شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانانو پراخه خوښي؛ کرکټ لوبډلې یې انګلستان ته تاریخي ماتې ورکړه

د افغانانو پراخه خوښي؛ کرکټ لوبډلې یې انګلستان ته تاریخي ماتې ورکړه

تاند:( یکشنبه، د میزان ۲۳مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخی لوبه کې نن  د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې انګلستان ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې افغانستان انګلستان ته ۲۸۵ منډو هدف ټاکلی و ، چې انګلستان یوازې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

د یادې لوبې پرمهال په افغان توپ اچونکو کې مجیب الرحمن ۳، راشدخان ۳، محمدنبي دوه او فاروقي او نوین الحق یوه یوه وېکټه واخیسته.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا ده چې ویې کولای شول په لومړي ځل انګلنډ ته ماتې ورکړي.

باید وویل شي چې افغان لوبډلې لپاره توپوهنه کې رحمن الله کربز ۸۰ او اکرام علي خېل ۵۸ منډې ترسره کړې.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله څلورمه لوبه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلینډ پر وړاندې ترسره کړي.

د افغان لوبډلې دغه بریالیتوب په پراخه کچه د افغانانو له هرکلي سره مخ شوی دی.

ډېرو افغانانو دا بری په له ستونزو ډکو شرایطو کې افغانستان ته لویه خوشالي ګڼلې او د ملي لوبډلې غړي یې ستایلي دي.

3 COMMENTS

  1. آفتاب خان وروره الله رب العزت دِ د خیر دعاګانې ټولې قبولې کړه ، اول دا بری تا ته او ټول ملت ته
    مبارکباد وایم او بیا خصوصا اتلو لوبغاړو ته چي د ټولو محرومیت سره د ِ الله ج په مډد لوی بری یی
    تر لاسه کړ .
    باید ووایم که د دی ملت کما حقه پالنه او سالمه روزنه وشی، په ټولو ارزښتناکه علمی او عملی میدانو کی به ان شاء الله تعالی قهرمان وی ؛ خو دا کار ویښ ،سالم او یو موټی قوی قیادت غواړی .

  2. د دغه بریالیتوب د ډیری زیاتی خو شحالی سبب هغه کرکه او ژور نفرت دی چی افغانان یی د انګلیس په وړاندی لری. انګلیس زموږ خاوره راڅخه بیله او خپلو حرمونو ته یی ورکړه، زموږ لار له عرب سمندر سره بنده شوه او وچی پوری محاصره شولو، د ترقی فکر یی افغانستان کې مړ کړ او پیران او خرافات یی رواج کړل، یو نیم سل کاله یی قتل او ښکیلاک کی وساتلو او دوره په دوره یی خپل ګوډاګیان راباندی حاکم کړل لږ به چی په پښو ودریدو بله ډله ګوډاګی او تالی څټی به یی راوستل ، خو اوس ځوانانو دغه تاریخی مضر او کثیف دشمکن وپېژاند نو ځکه ورڅخه نفرت او ناکامی ته یی اتڼ او خوشحالی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب