یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوتین: د افغانستان وضعیت پېچلی او کافي ګواښونه لا هم پکې شته

پوتین: د افغانستان وضعیت پېچلی او کافي ګواښونه لا هم پکې شته

تاند:(یکشنبه، د میزان ۲۳مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، چې د افغانستان وضعیت پېچلی دی او لا هم په دغه هېواد کې کافي ګواښونه موجود دي.

نوموړي د هم ګټو هېوادونو غونډې ته د وینا پر مهال دا هم ویلي، چې په دې تړاو د تاجیکستان د اندېښنو ملاتړ معقول دی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا اندېښنې او ادعاوې رد کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان خاوره اوس خوندي او له هر ډول ګواښونو پاکه ده او د روسیې ولسمشر ممکن د ناسمو معلوماتو له مخې داسې څرګندونې کړې وې.

په وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په اړه روسي چارواکي بیا- بیا داسې اندېښنې ښيي، چې د طالب ویاندویانو له لوري ردیږي.

1 COMMENT

  1. دکتاتوره پوتینه او د افغانستان ملت قاتله او د کی جی بی وړوکوالی څخه تربیه شویه جاسوسه د ستا دا اظهارات د افغانستان په برخه کښی چرندیات دی !!!!
    تاسی او د تاسو له خوا تربیه شوو خائینو غلامانو د افغانستان تخریب او د افغان ملت تباهی پلان درلود او د تاسو خائینانه اقدام د افغان غیرتی ملت له خوا کاملآ شنډ کړۍ شو اما د تاسو خائینو له برکته غلیسه امریکا او د غلیسی امریکا انډیوالان اوس افغانستان کښی د افغان ملت تباهی لپاره لګیا دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب