یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد هرات د نن ورځې په زلزلو کې لږترلږه ۱۲۰ تنه ټپیان...

د هرات د نن ورځې په زلزلو کې لږترلږه ۱۲۰ تنه ټپیان شوي

تاند:(یکشنبه، د میزان ۲۳مه) په هرات کې نن دوو لویې او دوې کوچنۍ زلزلې وشوې چې د سرومال تاوانونه یې اړولي دي.

د طالبانو ځایي چارواکو په نننۍ زلزله کې د یو تن د مړینې او نږدې ۳۵ نورو د ټپي کیدو ویلي. خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې لږترلږه ۱۲۰ تنه ټپیان د هرات روغتونو ته رسول شوي دي.

دا لومړني ارقام ګڼل کیږي او احتمال شته، چې تغیر پکې راشي.

د امریکا د جیالوجیکي سروې اداره وايي چې نن په هرات کې څلور زلزلې شوي چې تر ټولو زوروره یې ۶ اشعاریه ۳ ریښتره وه، دوهمه زلزله ۵ اعشاریه ۳ وه. دوې نورې کمزورې وې.

د نننۍ زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۰ کیلومنتره لېرې تر مځکې شپږ نیم مایله لاندې و.

په هرات ولایت کې د تېرې اوونۍ د شنبې له راهیسې زلزلې کیږي.

د ملګروملتونو په وينا هرات کې د تېرې اوونۍ د زلزلې له امله تر ۱۳۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه بې‌کوره شول.

نن له فراه ولایت څخه هم د زلزلې د ټکانونو خبر ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب