Homeخبرونهد طالبانو د سوداګرۍ وزیر روانه اوونۍ چین ته سفر کوي

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر روانه اوونۍ چین ته سفر کوي

تاند:( یکشنبه، د میزان ۲۳مه) ټاکل شوې، چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نور الدین عزیزي روانه اوونۍ په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره چین ته په سفر لاړ شي.

د هغه ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې یاده غونډه د یو کمر او یوه لار اقتصادي بحث ته ځانګړی دی.

دغه لاره، چې د سیمې ګڼ هېوادونه د چین په نوښت په اسانۍ سره نښلوي، په وروستیو کې طالب چارواکو ورسره د یو ځای کیدو لېوالتیا ښودلې ده.

چین څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ هم د دوی یو پلاوی په یوه سیمه ییز کنفرانس کې ګډون ته بللی و.

په وروستیو کې سیمه ییزو ناستو ته د طالب پلاویو بلل زیات شوي، چې دوی یې د خپلو دیپلوماتیکو هڅو لاسته راوړنه او نړیوالو سره د تعامل زیاتوالی بولي.

له دې سره، د طالبانو رژیم چې پر افغانستان یې د بیا واکمنیدو تر دوو کلونو زیات وخت وشو، د نړۍ د هېڅ کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...