زمــزم وخـتـو
زمــانه قـــدر د چـــا څـه پېـژني
هر ځـای یوسف په بها کم وختو(۱۰)

مأخذونه:

۱- څپاند، عبدالجبار، روماني سرود، ۱۳۹۷هـ.ش کال، سروش کتابپلورنځی- کابل، ۱۰،  ۳۸، ۳۹ مخونه.

۲- وزیر، محب، د مجذوب د شاعرۍ تنقیدي مطالعه، ۲۰۰۹م. کال، باچا خان ریسرچ سنټر- پېښور، ۱۶، ۱۸، ۳۶ مخ.

۳- عمید، حسن، فرهنګ فارسي عمید، نهه ویشتم چاپ، چاپخانه سپهر: تهران، ۱۳۸۳ لمریز کال.

۴- آزمون، لال پاچا، شعرپوهنه، ۱۳۹۹هـ. ش کال، د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، ۱۹۲مخ.

۵- خویشکی، سیدالامین حسن، عبدالرحیم مجذوب ژوند، شخصیت او فن، د ۲۰۲۰م. جولای ۲۸، وحدت ورځپاڼه، پېښور.

۶- خټک، اقبال نسیم، د مجذوب انفرادیت، ۱۹۸۴م. کال، پښتو مجله، پښتو اکیډیمي، پېښور پوهنتون، ۵، ۶ مخ.

۷- مجذوب، عبدالرحیم، د مجذوب کلیات، ۱۹۹۹م. کال، دانش کتاب پلورنځی، پېښور، د کتاب پر شا پښتۍ باندې د شېر زمان طایزي نظر، ح او ط مخونه.

۸- مجذوب، عبدالرحیم، د مجذوب کلیات، ۱۹۹۹م. کال، مجذوب د پښتو ګیټس، د رحمت الله درد لیکنه، و مخ.

۹- مجذوب، عبدالرحیم، د مجذوب کلیات، ۱۹۹۹م. کال، ۱۱، ۴۵، ۵۱، ۶۵ مخونه.

۱۰- پورتنی اثر، د داراهام برخه، ی، ۳۲۳، ۲۹۵، ب، ۳۲۴، ۳۷۸ مخونه.

۱۱- https://www.mashaalradio.com/a/25265646.html

[1] – Percy Bysshe Shelley.

[2] – John Keats.

[3] – George Gordon Byron.

[4] William Wordsworth.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب