پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونههند ته د کندهار د انارو د صادراتو بیا پيل

هند ته د کندهار د انارو د صادراتو بیا پيل

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۳مه) ځایي چارواکو ویلي، چې پرون له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات پیل شول.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیو مسوول نور الله نوري وویل، چي په لومړني کانټینر کي لس ټنه انار هند ته ولېږل شول.
د هغه په وینا، د سږ کال افتونو انارو ته ډېر تاوان رسولی، چي له امله یې بازارونه هم کمزوري دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د کندهار د انارو د حاصلاتو د زیاتیدو ادعا شوې وه.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره وخت په وخت د اقتصادي او نورو مسایلو په اړه ضد و نقیض معلومات خپریږي.
په ټوله کې د افغان کروندګرو او بڼوالو شکایت دا دی، چې اوس ورسره د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د پخوا په شان مرستې نه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...