شنبه, اپریل 27, 2024
Home+په څنګه هوا کې ښه خوب کولی شو؟

په څنګه هوا کې ښه خوب کولی شو؟

تاند- د بیلابیلو څېړنو نتیجې ښيي چې د هوا بدلون نه یوازې د مځکې لپاره ناوړه اغېزې لري بلکې د انسانانو او نورو ژوو ژوند هم ګواښي.

څېړونکي وايي چې د نړۍ د هوا تودېدا کېدای شي چې د هوا ککړتیا ډېره کړي، الرژۍ یا حساسیتونه زیات کړي.

د انسان روحي یا رواني روغتیا هم د هوا له بدلون سره ارتباط لري، ځینې څېړنې ښيي چې اقلیمي بدلونونه په انسان کې ذهني پریشاني رامنځته کوي.

د هوا بدلون د انسان د ژوند کولو پر طریقې هم اغیز کوي.

مثلاً عموماً انسانان په نسبتاً سړه هوا کې ښه خوب کوي

د ۱۵ او ۲۰ ترمنځ هوا انسان ښه خوب کوي ځکه چې په داسي هوا کې د بدن تودوښه کمیږي او مازغه خوب ته چمتو کیږي.

د دې په مقابل کې توده او لندبله هوا له انسانه ښه خوب اخلي.

توپاني هوا هم خوب خرابوي ځکه چې شور ماشور وي.

لمرینې ورځې بیا د دې سبب کېږي چې انسان خوشاله وي.

د امریکا د میشګان پوهنتون د څېړونکو په څېړنو کې څرګنده شوې کوم کسان چې د ورځې لږترلږه نیم ساعت په ازاده هوا کې تیر کړي، ټوله ورځ به یې په نسبي ډول خوشاله وي.

په کومو سیمو کې چې وریځې ډیرې، او ورځې لنډې وي، خصوصاً په ژمي کې ډیپرېشن او ذهني پریشاني ډیره وي.

دا هم ویل کېږي چې په دوبي د ژمي په نسبت د انسان د وینې فشار ټیټېږي او دلیل یې دا دی چې سړه هوا د وینې رګونه تنګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب