Homeخبرونهغزني کې د یوه بس بې کنټروله کیدل؛ یو تن مړ او...

غزني کې د یوه بس بې کنټروله کیدل؛ یو تن مړ او ۴۵ نور ټپیان شول

تاند:(شنبه، د میزان ۲۲مه)  په غزني کې د یوه «۵۸۰» ډوله مساپر وړونکي بس د لوېدو له امله یو تن وژل شوی او ۴۵ نور ټپیان دي.

دغه پېښه د غزني مرکز اړوند د کابل ـ کندهار په لویه لار د روضې کوتل ته څیرمه شوې ده.
د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې دغه موټر هغه تخریب شوی پلچک ته لوېدلی چې د جوړونې په موخه کندل شوی دی.
د دوی په وینا، د پېښې ټول ټپيان د درملني په موخه د غزني ملکي او حوزوي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
غزني د کابل – کندهار پر لویه لاره پروت ولایت دی او ګومان کیږي، چې دا اوښتی بس به هم د یادې لویې لارې د سپرلیو لېږدونکی وي.
د دغې لارې پر بس چلوونکو او اړوندو شرکتونو له ډېره وخته د ناسم موټر چلولو تور دی.
یاده لویه لاره د افغانستان له تر ټولو مرګونو لارو څخه ده او خلک یې له طالب چارواکي د ترافیکي پېښو د مخنیوی لپاره د لازمو اقداماتو ترسره کیدل غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...