یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه مړه شوه

د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه مړه شوه

تاند:(یکشنبه، د میزان ۲۳مه) د افغانستان د پخواني مترقي پاچا او د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په روم ښار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغې لور په خپله فیسبوک پاڼه کې د نوموړې د مړینې خبر تایید کړی او ویلي، چې د مور د تدفین او فاتحې مراسم به یې په مختصره توګه د کورنۍ په ګډون ترسره شي.

شهزادګۍ هندیه، چې د شاه امان الله خان غازي د کورنۍ تر ټولو لوړ عمره او هغه ته ژوندۍ پاتې نږدې غړې وه، افغانستان ته یې ګڼ سفرونه کړي وو او په ټولنیزو برخو کې فعاله وه.

یو شمېر افغان روښانفکرانو د نوموړې په مړینه خواشنیي ښودلې ده.

4 COMMENTS

  1. الله ج یی د وبښی . په۲۰۰۵ ز کال کی چی ماپه کابل کی د ایټالیا سفارت د همکاریو په دفترکی کار کولو، دی خدای بښلی په شخصی بودجی سره د پلچرخی د دروازی نه شمال خواته پّ دوه کیلو متره واټن کی پرتی ښ،ونځۍ ته د څښاک د اوبو تابیا کوله او لمریزی بریښنا او نورو لوازمو برآورد یی ما بیله اضافی مصرف څخه ورته وړکړلو.هغه یوه ډیره صله رحم لرونکی او زړه سواندی میرمن وه.

  2. اللهم اغفرها وارحمها ولاتعذبها وسهل عليها حسابها وجعل الجنة مثواها
    ارواښآده دې الله تعالی وبښي. اروا يې ښاده.
    د خدای بښلې له کورنۍ سره خپل ژور خپګان شريکوو او په دغه ستر خپګان کې ورسره شريک احساسوو.
    د هېوادوالو په هکله د ښه احساس څښتنه وه.

  3. شهزادګۍ هندیه یوه مینه ناکه میرمن وه او افغانستان او افغانانو سره ئی ډیره مینه درلوده ، خدای مهربان ددا مینه ناکه شهزادګی وبخشی او جنت ئی ځای کړی امین!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب