- د ویکیپیډیا د تعریف په بنسټ زلزله عبارت له هغولړزیدونکو څپو څخه ده چی د ځمکې سطحی د سخت پوټکی (لیتوسفیر) د یوي برخي د خوځښت له امله د ناڅاپی انرژۍ د آزادیدوپه پایله کې رامنځته کیږی.
- د امریکا د جیولوجیکی سروی (USGS) د تعریف په بنسټ: زلزله هغه څه ته ویل کیږی کله چی په لیتوسفیر کی د ځمکی دوه بلاکونه په ناځاپی توګه لویږی یا يو پربل باندی شووییږی او په زیاته پیمانه انرژی آزادوی.
- او د جیولوجی له نظره: زلزله دناڅاپی او ویجاړونکو ټکانونو څخه عبارت ده کوم چی د ځمکی په سخت قشر کی د خوځښت او یا د اورشیدنونکو غرونود عمل په پایله کي منځته راځی.
ځمکه څه شی ده؟ د جیولوجی د علم له نظره ځمکه هغه سیاره ده چی موږ يکي ژوند کوو، زموږ په لمریز نظام کی د آتو ستوریو څخه لمر ته دریم نیږدی دریم ستورۍ دۍ او تر اوسه په کایٌناتو کی یوازینۍ پیژندل شوۍ ستورۍدۍ چی د ژوند ملاتړ کوی.
ځمکه د جیوفزیک له زاویې
ځمکه د لمریز نظام یوستوري/ سیاره ده چی د لمر په شاوخوا باندی په منځنۍ توګه د ۱۴۹.۶میلیون کیلومترو په واټن څرخی.
د ځمکې نوری فزیکی ځانګړنی په لاندی ډول دی
- مساحت یی ۵۱۰.۱ میلیون کیلو متر مربع
- د وچې مساحت ۱۴۸.۹ میلیون کیلومتر مربع( ۲۸٪ وچه او ۷۲ ٪ اوبه دی)
- شعاع یی په استوا کې ۶۳۷۸ کیلومتر (د ناسا ارقام)
- شعاع یی په قطبینو کې ۶۳۵۷ کیلومتره (د ناسا ارقام)
- عمر یی ۴.۵۴۳ میلیارد کالونه (نیشل جیوګرافیک ټولنه)
- د لمر څخه یی واټن (منځنۍ کچه) ۱۴۹.۶ میلیونه کیلومتره
- د سپوږمۍ څخه یی د واټن (منځنۍ کچه) ۳۸۴۴۰۰ کیلومتره
- وضعی حرکت یی ۲۳ ساعته او ۵۶ دقیقی چی د ساعت د عقربی مخالف لوری ته څرخی (یعنی له غرب نه د شرق په لوری).
- د څرخیدو(وضعی) حرکت چکټیا یی په استوا کي ۱۶۶۹.۵۸۳ کیلومتره په یوه ساعت کي یا پر بل عبارت ترغږ.۱.۳۵۲ ځله چټکه تاویږی.
- د انتقالی کلنۍ حرکت وخت یی ۳۶۵روځي، ۵ ساعته، ۵۸ دقیقی او ۳۳.۶ ثانیی دۍ، او پهمدی وخت کی د لمر چاپیرټولټال ۹۴۰ میلیونه کیلومتره واټن طۍ کوي چی د انتقالی حرکت سرعت یی په یوه ساعت کی 107000کیلومتره دۍ یعنی دغږ نه ۸۶.۶۴ ځله چټک دۍ.
- د راکش کولو (جاذبی ) قوه یی ۹.۸۱ متر په ثانیه مربع ده چی د سپوږمۍ د را کش کولو د قوي نه ۶ ځله پیاوړی ده.
همداراز زموږ لمریز نظام د شیدو لاری په شهابی سیستم کی په یوه ساعت کې د ۸۲۸۷۸۹.۵ کیلومترو په چټکوالی باندي روان دۍ چې د غږ د سرعت نه ۶۷۱ ځله چټک دۍ. پهمدی چټکوالی سره بیا هم ۲۰۰ میلیونه کالونه وخت په بر کی نیسی ترڅودغه لمریز نظام دشیدو لاری له شهاب نه ووزی.
او همدا د شیدو لار شهاب بیا ۱۳۹۰۰۹۰ کیلومتره سرعت باندی رواند دی چی د غږ حرکت څخه ۱۱۲۵.۶ځله زیات چټک دۍ. ددی مانا دا شوه چې هر څومره سیستمونه لوی کیږی هغومره یی سرعت زیاتیږی.
(د ماوماتو سر چینه: cool cosmo)
همدا راز د ځمکی نورې فزیکی ځانګړنی د هغی د طبعی ساحو دی لکه : مقناطیسی ساحه، جاذبوی ساحه، رادیو اکتیف ساحه او بریښنایی ساحه او د ځمکی دسخت پوټکی (قشر) وړتیا د زلزله ایز موجونو د انتقال په بنسټ ده، چی د همدی ساحو د اندازه کولو له لاری د ځمکی لاندی پوړونه او کانونه مشخص کیږی.یوه لدی پورته ذکر شویو ساحو څخه چی ډیره مهمه ده هغه د ځمکی مقناطیسی ساحه ده چی انسانان او حیوانات (مهاجر الوتونکی) له پخوا ورسره اشنا دی او لومړنۍ قطب نما ۲۰۰۰نیږدی کلونه وړاندی په چین کی (د هون د پاچاهۍ ۲۲۰-۲۰۶ له میلاد وړاندی په مهال ) دمقناطیسی اوسپنی د طبعی منرال (مګنیتیتFe3O4) څخه جوړه شویده او بیا یی د سونګ د پاچاهۍ (۱۱۱۱-۱۱۱۷ ز) په مهال جوړه شوه.او په نړۍ کی یی د سفرونو لپاره آسانتیاوی راوستلی دی
ځمکه د جیولوجی له نظره
ځمکه د جیولوجیکی جوړښت له مخی دغه لاندی ذکر شوی پوړۍ (طبقی) لری لکه: ۱-لیتوسفیر یا ډبرین پوست(قشر) ۲- مانتیه ۳- بیرونۍ هسته ۴- داخلی هسته. دغه پوړونه یا قشر یا طبقی هره یوه یی ځانګړۍ کیمیاوی ترکیب او بیل فزیکی حالت لری او کولۍ شی چی د ځمکی پرمخ موجود ژوند باندی اغیز وکړی.
۱-لیتوسفیر (دبرین پوړ) : نوموړۍ پوړ دځمکی له مخ څخه شروع اوپه منځنی ډول تر ۱۴۶ کیلومترو ژوروالی پوری ادامه لری. د ځمکی دغه برخه دمانتی برسیرنه حیصه او ډیره ټوټه ټوته ده چی دځمکی تر ټولوسړه او کلکه برخه جوړوی او دخمکی زیاتره زلزلی په همدی دبرین پوړ کی منځته راځی. د دغی پوړ غوره فعالیت تکتونیکی دۍ چی دهمدی تکتونیکی فعالیت په پایله کی زلزلی منځته راځی. تکتونیکی فعالیت عبارت د ځمکی دهغو لویو سلبونومتقابل عمل دۍ چی د تکتونیکی پلیټ په نوم یادیږی.د ځمکی لیتوسفیر په دغو تکتونیکی پلیټونو باندی ویشل شویدۍ: شمالی امریکا، کارابین، سویلی امریکا،سکوتیا، انترکتیکا،یوریشیا،عرب، افریقا،هندی،فیلپاین،استرالیا، آرام سمندر،جو آن دی فوکا،کوکوس او نازاکا.
د ځمکی دهمدی پوړ په پورتنۍ برخه کی د زلزله ایز لومړنی موج (Vp) چټکتیا ۶.۰ او دهمدی پوړ په لاندینۍ برخه کی بیازیات او ۶،۷ کیلومتره په ثانیه کی ده. پهمدی ترتیب د زلزله ایزثانوی موج ( Vs) چټکتیا۴ کیلومتره په ثانیه کی ده.
۲- مانتیه (Mantle): مانتیه د ځمکی د داخلی برخی تر ټولو سخت پوړ دۍ چی د ځمکی د ډیری تودی داخلی برخی او قشر تر منځ حایل یا پردی غوندی واقع دۍ . د دی پوړ پنډوالۍ ۲۹۰۰ کیلومتره دۍ او د ځمکی د ټول حجم ۸۴ %سلنه جوړوی . د ځمکی د دغی پوړحرارت د ۱۰۰۰درجی سانتیګراد څخه شروع او د لاندینۍ برخی ته په نیږدی کیدو سره ۳۷۰۰ سانتیګراد ته رسی. او جیوترمیک زینی یی دسانتیګرید۲۵ درجی په هر کیلومتر ژوروالی کی دی. مانتیه تر ډیره د اوسپنی او نکل څخه جوړه شویده او دا شاوخوا ۴.۵ میلیارد کاله وړاندی هغه وخت چی ځمکی په شکل جوړولوسره پیل وکړ دغه پورته ذکرشوی دوه عناصر په چټکۍ سره له نورو بیل او د نوې سیاې زړۍ (هسته) یی جوړکړ، او هغه ویلی شوی مواد چي دغه زړۍ یی پوښلۍ وو اولینۍ پوټکۍ (قشر) وو.او د همدی پوړ په شروع کی د( Vp) زلزله ایز موج چټکتیا ۶،۷ او د۲۹۰۰کیلومتر ژوروالی کی بیا د موج (Vp) چټکتیا ۱۴ اود( Vs) چټکتیا ۶.۴کیلومتره په ثانیه کی ده.
۳- بیرونۍ زړۍ (هسته):- د ځمکی بیرونۍ زړۍ یا هسته د ۲۲۰۰ کیلومترو شاوخوا پنډوالۍ لری او دځمکی کری د ټول حجم ۱۶.۵٪ سلنه جوړوی، د اوسپنی او ویلی شوی(مایع) نیکل څخه جوړه شوی او نننۍ هسته یی يوښلی ده. دغه د NiFe الیاژ ډیر تود او د۴۵۰۰- ۵۵۰۰ سانتیګرید پوری حرارت لری.د بیرونۍ هستی ویلی شوی فلز ډیره لږ ویسکوسیټی (د سیال یا بهیدونکو شیانو د خوځښت په وړاندی مقاومت) لری. پدی مانا چی په آسانۍ سره خپلی بڼي (شکل) ته تغیر ورکوی او د څټک خوړلو وړتیا یی لوړه ده. دغه بیرونۍ هسته د سخت حرارتی ادلون بدلون (کانویکشن Convection) ځای دۍ. د بیرونی زړی (هستی) منحل شوی فلز د ځمکی مقتاطیسی ساحه را منځته او دوام ورکوی. د ځمکی د بهرنی زړی تر ټولو ډیره توده حیصه د بولن (چیری چی په مایع حالت کی د ځمکی د بیرونی او داخلی زړی یو له بله جدا کیږی) جدایۍ حیصه ده چی هلته د تودوخی درجه تر ۶۰۰۰ سانتیګرید پوری رسی چی د لمر دسطحی د تودوخی سره برابره ده. ددی پوړ یوه ډیره په زړه پوری جیوفزیکی ځانګړنه دا ده چی د مانتیی سره په پوله کی یی زلزله ایز موجونوچټکتیا یودم Vp ۷.۲کیلومتره په ثانیه اوVs صفرکیلومتر په ثانیی ته رالویږی.
۴- داخلی زړۍ (هسته):- د ځمکی نننۍ ( داخلی) زړۍ د کښيکاږل شوی اوسپنی د یوه ګیند په څیر دۍ چی شعاع یی ۱۲۲۰ کیلومتره ده پدی زړی کی تودوخه د سانتیګرید۵۲۰۰ درجی او فشار یی ۳.۶ میلیون اتمسفرatmosphere (atm) دۍ .د ځمکی په داخلی زړی کښی د تودوخی دغه پورته ذکر شوی درجه د اوسپنی د ویلی کیدلو له درجی ډیره زیاته ده مګر دلته بیا هم اوسپنه په مایع او یا هم ویلی (مذاب) بڼه باندی نشته د جیوفزیکپوهانو په اند داځکه چی پدی زړی باندی د پورته پوړونواو د هوا ډیر زیات فشاراو د همدی پوړ ډیر زیات کثافت د دی لامل ګرځیدلۍ چی د ځمکی دا هسته د پلازما (نه سخت او نه مذاب) په بڼه پاتی شی. ځمکپوهان فکرکوی چی د ځمکی پدی برخه کی د اوسپنی کریستالونه hcp یا تړل شوی شپږڅنډیزه بڼه باندی جوړ شویدی او د ځمکی د مقناطیسی ساحی تر اغیز لاندی یی د شمال او جنوب په لوری موقیعت نیولۍ دۍ. پدی پوړکی د زلزله ایز Vp موج ۱۰.۲ او Vsموج چټکتیا صفر په ثانیه کی ده.
په ځمکه کې د زلزلی لرونکوسیمو ویش
د ځمکې په کره کې ځینی سیمی شتون لری چې هلته ډیری زلزلی پیښیږی یا اور شیدونکی غرونه شتون لری او ځنی داسی سیمې هم شته هلته دغه پدیدې هیڅ وجود نلری،.معمولا اور شیندونکی غرونه او زلزلی سره تړلی وی مګر داسې سیمی هم شته هلته یوازی زلزلې کیږی .په نړۍ کې هغه سیمی کومې چې هلته زلزلی منځته راځی د خمکي پیژندنی د پوهانو لخوا تعین شوی او دا مشخصی سیمی د زلزلی د کمربندپنامه یادیږی، دا هغه سیمی دی چې هلته دځمکی سخت پوټکۍ (لیتو سفیر) ضعیف وی. د ځمکې پیژندنی پوهانو د ځمکې پر مخ د زلزلی کمربندونه په دی ډول مشخص کړیدی:
-1 د پاسیفیک یا ارام سمندر د زلزلې (سیسمیک) کمربند:- د نړۍ تر ټولو لویې زلزلې د آرام سمندر په څنډو د همدی کمربند په اوږدو او زمونږ د سیارې شاوخوا ۸۰٪ سلنه زلزلې همدلته واقع کیږی . نوموړی کمربند د (اور حلقه) لقب تر لاسه کړیدۍ دا چې ولې پدی سیمه کې ډیری زلزلی رامنځته کیږی؟!لامل یی دا دۍ چی نوموړۍ کمربند د ځمکې د تکتونیکی پلیټونو په څنډوکی پروت او دا هغه ځای دۍ کوم چې د سمندری قشر پلیټونه د بل پلیټ (د وچی یا قاره اېز پلیټ) لاندی ننوزی او ډوب کیږی پدی فرعی زونوکې زلزلې د پلیټونو تر منځ د ټوټی کیدو له امله را منځته کیږی. په بحر الکاهل سیسمیک کمربند کي ډیری ځواکمني زلزلي پیښی شویدی چی د چیلی (والديویا ) 1960 M9.5 درجی او د الاسکا M9.2 (۱۹۶۴) زلزلی یی د یادولو وړ دی.
2 – د آلپ (الپآیډ) یا هیمالیه اوروګینیک زلزله ایزکمربند
دا یو زلزله ایز- اوروګینیک (غر جوړیدونکۍ) کمربند دۍ چی داروپا او یوریشیا د غرونو لړۍ یی په بر کی نیولي ده . نوموړۍ مکربند دمدیترانی سمندرګي د شاوخوا نه شروع بیا د ترکیی له انتالیا ،قفقاز،ایران، افغانستان،تاجکستان څخه تیریږی د کشمیر او هیمالیي د غرونو په لړۍ کی ادامه پیدا کوی او د اندونیزیا د جاوا او سوماترا جزیرو ته رسيږی چی ۱۵۰۰۰کیلومتره اوږدواله لری. د نړۍ ۱۷٪ سلنه او خورا ویجاړوونکی زلزلی د همدی کمربند په اوږدو کي منځته راځی لکه د پاکستان د ۲۰۰۵ کال M7.6 چی تر ۸۰۰۰۰ ډیر خلک یی ووژل او په کال ۲۰۰۴ د اندونیزیا M9.1 زلزله چې په بحر الکاهل یا آرام سمندرکې د دیرش مترونه لوړو سمندري څپو (څونامی) لامل شوه او تر ۲۳۰۰۰۰ زیات کسان یی ووژل. (نوموړۍ کمربند د انځور په سر تورخط باندی په نښه شویدۍ)
۳- اتلانتیک زلزله ایز کمربند: دغه مهم کمربند آخرینۍ دۍ مګر وروستنۍ ندۍ کوم چی داتلانتیک سمندر منځنۍ برخه کي تر اوبولاندې ډوب شوۍ هسکې څوکی دی چې د بل پاشل شوی پلیټ د سرحد هغه ځای دۍ کوم چې دوه تکتنیکی پلیټونه یو دبل نه بیل او پاشل کیږی ، د منځنی اتلانتیک پاشل شویی هسک او ټیت کمربند په اوږدو کي تر ټولوزیاته زلزله لرونکې سیمه آیسلنډ ده چې مخامخ دنوموړی کمربند په سر باندی موقیعت لری .په هر صورت نوموړۍ کمربند د انسان د لاسرسی نه لیری دژورو اوبو په تل کې دۍ او کړنی یی د انسانانو په ژوند دومر اغیز نلری. لاندي انځور کي د نوموړی کمربند موقیعت په سری کرشې سره په نښه شویدۍ.
د زلزلې د ځواک اندازه کول
په نړیواله کچه د زلزلې د ځواک د اندازه کولو لپاره دوی طریقې اکارول کېږي چې عبارت دي له : ۱- د ریښتر طریقه
۲- د میرکالي طریقه.
۱. د ریښتر طریقه (میتود):- نوموړی طریقه تر ټولو ډیرزیات کارول کیږی او په ۱۹۳۴ کال کی د چارلس ایف ریختر لخوا معرفی شوه، نوموړی میتود د زلزله سنجوونکی (سیسموګراف) په پاڼه باندی د زلزلی تر ټولو لویي څپې د پیښیدو او خاصې آلې باندی د هغی د ثبت تر منځ د وخت په واټن باندی ولاړ دۍ. دا یوه لوګاریتمی پیمانه ده اود همدې پیمانی د یوه عدد په توپیر یا زیاتیدو باندی د زلزلی شدت یا ځواک کی نیږید دیرش ځله زیاتوالۍ راځی، د نوموړی میتود پربنسټ زلزلی د شدت له مخې په لاندي توګه ویشل شویدی.
د زلزلی د ځواک جدول د ریښتر په بنسټ
د زلزلی ځواک (درجي) | اغیز یی | کلنۍ اټکلی تعداد |
۲.۵ یا لږ | اکثره نه حس کیږی،مګر سیسموګراف یی ثبتولۍ شی | میلیونونه |
۵.۴-۲.۵ | اکثره حس کیږی مګر په لږ پیمانه ورانۍ لری | ۵۰۰۰۰۰ |
۶.۰-۵.۵ | سپک زیان تعمیراتو او نورو ساختمانونو ته | ۳۵۰ |
۶.۹-۶.۱ | په هره ګڼ میشته سیمه زیات ورانۍ کوی | ۱۰۰ |
۷.۹-۷.۰ | ځواکمن ټکانونه او زیات ورانۍ | ۱۰- ۱۵ |
۸.۰ او لویی | لویی زلزلی او د مرکز(ایپی سنټر) په حیصه هر څه ورانوی | ۱یا ۲ هر کال |
۲- د میرکالی طریقه: میرکالی د زلزلی شدت یا په بل عبارت (میرکالی د زلزلی اصلاح شوی مقیاس) د زلزلی د ځواک د اندازه کولو مقیاس دۍ. پدی طریقه کی د ریختر د طریقی برخلاف د زلزلی ځواک مخامخ په نظر کی نه نیول کیږی او زلزلی د هغی د ویجاړونکی اغیز پز بنسټ درجه بندی کیږی. کوم وخت چی له زلزلی وروسته ویجاړی منځته راغلی وی ، نوموړۍ مقیاس دا ارزوی چی خلکو دغه زلزله څرنګه او یا څو کسانوحس کړي. اکثرآ عام خلک (غیر جیولوجستان) نوموړی طریقه کاروی ځکه خلکو ته دا آسانه چاره ده چي توضیح کړی زلزلی کومی ویجاړۍ منځته راوړیدی نسبت دی ته د ریختر د مقیاس لپاره عددی محاسبی تر سره کړی. د نوموړی مقیاس پر بنسټ د زلزلی د ځواک لړۍ د I درجی (ابزاری حس څخه) تر XII درجی ناورینی یا قیامتی زلزلی پوری ویشل شویده. نوموړۍ مقیاس یا پیمانه د ګوسیف میرکالی (۱۸۵۰-۱۹۱۴) د لسو درجو په کچه جوړ شوۍ وو مګر په ۱۹۰۲ کی بیا اډولفو کنکانی دغه جدول ته تر دولس درجو پوری پراختیا ورکړه چې په لاندی توګه تشریح کیږ،د میرکالی په نوموړی اصلاح شوی مقیاس کې د ټیټې درجی زلزلي په ټولیزه توګه د خلکو د حس کولو په کچی پوري اړه لری او د لوی مقیاس زلزلی بیا د ویجاړۍ د کچی په مشاهدی سره درجه بندی کیږی دغه لاندی جدول د میرکالی د مقیاس د تشریح لپاره غوره سرچینه ده:
دزلزلی لپاره د میرکالی درجه | ریختر M | دعلامو تشریح |
۱ په عمومی توکه نه حس کیږی |
1.5 |
په هیڅ ځای کی یی د حس کیدلو څرک نه تر سترګو کیږی،یوازی په حساسو آلاتو سره اندازه کیدۍ شی، |
۲کمزوری : په لږ پیمانه حس کیږی | 2 | یوازی هغه کسان یی حس کولۍ شي چي د کورونوپه لوړو پوړیو کي ناست وی |
۳ کمزوری : تر ضعیفی لږ پیاوړی |
2.5 |
یوه اندازه زیات خلک کوم چی د تعمیراتوپه لوړو پوړونوکي ناست وی اما د زلزلی په څیر یی نه حس کوی |
۴ سپکه: | 3-3.5 | یوه زیاته اندازه خلک په کورونو کی د ننه او یا هم د کورونه څخه بهرخلک چی روان وی حس کوی لکه سر یی چي وڅرخی ،موټران ټکانونه خوری، د خونو په چت کي قندیلونه ښوری،کړکی او کانکریټی دویوالونه غچ غچ کوی، په الماریوکي لوښي کړنګیږی اوداسی ریږدیدل حس کیږی لکه په سرک چی درانه موټر روان وی.دارنګه زلزلی په کال د ۱۰۰۰۰او ۱۵۰۰۰ تر مابین پیښیږی. |
۵ د منځنۍ کچی زلزله | 3.5-4 | نیږدی ټول خلک یی حس کوی، د پخلنځي لوښی رالویږی، دشپي په مهال خلک له خوبه را پاڅیږی، د دیوالی ساعتونو رقاصی دریږی، دیوالونه غږ کوی، کانکریټی تعمیرات زیات آواز کوی،غیر ثابت شیان بیځایه کیږی. روان خلک سرګرځنی کیږی.داسی یو آواز او ریږد هم وی لکه ډیر درانه موټر چی په خامه سرک روان وی، دارنګه زلزلی په کال کی د ۱۰۰۰او ۱۵۰۰ تر منځ پیښیږی. |
۶ پیاوړي زلزله | 4.5 | ټول خلک یی حس کولۍ شی، دیرۍ خلک ډاریږی هم، سپکي ویجاړی هم منځته راوړی،درانه شیان هم بیځایه کیږی، کله کله د کورونو ضعیف پلسترونه هم رالویږی،دا رنګه زلزلی په کال کی د ۱۰۰ او ۱۵۰ تر منځ پیښیږی. |
۷ ډیره پیاوړی زلزله | 5 | خام او درانه چت لرونکی کورونه زیات ویجاړیږی،د کورونو لوړ دود کش را لویږی،کلک تعمیرونه هم سپک زیانونه وینی، دا رنګه زلزلی په کال د ۱۰ او ۲۰ تر منځ پيښيږی. |
۸ ځواکمنه زلزله | 5.5-6 | په لویو سترکچرونو کي سپک تخریب او ویجاړی، ډیر درانه شیان په زیاته پیمانه بیځایه کیږی،دیوالونه او دودکش نړیږی، کمزوری ساختمانونه زیات نړیږی، په ځمکه کی درځونه او چاکونه را منځته کیږی. |
۹ ویجاړوونکي زلزله | 6-6.5 | ډیری پخې ودانۍ نړیږی، تعمیرونه له بنسټ څخه نړیږی،ښه ډیزاین شوی ساخمانونه را لویږی، دارنګه زلزلی له ۱ تر ۳ په کال کی پيښيږی. |
۱۰ خطرناکه زلزله | 7 | ډیر زیا ساختمانونه نړیږی، تر ځمکی لاندی پایپونه ماتیږی،اوبه یی پیرون ته راوزی، د بریښنا هوایی مزی پری کیږی ،د ریل پټلۍ کږه کیږی، دغه رنګه زلزلی ۱ په نیمه پیړۍ کې. |
۱۱ فوق العاده خطرناکه زلزله | 7.5 | ډیر لږ ساخمانونه جوړ پاته کیږی،پلونه ورانیږی،تر ځمکی لاندی پایپونه کار پریږدی، سرکونه ماتیږی،د ریل پټلۍ کږه کیږی، په ځمکه کی لوی درځونه منځته راځی ،په غرونو کي لویی ډبری او کمرونه رالویږی. |
۱۲ قیامتی زلزله | 8 | څپي یی د ځمکی پر مخ هم لیدل کیږی،ټول شیان یو مخ نړیږی،شیان هوا ته پورته غورځول کیږی، د لید لورۍ او سطحه کوږ والۍ کوی. |
سرچینه: د امریکا متحده ایالاتو جیولوجیکی سروی ۲۰۱۹ کال USGS
زلزلی ولي پیښیږی؟!
د دی مسلی د څیړلو په پار دا اړینه ده چی يوځلې بیا دزلزلی په هکله ځغلند نظر واچول شی او هغه دا چی زلزله یوه طبعی پیښه ده چي په ډیر لږ وخت (دسترګو رپ او یا هم څو ثانیو) کی ډیر زیات انسانی تلفات او مالی زیانونه اړوی، ورانۍ او ویجاړۍ رامنځته کوی چي بیا د هغو ویجاړیو رغول لسیزی وخت او میلیاردونه ډالر بودجه غواړی، د بیلګې په توګه په ۲۰۰۴ کال کې د اندونیزیا زلزله چې ۲۳۰۰۰۰ انسانان یی د مرګ کومی ته واچول او بیا په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان زلزله چي ۸۰۰۰۰ انسانی تلفات یی لرل ،همدا راز د ۲۰۲۳ د فبروری ۲۱ نیټي د ترکیی او سوریی زلزله (شدت ۷.۸ ریختر او ایپی سنټر یا مرکز یی ۳۷ کیلومتره تر ځمکه لاندی ژورو وو) چې تر ۵۰۰۰۰ زیات انسانی تلفاتو لامل ګرځیدلی او بشپړ ښار یی د مخکی له مخ نه جارو کړیدی، د ترکیی حکومت د رسمی اعلان له مخی د نوموړي زلزلی د فزیکی زیان کچه ۳۴،۲ میلیارد ډالره اټکل شویدی چی نړیوال بانک د اټکل پر بنسټ دترکیی د ۲۰۲۱ کال د جی ډی پی (د نا خالص کورنی عاید) ۴٪ سلنه جوړوی. او په پای کی همدا د هرات وروستنۍ زلزله : د U.S. Geological Survey د راپور پحواله د تیری شنبی د سپتمبر اوومه نیټه د هرات ښاره شمال ختیځ لوری په ۴۰ کیلومتری کی د ریخترپه کچه ۶.۳ درجی ځواکمنه زلزله پیښه شوه چی تر اوسه پوری ۱۱/سپتمبر/۲۰۲۳ پوری یی ټولټال اوه ځواکمن ټکانونه حس شویدی. دنوموړی زلزلی انسانی تلفات تر اوسه ۲۴۵۵ (نړیوال سور صلیب) مړینه،۴۸۵ بی درکه او یو زیات شمیر ټپیان دی د اوچا دسرچینو پحواله او دطالب چارواکو د ارزونی پربنسټ د ۱۵۰۰-۱۷۵۵ تر منځ کورونه بشپړ ویجاړ شویدی. د سر له تاوان ورایخوا مالی زیان یی د هرکور ودانولو او دهغی د اثاثیی اوسط ارزښت ۶۰۰۰ ډالر وشمیرل شی نو د نوموړی زلزلی مالی تاوان یی ۸۹۷،۶۰۰،۰۰۰ افغانۍ یا ۱۰۲۰۰۰۰۰ ډالر کیږی چی دغه زیان یوازی په څو ثانیو کی اوښتۍ دۍ . د نوموړی زلزلی مرکز (ایپی سنتر) دځمکی په لس کیلومتره ژوروالی کی وو.
څرنګه چی مخکی چې ویل شویدی، زلزلی دځمکی د کری په خاصوجغرافیایی ځایونو کې منځته راځي چی د زلزلی د کمربندونو پنامه یاد او مخکی یی په تفصیل یادونه شویده، د زلزلو د پیښیدو ساینس (زلزله پوهنه یا سیسمولوجی ،جیولوجی او جیوفزیک) دا ثابته کړیده چې زلزلی د ځمکی د داخلی خوځښتونو له کبله منځته راځي اوعمدتاُ په لاندی ګروپونو ویشل کیږی:
الف: تکتونیکی زلزلی: دا د زلزلوتر ټولو زیاته برخه جوړوی او هغه داسی چی د ځمکی د مانتیی د حرکت په پایله کی د ځمکی سخت پوټکۍ (قشرCrust) ماتیږی، یوله بل لیری یا یو له بل سره موښلی او پورته کیږی (اوروګنایزیس یا د غرونو جوړیدو لړی) او ياخوهم یو پر بل باندی ښوییږی، پداسی حالاتو د ځمکی تر پورته ذکر شوی سخت قشر لاندی ځای خالی او پوتانسیل منځته راځی او بیا وروسته را لویږی چي په پایله کی زلزله پیښږی، د دا رنګه زلزلومرکز(ایپی سینټر) ژور او زلزلی یی ځواکمنی وی او پراخه سیمه لړزوی، بله ځانګړنه یی دغه ده چی د لومړنی ټکان وروسته نور ټکانونه هم لری او کله ناکله خو ترډیره وخته دا جټکی دوام کوی، او دځمکی څخه کله نا کله پیاوړی آوازونه هم اوریدل کیږی. کچیری د داسی زلزلی مرکز دخمکی سطحی ته نیږدی وی نو ډیره ویجاړی منځته راوړی. لکه د ترکیی – سوریی او د افغانستان د هرات اوسنۍ زلزله. اما د افغانستان د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ (د نوی کال د شپي ۶.۵ درجی زلزله) بیا تر ځمکی لاندی ۱۸۷کیلومتره ژوره وه، دافغانستان،پاکستان او تاجکستان سیمی یی ولړزولی مګر زیان ډیر لږ وو. (سرچینه د امریکا جیولوجیکی سروی USGS)
ب: کارستی زلزلی: دا هغه زلزلی دی چی د تر ځمکی لاندی خالیګاوو د نړیدو له امله را منځته کیږی، او هغه داسی چی کله هغه لویه تشه یا خالیکاه چی د ځمکی په ژورو برخو د مالګینو کانونود اوبه کیدو،یا د اورغورځوونکو غرونو د نس د تشیدو له کبله منځته راځی او وروسته بیا رالویږی او زلزلی منځته راوړی ځواک یی که څه هم ډیر وی خو ساحه یی لږ وی.
پ: اتومی زلزلی: چي د ځمکی په مخ او یاخو هم تر ځمکی لاندی اتومی چاودنو له کبله منځته راځی، د بیلګی په توګه کوم اتومی بم چی د امریکا لخوا د جاپان په هیروشیما ښار وغورځول شو ۴.۳ درجی زلزله یی منځته راوړی وه. او دروسیی د تزار پنامه اتومی بم د ۵ او ۵.۲۵ درجوتر منځ زلزله منځته راوړی وه.
د زلزلی اړوند اندونه
انسان یوهڅاند موجود دۍ او په هرهغه شي چي نه ورباندی پوهیږی د پوهیدلو هڅه کوی خو ډیر کله د نه پوهیدو پوجه د ځانه یوڅه را وباسی چی د اصل حقیقت سره اړخ نه لګوی، دغه رنګه د اصل حقیقت نه لیری اندونه تر ډیره د ناپوهۍ له مخی دی، دلته به یی یوه بیلګه ووایو: څو کاله وړاندی د پاکستان ډیرو مشهورو دینی عالمانو په مجازی نړۍ کی ډنډوری شروع کړی چی قیامت رانیږدی شویدی! او هغه دا چی د لمریز نظام یوه ستوری (مریخ) د غرب څخه د شرق په لوری څرخیدل شروع کړیدۍ! د ملایانو دی خبری ډیر خلک نهیلی او بد ګومانه کړل ، د هر چا په خوله همدا یوه خبره وه چی د دنیا کار وبار نورڅه کوو هسی هم قیامت رانیږدی شویدۍ! خیر اصل حقیقت څه دۍ؟ د امریکا د فضایی څیړنو اداری (NASA ) داسی خبر خپور کړی وه!، کله چی زموږ د اوسید کور (ځمکه) پخپل مدار کی د ۱۴۹.۶ میلیونو کیلومتر په اوسط شعاع باندی د ۳۶۵روځو، ۵ ساعته، ۵۸ دقیقی او ۳۳.۶ثانیو په موده کی د لمر په شاوخوا را تاویږی او چټکتیا یی په ساعت کی 107000 کیلومتره ده. مګر د مریخ ستورۍ له لمرڅخه د ځمکی په نسبت ۱.۵ ځله زیات )۲۲۸میلیون کیلومتره) لیری دۍ او د لمر رڼا تر هغی پوری په دیارلسو دقیقو کی رسیږی حال دا ترځمکی پوری په اتو دقیقو را رسی. په همدی ترتیب سره د مریخ دغه دوران دلمر په شاوخوا (مریخی کال) ۶۸۷ روځی دۍ ، دا پدی مانا ده کله چی مریخ د لمر په شاوخوا یوځل را څرخی نو پهماغه وخت ځمکه نیږدی دوه ځلی راڅرخی او بیا داسی مانا ورکوی چی ځمکه له مریخ څخه مخکی کیدل یا overtaking کوی. نو پدی وخت کی څه پيښيږی؟ د وضاحت په پآر یو بل مثال: کچیری کوم څوک په ۵۴۰ ماډل بس کی سپور او سفرکوی او دلاري په اوږدو نوموړي بس د بل کوچنی موتر څخه په سرعت تیریږی د یوی لنډی مودی لپار د بس سورلی ته هغه شاته پآتی کیدونکی موټر داسي ښکاری لکه بیر ته چی مخ په شا روان وی!، ولی ؟! دا د چټکتیا (سرعتونو) توپير دۍ خو کله چی د نوموړی ۵۴۰ بس واټن د هغه وروسته پاتی کیدونکی موټر سره زیات شی بیا بیرته د هماغه پاتی شوی موټر د حرکت لورۍ سم ښکاری. د ځمکی او مریخ مسله کټ مټ همداسی ده ،نړیوال فضایی ستیشن له دوربینونو څخه د ځمکی تیریدو ننداره د مریخ نه همداسی یو تصور منځته راوړی او دی مسلی د پاکستانی دینی عالمانو په ذهن کی دغسی غلطه انګیرنه رامنځته کړی وه . دغسی انګیرنو ته بیا د توطیی تیوری هم وایی.
د توطیی تیوری : نیږدی په هر مسلک او هره طبقه کی شته چی دلته د زلزلی اړوند غلط اندونه او د توطیی تیوری په لنډ دول څیړو. د ویکیپیډیا د تعریف له مخی د توطیی تیوری د یوی پیښی یا وضعیت لپاره تشریح ده چی د ځواکمنو او ناوړه ډلو لخوا د خاصو موخو(اکثرآ سیاسی /مذهبی) لپاره د توطیی شتون تاییدوی پداسی حال که د پیښی د تشریح لپاره نور وړ احتمالات وی.
- د ترکیی له زلزلی وروسته یو ایرانی دینی مبلغ () په یوه ویدیویی کلیپ کی د نوموړی زلزلی منځته راتلو لامل په ترکیه کی په بی حیایۍ او فحاشۍ پوری تړلی وو،همداسی زمونږ په فولکلور کی هم دیته ورته اندونه شته چی وایی خدای ج هغه مهال زلزله را ولی چی بنده ګان غافل شی او ځنی نیمچه ملایان خو بیا بیخی د قرانشریف د سورت الحج په لومړنی آیت باندی استدلال کوی. د همی آیت ژباړه داسی ده: ای خلکو! له خپله خدایه وویریږۍ ! بیشکه چی د زلزلی ساعت (وخت) ډیر لوی شۍ دۍ،کومه روځ چی ووینی هغه نو هر شیدی ورکوونکۍ به خپل ماشوم ته د شیدو ورکولو څخه غافل (هیر) شی ،او هره امیندواره (حامله) به خپل بار (جنین) وغورځوی (لیری کړی) ، او وبه وینۍ خلک نیشه (مست ) مګر مست به نه وی، لیکن د خدای عذاب سخت دۍ.
د همدی آیت شریف منځپانګه په واضح توګه د بلی زلزلی خبره کوی ، داځکه چي پدی پورته آیت شریف کی د زلزلی ساعت یاد شوۍ چي د ډیر اوږده وخت مانا ورکوی، او دوهم داچی دلته یی مخاطبین ټول انسانان (مسلمانان او کافران ) دی.همدا راز په قرآنشریف کی د ځمکی او زلزلی اړوند ټول آیاتونه لکه: سورت التکویر،سورت انبیاٍ (۲۹-۳۳)، زلزله،القارعه ټول دهغی زلزلی یادون کوی چی د قیامت په مهال پیښیږی چی ځانګړی شننی ته اړتیا لری. او دلته هیڅکله انسانان او پځانګړی توګه مسلمان په زلزله او داسی طبعی ناورینونو ندی تهدید شوی.کوم څه چی ملایان د دین له آدرس نه وایی اولدی لاری خپل خلک خیر ښیګڼی ته رابولی تر ګټی یی تاوان زیات دۍ ځکه خلک د روزګار او روځنیو روا هڅو څخه نهیلی کوی(د اسلام په دین کی نهیلی د کفر انډول ده) او دغه کړنلاره د دینی مبلیغینود ناپوهۍ، محافظه کارۍ او کمزوری استدلال ښکارندویی کوی. د دوی همدا تلقین چی ګویا فانی دنیا دوی روځی ده د مسلمانانو د وروسته پاتی کیدو یو لامل ګڼل کیدای شی.
که د زلزلی بنسټ په ګناه باندی بنا وی بیا ددغی ګناه محک څه شۍ دۍ؟ ځکه چی د اسلام دین له انده د کفارو زیاتره عملونه ګناه ګڼل کیږی نو باید چی هلته ټوله روځ زلزلی وی چی داسی نده. بل مثال: د ۱۹۹۱ کال د جنوری په میاشت کی په مشتری ستوری باندی ډیری لویی آسمانی ډبری راولویدلی چی د هری یوی آسمانی ډبری د ټکر څخه تولید شوی د اور غونډارۍ د ځمکی د کری په اندازه وو اوله مشتری ستوری سره د آسمانی کاڼو دغه ټکر د امریکا د فضایی څیړنو اداری (ناسا) لخوا ثبت اوټولی نړۍ ته وښودل شو حال دا چی هلته په مشتری ستوری کی د ژوند څرک ندۍ لګیدلۍ نو بیا هلته کومه ګناه تر سره شوی وه؟!. لدی ښکاری چی زیاتره ملایان په تړلی دوکان حواله ورکوی.
تر ټولو لویه خبره دغه ده چي په نړۍ کی د زلزلو سیمی مشخصی دی او دا خبره اوس د پوهی له خاوندانو څخه پټه نده. د بیلګی په ډول د افغانستان د هندوکش دغرو زلزلی چی مخکی یی یادون شویدۍ د هندوکش د غرو لړۍ د آلپ یا الپاید د زلزلی په کمربند کی پروت دۍ او دلته د ځمکی د لویوپلیټونو ټکر منځته راغلۍ دۍ. دلته پامیر او همدا راز د هیمالیی غرونه په کال کی له ۲.۵ تر ۵ سانتی مترو پوری لوړیږی(اوروګینیک پروسه). او دا زلزلی اکثره تکتونیکی منشاُ لری،همدا راز د اتیایمی لسیزی په اخرو کی د کابل شاوخوا چی کومه جیولوجیکی-جیوفزیکی (دکابل تکتونیکی جوړښت او کابل او مس عینک جاذبوی مطالعه او د میر فضایی ستیشن پوسیله چی افغانی ستورمزلی ښاغلی عبدالاحد مومند یی هم ملتیا کوله) مطالعه تر سره شوه پایله یی دا شوه د پغمان له غره شروع تر مس عینک پوری دلته يو ډیر ژور درز (ماته/شکستګی) وجود لری چی تر آته لس زرو متروپوری ژور والۍ لری، همداراز د پغمان په غرونو کی دزلزلی دری او په په تنګی غارو کی د زلزلی دوه عده نوی مرکزونه (ایپی سنتر) وموندل شول. چی دلته د زلزلی پیښیدوامکان له نظره نشی غورځول کیدای او کچیری کوم وخت پدی ځایونو کی زلزله وشی نو آیا د ګناه پرتوګ ورآغوستل ورته مناسب دۍ.؟ نه هیڅکله ! ځکه دا ښکاره دی.
همدا راز د هرات اوسنۍ زلزله دځمکی دهغی ژوری ګوډی ماتی (شکستګۍ) په سر باندی پرته سیمه کی منځته راغلی ده چی د پامیر څخه شروع او تر اسلام قلعی پوری غځیدلی ده (لاندی تکتونیکی نخچه وګورۍ).
د زلزلی اړوند نوری پیښی چی د خلکو په منځ کی د توطیی تیوری ته ډګر برابروی:
الف: د زلزلی په مهال د هماغی سیمی څخه رڼا پورته کیدل: دغه پدیده د زلزلی په مهال د هغی د ایپی سنتر څخه د تندر د رڼا په څیر، یا د پاڼی په بڼه رڼا، یا هم د ګیند په بڼه رڼا او نور دیته ورته ځلیدونکی رڼا چی د زلزلی د رڼا (earthquake lights EQL ) پنامه یادیږی لیدل کیږی. د جیوفزیک پوهانو په اند دغه که دزلزلی د مخه وی او یا هم دزلزلی په مهال د ځمکی د هغو تکتونیکی پلیټونود ماتیدو او یا یوپر بل د ښوییدو په پایله کی د ډیر زیات مقدار آیونو د آزادیدو په پایله کی منځته راځی همدا راز هغه رڼا چی د زلزلی په مهال لیدل کیږی هغه د زلزلی د موجونو ټکر کیدل د ګبرو او بازالت له پوړونو سره دی چی په پایله کی یی د همدی پوړونو بریښنایی چارجونه آزادیږی. چی زموږ په ټولنه کی عام ګومان بیا هم د دین له آدرس څخه بیانیږی او ګویا چی ملایکی له ځمکی نه آسمان ته پورته شوی او ملایان بیا د عاد د قوم بیلګه وړاندی کوی.
ب- د زلزلی نه مخکی یا یی د پښیدو په مهال په ځمکه کی آوازونه: دغه پدیده چی زموږ په فولکوریک فرهنګ کی عام خلک دا ګومان کوی چی ګویان د خدای ج ولیان تیریږی یا توپونه واروی د توطیی د تیوری بل اړخ دۍ چی حقیقت نلری. دغه حقیقی آوازونه تر ځمکی لاندی د هغو پوړونو یا پلیټونو د ماتیدو،ښوییدو او لویدو په پایله کی تولیدیږی چی یود بل سره په ټکر کی وی اودغی پلیټونو لاندی چی کوم وخت خالیګاه ډیره شی نو په ماتیدو او ښوییدو پیل وکړی چی ډیر زیات پیاوړی آوازونه تولیدوی.
ج – د هارپ توطیی تیوری:High frequency Active Arural Reaserch Program HARRP – یوه د پرمخ تللی نړۍ د تکنالوژی اړوند د توطیی تیوری ده چی په غربی نړۍ کی یی زیات خلک تر اغیز لاندی دی. هارپ د امریکا متحده ایالاتو د قطبی خوځنده رڼآ (قطبی فعال شفق چی د ځمکی د یونوسفیر پوړ پوری اړه لری) د څیړنی په پار د الاسکا دفییربینک پوهنتون لخوا د۱۹۹۳ کال نه را پدیخوا په لاره اچول شوۍ څیړنیزعلمی پروګرام دۍ. پدی پرګرام کی ډیر پرمخ تللی د یونوسفیر څیړنیز آلات ( Ionispheric Reaserch Instrument IRI) دی.اما دغه پروګرام اوس په نړۍ کی د ډیرو زیاتو توطیی تیوری ګانو مور ګرځیدلۍ دۍ. په امریکا او دنړۍ په لر او برکی ډیر زیات خلک د دغی (هارپ) پروژی اړوند بیلا بیل اندونه او احتمالات مطرح کوی، دساری په دود: په ۱۹۹۶ کال کی روزالی بریتل (Rosalie Brittle) د هارپ کاریالی (دستګاه) د نصب اړوند د یوی جګړه ایزی وسلی په څیر د خطر زنګ ووهلو.همدا راز میشل چودوفسکی پخپل کتاب (چی د پولی او اقتصادی کمیټی لخوا خپور شو) کی ذکرکړیدۍ چی هارپ اوس بشپړ عملیاتی شویدۍ او په نړۍ کی د سیلابونو،ټوپانونو،وچکالۍ او زلزلو راوستلو وړتیا لری او د وخت په تیریدو سره هارپ د داسی ناورینونو اوپه ایران،پاکستان،هایتی،ترکیی ،یونا او فیلیپین کی د تالندی او تندر په راوستلواوغټو بریښنایی شبکو د پریکولو، تي وي ای -۸۰۰ TWA-800)) ملکی الوتکی د راغورځولو ،اود فارس خلیج د جنګ او ستړیا د سندروم لامل ګرځیدلۍ دۍ.دغه پدیده همدا دوی روځي وړاندی په امریکا کی یو میشت افغان(یوسفی) د هرات د زلزلی په اړه هم مطرح کړه چی نوموړی دا پیښه د ایران په اتومی آزمیښت پوری وتړله چی ګویا ایران دلته اتومی چاودنه کړیده او خپل دوکان یی ورباندی وچلولو. دیته ورته نوری خیالی او تشی فرضیی هم شته چی کوم علمی بنسټ نلری لکه دایران زلزلی د دوی په اندد اورومیی سمندرګی څخه د لیتیومو د استخراج پایله ګڼی.
آیا زلزله د وړاند ویینی وړ ده؟!
دا ډیره غوره او زړه راښکونکی پوښتنه ده! کچیری انسانان پدی وتوانیږی چی د زلزلی دپيښيدو څو دقیقی وړاندی هم خبر شی نود ډیرو انسانی ژوندونه ژغورل کیدلۍ شی. دغه سوال ته ځواب ورکول آسانه ندی د امریکا د جیولوجیکی څیړنو اداری( United State Geological Survey USGS) د پرلپسي پوښتنوپآڼه( Frequent Asking Question FAQ) کی داسی نظر ورکړیدۍ: نه USGS او نه هیڅ کوم بل پوه هیڅوخت د کومی لویی زلزلی د پیښیدو وړاند ویینه نده کړی او دوی انتظار نلری پدی پوه شی چی په راتلونکي کی به زلزله څرنګه د وړاند ویینی وړ وګرځی.!! اګر چی د تر کیی د زلزلی (۲۱-۰۲-۲۰۲۳) نه ۳ روځی وړاندی یوه هالنډی څیړونکی (فرانک هوګربیتس Frank hoogerbeets ) پدی سیمه کی د زلزلی د پیښیدو خبره کړی وه چی پهمدی خاطر ډیر مشهور هم شو مګر خبری یی علمی بنسټ نه درلود او وړاند ویینه یی د فال کتونکی په بڼه وه چی د دقیق وخت او ځای تعین پکښي نه وو شوۍ. مګر بیا هم د ځمکپوهنی د علم له انده لږ تر لږه په تیوری کی یی وړاند ویینه ممکن ښکاری او دغه دوه بیل میتودونه دی.
۱- د حیواناتو د غبرګونه څیړنه: ځنی څاروی،حیوانات لکه غواوی،خوسی او غوایان ، سپی او موږکان ،څښیدونکی (خزندګان) ماران، په ځمکه کی دخوځښتونو او آوازونوپه وړاندی ډیر حساس او ډیر ژر غبرګون ښيي. نوموړی کړنلاری ته یو وخت په چین هیواد کی توجه وشوه مګر د انتظار وړ پآیله یی نلرله . ددی کړنلاری میخانیکیت پدی کی دۍ کوم وخت چی زلزله پیښدونکی وی دغه پورته ذکر شوی ژوی ډیر نا ارامه وی.غواوی، غوایان او خوسکی د تلپاتی عادت برخلاف ډیری رمباړی وهی په ځمکه ډیر نه څملی، هڅه کوی چی د مږوی نه ځان خلاص کړی او واښه نه خوری…..او داسی نور،سپی هم ډیر سرګردانه وی او ډیر غاپی، موږکان او ماران د تلپاتی عادت برخلاف د غارونو څخه ډیر راوزی او چټک ګرځی. خو ددغی پورته ذکر شویو ژویو دقیق او علمی څار ډیر سخت او ناشونۍ کار دی . دا پدیخاطر کیدای شی دغه تر څار (نظارت) لاندی ژوی ناروغ وی او یا کومه بله ستونځه ولری بنا پردی تر څار لاندی ژوۍ باید په بشپړه توګه د صحت ،چاپیریال خوندیتوب،اقلیمی ادلون بدلون اوعادی ژوند د ضروریاتو له اړخه پوره او په یوه حالت کی وی چی ډیر سخت او نا شونۍ کار دۍ. بنا پر دی اړینه نده چی د هر غوایه په رمباړه او سپی په غپا د زلزلی چیغی ګډی شی.
۲- جیوفزیکی میتود: د جیوفزیک علم له اند نه ځمکه ځنی طبعی ساحی لکه د جاذبی، مقناطیسی، بريښنایی، رادیو اکتیف او د تودوخی (حرارتی) لری چی مخامخ د ځمکی د داخلی برخو سره اړیکه لری. په نړۍ کی پځانګړی ډول جاپان هیواد کی پدی میتودونو باندی کار روان دۍ. د دی پورته ذکر شویو علمی کړنلارو میخانیکیت داسی دۍ. کوم وخت چی دځمکی په لیتوسفیر کی د دوو پلیټونو د ټکر په مهال تر هغی لاندی خالیګاه منځته راځی نو هلته بیا ځایی جاذبی (کش کولو) قوي په ساحه کی بدلون راځی او همدا راز کوم وخت چی د مانتیی څخه تر لیتوسفیر لاندی تاوده او درانه مواد (مګما) را پورته کیږی نو هلته بیا د ځایی جاذبی قوی، مقناطیسی ،بریښنایی، رادیواکتیف او جیوترمیک ساحو کی بدلونه راځی، پهمدی توګه د ځمکی په ډبرین پوښ (لیتوسفیر) کی د ماتیدو په توسن آوازونه او لړزه منځته راځی چی د دغی پورته ذکر شویو ساحو د پرلپسی اندازه کولو،څارلو او مستند ګرځولو په پای کی یو حقیقی انځور او تصور منځته راتلۍ شی او بیا د هغی بر بنسټ پریکړه ممکنه ښکاری،مګر دا تر اوسه پوری ځکه نا ممکنه ده چی دقیق وسایل لویه بودجه او لوړه پوهه غواړی او بل دا چی د هری زلزله لرونکی سیمی لپاره باید ځانګړی وی نړیوالتوب نه لری.
د انټرنیټ ،ګرځنده تیلیفون او مجازی نړۍ په موجودیت سره د اطلاعاتو په نړۍ کی انقلاب راغلۍ دۍ،اوس هر چاته د خپل نطر د بیانولو ځانګړی آزادی .تر لاسه شویده چی د نړۍ دیر زیات خلک لدی امکاناتو ډیره سمه او پځای ګټه اخلی مګر ځنی داسی خلک هم شته چی لدی امکاناتو او فرصتونو ځانی مالي ګټو ته اولویت ورکوی. او دخپلو دی کړنو منفی اغیز په پام کی نه نیسی یوازی هغه یوڅو پیسي یی مد نظر وی. او هر رنګه درواغ وایی. یوه یی همدا د هرات د زلزلی اړوند غلط خبرونو خپرول دی او دا مسله د ایران هیواد داتومی چاودنی سره تړی. چی ځینی بیخبره مخلوق یی رښتیا ګڼی او ډیر بد اغیز یی ورباندی کړیدۍ،همدا راز ځنی نیمه ملایان هم په ناپوهۍ او بیخبرۍ کی دی طبعی پیښی ته د دین له آدرس نه لاس او پښي ورکوی او دخلکو د معتقداتو سره لوبی کوی. بنا دا د پوهو خلکو دنده او وجیبه ده چی د خلکو د تشویش لیری کولو په پار حقیقت ووایی او د توطیی د تیوری د خاوندانو مخنیوۍ وکړی.
د ښاغلی محمد ربی آماج د علمی لیکنی او ښکلی تبصری څخه په مننی سره فقط دا ټکی بیانول غواړم چی د توطئی تئوری هم د نفی او انکار وړ نه ده. مګر زموږ وطن او مظلوم وولس همدا اوس د توطئی قربانی نه دی؟
د ښاغلی درانه غلام حضرت خان څخه په مننی سره د توطیی د تیورۍ تعریف د همدی مقالی په منځپانګه کی شته دۍ.نوموړۍ تعریف ما د ډیرو سرچینو ترمنځ د ويکیپیډیا تعریف هر اړخیز او جامع وموند. او هغه داسی دۍ چی: د ویکیپیډیا د تعریف له مخی د توطیی تیوری د یوی پیښی یا وضعیت لپاره تشریح ده چی د ځواکمنو او ناوړه ډلو لخوا د خاصو موخو(اکثرآ سیاسی /مذهبی) لپاره د توطیی شتون تاییدوی پداسی حال که د پیښی د تشریح لپاره نور وړ احتمالات وی. دافغانستان د سیاسی حالت اړوند ستاسو نظر د قدر وړ دۍ.
پوهنه رڼا ده
په مسلکی اوعلمې معیار ولاړه موضوع دڅیړنې او تحقیق شوی استدلال په کې مراعات شوی معلومات بشپړ ماخذ لری