شنبه, مې 4, 2024
Home+د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۲۰) / شفیقه...

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۲۰) / شفیقه خپلواک 

ځای: انلاین

د ګډونوالو شمېر: ۲۸

راپور: شفیقه خپلواک 

وړاندې کوونکې: سهیلا کامران

د اکتوبر ۸مه وه. زه په پردي وطن کې د یوې اوږدې لارې په سفر وم. طلايي لمر د خزانو وهلو پاڼو تر منځ پټ پټونی کاوه او د اوږده بس له پراخو کړکیو یې زما سترګې بریښولې. د دنیا په بل سر کې د کابل د ساړه ماخوستن ۹ بجې وې، بهیروالې د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو ځایونو په یوه انلاین خونه کې راټولې وې. دوی به د ډاکټر شریفې شریف د ادبي فعالیتونو او نوي چاپ شوي اثر «چا و چا ویل» په راتلونکې غونډه غږېدې. بیا به د معصومې غرنۍ په لنډې کیسې بحث و، او په پای کې به د شاعرۍ د نازکو تارونو نغمې شرنګوي. خو له دې هر څه وړاندې د هرات د خونړۍ زلزلې قربانیانو او د بهیروالې اغلې وږمې سبا عامر د خواښې لپاره د قران شریف څو مبارک ایتونه اغلې رفیقې قرات کړل. د ورکو د موندلو او ټپي زړونو د کرار لپاره دعا وشوه. 

غونډه سهیلا کامران وړاندې کوله. سهیلا جراره ده او غونډه سرشاره مخته وړي. ما په پیل کې د ډاکټر شریفې د لمانځنې غونډې یادونه وکړه، او ومې ویل چې دا به د دې لړۍ پیل وي. بهیر به نورې همداسې غونډې ولري او د ښځو ادبي فعالیتونه به لمانځي. د پروین ملال کلیات تازه چاپ شوي راتلونکې غونډه به په هغه جوړو. د ډاکټر شریف د غونډې لپاره دوه میاشت مخکې اعلان شوی و اواوس لس مقالې بشپړۍ لیکل شوې، درې نورې پر لار دي. خو ګومان کوم غږ مې سم نه ورتللو، نوره زه هم غلې شوم. 

په همدې څو دقیقو کې د ډاکټر شریف د کتاب پر غوڼدې ځینې نور تخنیکي خبرې هم وشوې.

معصومې غرنۍ خپله نوې کیسه کره کتنې ته راوړې وه. د دې د کیسې نوم «رنځ» و، دې خپله کیسه ولوستله. او تاسې یې هم دلته راسره ولولئ: 

((جلکۍ د ټيکري په پيڅکه وړه آئينه ومخله او خپلې څيرې ته يې په ځير ځير وکتل. د مخ بڼه ورته ګرد نيولې او هيبت وهلې ښکاره شوه. د وړوکي تور بکس نه يې تور قلم راوايست د قلم څوکه يې په غاښونو تيره کړه او قلم يې د سترګو په مينځ کې تير کړ , زيار يې وايست چې پتري نيولې شونډې په لبسيرين رنګ کړي. اړولی پيکی يې په ټنډه سم کړ. ناڅاپه يې د پلار زګيروی تر غوږ شو په تلوار هغې کوټې ته لاړه چې پلار يې هلته په کټ کې پروت و , مور يې ببوزی په لاس د کټ تر څنګ ناسته او رنځور خاوند ته يې ببوزی ښورولو. جلکۍ ورو له مور نه وپوښتل مورې لکه چې دادا بيا درد لري? مور يې لاس په خوله کيښود او په ببوزي يې د کوټې د کړکي لور ته اشاره وکړه. جلکې د کړکي لوري ته لاړه او پورته شوې پرده يې ښکته او سمه کړه او بيرته د خپل رنځور پلار پښو ته چې له څلورو کلنو همداسې بې حرکته په کټ کې پروت وو ودريده , د پلار د سترګو له کونجونو اوښکې روانې شوې , ښځه پاڅيده او په خپل ټيکري يې د خاوند اوښکې ورپاکې کړې. د جلکۍ ستونی ډک شو زړه يې غوښتل چې يو آسمان وژاړي او يو سمندر اوښکې د خپل رنځور پلار پښو ته وڅڅوي.
د تليفون زنګ شو جلکۍ له کوټې ووته تليفون يې له بکس نه راواخست او د (هو او ښه ) په لنډو الفاظو يې تليفون ځواب کړ , ټيکری يې په سر سم کړ د مور خوا ته راغله او وې ويل ښه مورې زه نو ځم . مور يې پورته وروکتل او وې ويل د پلار دوا دې هيره نشي چې لږه پاتې ده. جلکۍ د پلار خواته وکتل پلار يې سترګې پټې کړې وې , جلکۍ سوړ اسويلی وايست.
په دهليز کې شور شو جلکۍ ورمنډه کړه شپږ کلن ورور يې وو چې په اته کلنې خور پسې يې منډې وهلې. جلکۍ دواړه کلک له شا را ونيول او په قار يې وويل : څه ځانونه مو شرمولي همدا څو شيبې کيږي چې د دادا سترګه پټه شوې شور مه جوړوې , او هو څو ځلې مې تاسو ته ويلي چې د کړکي پرده مه پورته کوی ښه پوهيږې چې دادا پرې خپه کيږي چې ګاونډيانو ته کور ښکاري که بيا مو دا کار کړی وو نو زه به درسره ګورم . ماشومانو لاندې کتل. لس کلنې خور يې د مينځلو لوښو پتنوس دهليز ته دننه کړ , جلکۍ ورته وويل راشه په ما پسې دروازه کلکه بنده کړه . ماشوم هلک څټ وګراوه او وې ويل : ببو مونږ ته ژاولې راوړې?
جلکۍ ورور ته وکتل او ورو يې وويل هو راوړم يې ،
او په زنګيدلو قدمونو له کوره ووته د کور مخې ته له
غځيدلي سړکه کيوته . , د سړک بلې غاړې ته يوه سپين موټر ورته انتظار کولو , جلکۍ په لړزيدلو لاسونو د موټر دروازه خلاصه کړه.
د درزي دوکان تر مخې يوه شپاړس کلن هلک خپل د څنګ سره ناست ملګری په څنګل وواهه او وې ويل :
اې : هغې ته ګوره بيا لاړه. . . . . . .پای))

اغلې نعیمې غني ته کیسې د ښځو د اولاد او کورنۍ پاللو کیسه کوله. د کرکټرې وروستۍ تګ او د لیکوالې قضاوت نه کول یې په زړه ناست و. کمې مکالمې یې په دې لنډه کیسه کې لا خوښې شوې وې. خو احساس یې کاوه چې یو نیم ځای ژبه ژورنالیستکه شوې. اغلې نعیمې وویل، « کور کې چې موږ غږېږو په دومره تفصیل نه غږېږو. عادي ‌خبرې کوو. مثلا چې کرکټره ورور ته ووايي‌چې پرده واچوه او بیا یې تشریح کوي چې ولې. مکالمه وروسته شاعرانه شوې، او دا د روايي طرف ښيي.» اغلې نعیمې ته د ښې کیسې یوه ځانګړنه داده چې راويي باید له کرکټر سره خواخوږي ونه ښيي بلکې یوازې بې طرفه کیسه وکړي. 

د دې په زړه د «خاوند» کلیمه ځېږه لګیدلې وه. ویل موږ یې په کلیو کې نه لرو، په بې پامۍ پښتو ته راغلې او ټولې باید د دې کلیمې له کارولو سره احتیاط وکړو. 

اغلې نعیمې خپلې خبرې په دې راټولې کړې چې د «رنځ» کیسې پیل او پای عالي دی، خو په ژبه یې لږ کار او غور پکار دی. 

په دې ورځ د کیسو استاده لیکواله اغلۍ شریف هم انلاین وه. د معصومې غرنۍ کیسې د ډاکټر شریف د فکر ځنځیر شرنګولی و. له عادي حالت یې بل حالت ته وړې وه، او په ذهن کې یې د پوښتنو هېر بهېر و. دې ته جالبه وه چې زموږ ټولنو کې هر وخت ښځه په نارینه وابسته ده، خو په دې کیسې کې یو نارینه ښځو ته محتاج دی. که څه هم دا حالت طبیعي راغلی خو ژوند ټول ورسره بدل شوی. 

ډاکټرې شریف ته هم د اغلې نعیمې غوندې پای خوند ورکړی و او دا چې نامعلوم پاتې شو د خیال د پرواز چانس پکې ډېر و. ممکن دا ښځه یا ځان خرڅولو ته اړه ده او یا هم ښايي‌چېرې کوم دفتر یا موسسه کې کار کوي. د کیسې فضا یې په زړه ناسته وه، او په خبره یې « دا خپله بېله او لویه موضوع ده چې ښځه هر څه کوي خبرې پسې کېږي.» 

ډاکټر شریفه باور لري چې هره کیسه خپل «ټون» یا ژبه لري. د دې په باور دا کیسه له پیل نه شاعرانه ده خو ناڅاپه شاعرانه کېږي او همدا د کیسې ټون خرابوي. «لنډه کیسه باید یو واحد تاثر ولري. او د ژبې په ناڅاپي بدلون ممکن دا ولړزېږي.» د اغلې شریف زړه په پښتو کیسو کې ځینو سولیدلو کلیمو او اصطلاحاتو وهلی دی، لکه «سوړ اسویلی یې ویوست» او داسې نور. 

دې ته دا کیسه ډېرې خبرې لري، او وړاندیز یې دا دی چې « اول خپله کیسه ولیکئ. په اصولو پسې مه ګرځئ. وروسته یې صیقل کړئ. مثلا په دې کیسه کې د لور او پلار دواړه کرکټرونه مهم دي، خو باید په یوه فوکس یا تمرکز وشي.»

 اغلې وږمې سبا عامر د فاتحې لپاره د میلمنو له شتون سره او په درمند زړه بیا هم غونډې ته راغله. په کیسه وغږېده. د نورو غوندې د دې یې هم پیل خوښ شوی و او له سیمبولنو ډکه کیسه یې وبلله. اغلې عامر ته ګرد وهلې اینه د رنځور او خراب ژوند انځور و، چې نجلۍ یې په پړوني پاکوي. تور رنګ د غم او درد رنګ دی، او دا چې وچې شونډې رنګوي خپل درد پټوي. د پردې سیمبول یې د پلار غیرت یا په ټوله کې زموږ د ټولنې همدا ذهینت انځوروي چې کور ته باید څوک راونه ګوري. که چا مو ښځې ولیدلې غیرت ته مو تاوان دی. د پلار په سترګو کې اوښکې یې بل جالب تصویر و چې د دې په زړه لګیدلی و. دې هم د ډاکټر شریفې غوندې همدا وویل چې ټولنه له خبرو ډکه ده او په دې برخه کې په ښځو له حده ډېره ظالمه.  دې ته یې هم اشاره وکړه چې نجلۍ د غریبې کورنۍ ده او دفتر ته نشي تللی. اغلې عامر دوه ټکي جوت کړل، لومړی دا چې د کیسې مکان کوم ځای دی؟ ظاهرا خو کابل ښکاري. دوهم یې زمان کوم دی؟ ایا د تېر جمهوریت وخت دی، که اوسني وخت؟ د دې په باور باید د کیسې یو پس منظر هم وړاندې شي چې ولې کرکټره دې کار ته مجبوره شوه. او که د دې روایت هم لږ پراخ شي چې د خلکو عکس العمل د دې نجلۍ پر وړاندې څه و؟ که کرایه نیشن وي یا هم کلی داسې خلک یا کورنۍ په خپله سیمه کې نه پرېږدي. دې ته د افغانستان د ښځو هره کیسه همداسې درمنده ده، ځکه چې رښتونی ژوند مو همداسې دی. 

اغلې ځلا نور ته دې ارزښت درلود چې که حتا د بل چا په کیسه یا اثر هم کره کتنه او خبرې کېږي دا او نورې ډېر څه ترې زده کوي. د رنځ په کیسه کې دې ته لیدلوری په زړه پورې و. د ځلا په خبره « دا د یوې میرمنې کیسه ده، د یوې افغانې میرمنې او بریالۍ کیسه ده. یوه بله ناویله کیسه معصومې وویله.» 

اغلې ګلالۍ مومند هم د معصومې کیسې او پر کیسې روان بحث ته خوشحاله او هیله منده وه. دې ته یې هم د زده کولو لپاره ډېر څه لرل. 

اغلې نرګس سهاک ته کیسه ښکلې، طبیعي، ساده خو ژوره وه. د دې په خبره د رنځور پښو ته کیناستل د بېوسي وروستی حد دی. دې هم د اغلې عامر غوندې احساس کړې وه چې پښتنې د رنجو، رنګونو او خندا تر شا خپل غمونه او دردونه پټوي.  نرګس وویل چې ډېرې ښځې به ظاهرا  ډېرې خوشحاله او رنګینې ښکاري‌ خو دا چې تر شا یې څه کیسې او دردونه دي هر څوک نه پوهېږي. 

اغلې ملالې کلیوالې ته دا مهمه وه چې یو څوک د ښې شاعري سره، سره ښې کیسې هم لیکلی شي. د کیسې پیل د دې زړه ته هم لار کړې وه. د کیسې هم هغه شاعرانه جمله چې د نورو په خبره یې د کیسې د ژبې توزان خراب کړی و ملالې ته خوند ورکړی و. 

اغلې هیلې پسرلی ته داسې ښکاري چې شاعران/ې په کیسه کې هم شاعري کوي. د دې په خبره دا چې معصومې شعر ډېر لیکلی نو د کیسې تجربه یې کامیابه ده، «پرته له یوې جملې یې نوره هڅه کړې چې کیسې ته راشي.» 

هیلې وویل چې په کیسه کې د هر چا ذوق فرق کوي او ښه مثال یې نننۍ غونډه ده. دې وویل چې په اول سر کې چې مې په کیسه د څو کرکټرونو عمرونو ولوستل پوښتل مې چې ولې یې راته وايي؟ خو وروسته مې فکر وکړ چې دا زموږ د ژوند بې پلانه حالت او ګډوډي راښيي. 

هیلې ته په کیسه کې د «هیلې» یو څرک مهم دی. په تیارې کې د یوې وړې ذرې ځلیدل. نو ځکه یې وویل چې، « حتا په ډېر بد حالت کې هم هر مظلوم انسان خپله یوه دنیا لري. له افغان ښځو سره زموږ عاطفي اړیکه باید له دوی داسې څوک په کیسه کې جوړ نه کړي چې هر څه یې ورک وي او بیخي تیاره وي. هر بد حالت کې یو نه یو مثبت ټکی وي. دې اړخ ته په کیسو کې پام پکار دی. که هر څومره هم افغان ښځې مظلومې او بېوسه دي خو بیا هم د خپل دریځ د اظهار یوه طریقه لري.» 

هیلې ته کیسه په کشمکش ولاړه ده. د دې په خبره که په کیسه کې یو لوری حاکم وي نو کشمکش نشته، باید کرکټر یو څه عکس العمل وښيي. دې د ډاکټر شریف د بخت بي بي د کیسې مثال ورکړ چې سره له دې چې لور او مور دواړه د ټولنې د ناخوالو قرباني دي، خو دوی په قهر دي. او همدا یې د اعتراض یوه طریقه ده. 

د هیلې په خبره ځینې کیسې د پیښو وي او ځینې د پیښو په اثر وي. « په دې کیسه کې دوه پیښې دي د پلار ناجوړي‌ او د نجلۍ کار خو دلته د دغو دوو پېښو ترمنځ وخت انځور شوی دی. ممکن لوستونکي وغواړي چې د یوې پېښې کیسه لږ ډېره بیان شي.» 

هیلې خپلې خبرې په دې بس کړې چې د معصومې له دې کرکټرې سره زموږ ټولو عاطفي اړیکه پیدا شوه. 

بحث په چټ کې هم ادامه لرله، ځینې چې مناسب ځای نه وې چې خبرې وکړي هغلته یې خپل نظر او پوښتنې لیکلې. اغلې منزې غفوزۍ په چټ کې وپوښتل: زموږ ډېری لیکوال ولې هڅه کوي چې په کیسو کې د کرکټر بدبختي په ډېر شدت سره وښیي؟ که مثلاً له یوه اړخه انسان محروم وي یا مشکل سره مخ وي آیا ضروري ده چې له بله اړخه هم داسې وي؟ زما په نظر تر ټولو بدبخت او بې وزله انسان هم وړې وړې خوښۍ او مثبت اړخونه لري په ژوند کې، یا که یې نلري د هماغه ژوند عادي شوی وي، په خپلو محرومیتونو اعتراض هم نلري او فکر کوي چې همدا یې حق دی او نور خلک هم همداسې ژوند لري، نو ولې باید هر څه منفي او تیاره وښودل شي؟

اغلې عامر یې په ځواب کې هم هغه مشهوره خبره وکړه چې لیکوال او شاعر پوستکی نه لري. «دوی ښايي‌د نورو په پرتله ډېر درد احساسوي. زموږ ټولنه نرواکه او لسیزې وشوې چې په جنګ کې ده ښايي‌د دې اغېز هم وي.» دې ته لیکوالي هغه څه ده چې له ټولنې راخیستل کېږي او له دې ټولنې به له درده پرته نور څه راوخلو؟ منزې ته یې سپارښتنه دا وه چې حتما دې ولولي، که پیل کې تیاره وي په پای کې به ښايي‌ د رڼا کومه ذره پټه ځلېږي. 

اغلې سلما بدري هم له اغلې عامر سره همغږې وه. د دې په خبره هم همدا زموږ د ټولنې حقیقت دی او له حقیقت نه باید سترګې پټې نه کړو. دې دا هم وویل چې ډېر کله دا د لیکوال په لیدلوري پورې هم اړه لري چې څه ډول یې وړاندې کوي. سلما باور درلود چې همداسې کیسې باید ولوستل شي او څه چې کرکټرونه باندې تېرېږي موږ درس ترې واخلو. 

د هیلې پسرلی ځواب دا و چې تراژیدي د هنر په منطق لیکل شوې وي عالي هنر دی. دې وویل، «موږ ته د ژوند تجربه ښيي. فکر کولو ته مو هڅوي. مثلا په دوهمه نړیواله جګړه ډېر فلمونه جوړ شوي. او دا ډېر عالي ‌فلمونه دي بیخي ډېر خلک یې ګوري. د انا فرانک خاطرې یې بل ښه مثال دی، چې په یوه کوټه کې بندي‌ ده خو بیا هم د راتلونکي خوبونه ویني. دا مهمه چې د دې تشریح کړلی شو چې ولې داسې وشول؟ خو که د دې ځواب نه وي نو بیا ممکن دومره عمیق اثر هم ونه لري. خو دا چې تراژیدي څنګه ولیکو دا پوښتنه ده چې باید خبرې پرې وکړو؟» 

د کره کتنې د برخې په پای کې د کیسې لیکوالې اغلې معصومې غرنۍ خپلې خبرې وکړې. په ورین تندي یې له ټولو مننه وکړه. دې وویل چې ادبیات یې نه دي لوستي، خو نننۍ غونډې وهڅوله چې بله کیسه هم ولیکي. دې یادونه وکړه چې د کیسو په تخنیکي اړخونو نه ده بلده، د لېمې ودان د لنډو کیسو له سیمنارونو ډېر څه زده کړي‌ و. د معصومې په خبره ناخوالې هره ټولنه کې ډېرې دي. دې ته د کیسې کرکټره کمزورې نه ده، بلکې یوه اتله ده چې ټوله کورنۍ ساتي. « کله چې دا خپلې خور ته وايي‌ چې دروازه کلکه راپسې پورې کړه، مطلب یې دا دی چې غواړي خپله خور وساتي. زه په کابل کې نه وم خو اوریدل مې چې که ځینې ځایونه کې ښځې کار کوې باید خپل ظاهري حالت ته  رسیدګي وکړي. خو بیا هم ما پای نامعلوم پرېښود. د درزي د دوکان مخته مې ځکه یادونه وکړه چې موږ په پکتیا کې یوه اصطلاح لرو چې بیا ګنډل ورته کوي. یانې بیا خبره پسې ګنډي. زما موخه دا وي چې ښځه په هر حالت کې قهرمانه ترسیم کړم.»

د غونډې د پای برخه کې په لومړي ځل اغلې صفیه صدیقي هم انلاین شوه او ټولې بهیروالې یې لیکلو ته وهڅولې. دې وویل چې دا ټولې کیسې باید ولیکل وشي او تاریخ ته وسپارل شي. 

د مشاعرې په وخت مې دواړه غوږۍ په غوږونو کړلې، د موبایل غږ مې بیخي جګ کړ، لنډیو او شعرونو ته مې غوږ ونیوه. د بس له پراخې کړکۍ مې د باندې کتل، نیلي سیند او شین اسمان راسره جوړه روان و. ونې بې شمېره وې، لمر هغسې پټ پټونی کاوه او ما د نجونو په خوبولو غږونو عالي شاعري نه خوند اخیست. ځلا نور لنډې وویلې. ملالې کلیوالې، ځولۍ لمن، تفوا برهان شکوي، شعرونه ولوستل. ګلالۍ مموند د تل په څیر د امنې فنا غزل ولوست. د خوشحال بابا هغه بیت بیا، بیا رایادیده چې: 

په هر ځای چې څو محبوبې سره کیني
هغه ځای مې تر جنت ښایسته لا کا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب