Homeخبرونهپه یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه

په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه

تاند:( دوشنبه، د میزان ۲۴مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت (د روانې تلې له ۲۴ څخه ۲۶ نېټې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، کابل او هلمند) سينديزه حوزه کې شوی دی.

په ذکر شویو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ویلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوکچه، بغلان، پنجشیر، غوربند، لوگر، میدان، جلال آباد، کنړ، لغمان، خوست پکتیا او غزنی) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې موجود دی..

د وزارت په اعلامیه کې راغلي:« له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، هیله کېږي، چې د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي»

 دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د بارانونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتي او یو شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي.

زیانمن شوي خلک د مرستو له نه رسیدو شکایت کوي او وایي چې طالبان باید یوازې په خبرتیاوو بسنه ونه کړي؛ بلکې د دوی د مرستې لپاره لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...