دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: نړیوال دې د اقلیمي بدلون د اغېزو د مقابلې لپاره...

مولوي کبیر: نړیوال دې د اقلیمي بدلون د اغېزو د مقابلې لپاره همکاري راسره وکړي

تاند:(یکشنبه، د میزان ۲۳مه)د  طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اقلیمي بدلون د نړیوالې ورځې په اړه جوړه شوې غونډه کې له نړیوالو وغوښتل څو له سیاسي ملاحظو پرته په افغانستان کې د اقلیمي وضعیت د ښه کولو لپاره دوی سره همکاري وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو شپږم زیانمن هېواد دی.

طالب چارواکي دا غوښتنې داسې مهال کوي چې د دوی له بیا واکمنیدو سره څو ځلې سختو زلزلو او سېلابونو په افغانستان کې زرګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

مخکې طالب چارواکو نیوکې کړې وې، چې نړیوالو مرستندویانو د دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو د مقابلې پروژې په ټپه درولي دي.

3 COMMENTS

  1. تاسی جاهلو سره د اقلیم بدلون لپاره د خارجی ممالکو کومک اول ممکن ندی او که امکان ئی هم درلودای نو تاسی جاهلو ددی کومک څخه د اقلیم بدلون لپاره ګټه نشوه اخستلۍ او تاسی به دا کومک یوازی او یوازی د خپلو خیټو زیاتره پړسیدلو لپاره استعمال کړی وای !!!!
    عبدالکبیره د خپلو همقطارو سره یو ځای د اقلیم بدلون لپاره خدای پاک ته بغاری وکړۍ تاسی احمقان خو د خدای پاک نمائیندګان افغان ملت ته تبلیغوۍ !!!!

  2. هغه چا چي دا کار کولای شوای او يايي کولای شي تاسو وشړل يامو ووژل او اوس ستا په ژبه له کافرانو کومک غواړي نوکی تم شه که خير وو تاته به سبا باد مواسر ناروغي پيدا شي او يا خدای مکړه ستا ميرمني ته که کوم جنسي ناروغي پيدا شوه بيابه مو علاج په خارجيانو کوي. د خارجيانو له تاسو لکه د مردار سوي سپي د مړزګي داسي بد راځي په درويزه راغټ شوي يي خيال کوي چي تاته ټوله نړي تيارسی والاړه ده.

  3. پخیر، پخیر چیری تللی وی ملا صیب ډیر وخت نښکاریدی. ویل کیږی چی اسلام آباد ته کور ته تللی وې څه حال وه کور کی خیریت وه؟ بچیان خو به کالیجونو تلل انشاءالله کوم مشکل خو نشته. ښی چکرې دی ووهلی د حرامی ځویه ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب