Homeخبرونهنورستان کې د کوچني هوایي ډګر د جوړولو چارې پیل شوې

نورستان کې د کوچني هوایي ډګر د جوړولو چارې پیل شوې

تاند:( دوشنبه، د میزان ۲۴مه) د طالبانو ځایي چارواکو په نورستان کې د یوه کوچني هوايي ډګر د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د نورستان لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي فیصل مختار ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د یوه کوچني هوايي ډګر د جوړېدو چارې د ۶ سوه زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د نوموړي په وینا، یاد هوايي ډګر په دوه نیم جریبه ځمکه کې جوړيږي، چې د جوړېدو چارې به یې د لسو ورځو په موده کې بشپړې شي او لګښت یې د ولایت مقام له لخوا ورکول کېږي.

سرچینه زیاتوي، دغه کوچنی هوايي ډګر به په یو وخت کې د درېیو چورلکو د کیناستو ظرفیت ولري.

نورستان د افغانستان له ډېرو محرومو ولایتونو څخه دی، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پکې د ځینو رغنیزو او پراختیایي پروژو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...